صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | حقوق بشر | د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د صحرايي محاکمو له زياتېدو اندېښنه څرګندوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د صحرايي محاکمو له زياتېدو اندېښنه څرګندوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د صحرايي محاکمو له زياتېدو اندېښنه څرګندوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په روان لمريز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي، په ځانګړي ډول د صحرايي محاکمو له زياتېدو اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په  هېواد کې د ښځو صحرايي محاکمې د بشر ضد عمل ګڼي او وايي، د روان لمريز کال له پيل راهيسې له دوى سره د صحرايي محاکمو ۹ قضيې ثبت شوې دي.د دغه کمېسيون وياند بلال صديقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، د ښځو پر وړاندې دغه صحرايي محاکمې تر ډېره په هرات، بادغيس، فارياب، تخار او غور ولايتونو کې شوې دي.نوموړي دغه‌شان وويل، امنيتي ارګانونه بايد د نورو د عبرت په هدف، د صحرايي محاکمو د عاملينو د نيولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي."د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له زياتېدو اندېښمن دي او تر ټولو د اندېښنې وړ مسئله په روان لمريز کال کې د ښځو صحرايي محاکمې دي چې ښځې په‌کې په خپل‌سري ډول مجازات کېږي."دغه کمېسيون وايي، صحرايي محاکمې له بشري حقونو سرغړونه ده چې تر ډېره د وسله‌والو طالبانو او غير مسؤله وسله‌والو له‌خوا په لرو پرتو سيمو کې ترسره کېږي.د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، ناموسي وژنې، جنسي تېري، له وخته مخکې ودونه، وهل ټکول، اقتصادي ستونزې، صحرايي محاکمې او ښځو ته سپکې سپورې ويل، په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له مهمو مواردو شمېرل کېږي.دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې يوه ښځه په يوه صحرايي محاکمه کې، د ناروا اړيکو په تور د يو شمېر کسانو له‌خوا ووهل شوه.پخوا تر دې شااوخوا دوه کاله مخکې د غور په ولايت کې د رخشانې په نوم يوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم په يوې صحرايي محاکمه کې ووژل شوه او په کابل ښار کې د فرخندې په نوم بله نجلۍ، د قران د سوځولو په تور په وهلو ټکولو وژل شوې ده.له دې ټولو سره د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي ارګانونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د عاملينو د نيولو په برخه کې، خپلې هڅې تېزې کړې او په بېلابېلو ولايتونو کې يې د صحرايي محاکمو په تړاو لسګونه تنه نيولي دي.د دغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "ټول هغه مجازات او صحرايي محاکمې چې د يو شمېر کسانو له‌خوا ترسره شوي، پوليسو يې په وړاندې خپل اقدامات کړي، يو شمېر کسان‌يې نيولي هم دي، له دې ډلې دوه تنه په فارياب او ۷ په بدخشان کې نيول شوي او د ټولو دوسيې لويې څارنوالۍ ته استول شوې دي."په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وياندې ريا دادرس ازادي راډيو ته وويل، د روان لمريز کال له پيله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۱۹ قضيې له دوى سره ثبت شوې دي.دغه وزارت له ديني عالمانو او د جومات له ملا امامانو غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او صحرايي محاکمو د مخنيوي په هدف، خلکو ته تبليغ وکړي.       ناجيه ساپۍ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha