صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | حقوق بشر | پاکستان په افغان مهاجرينو فشار لا زيات کړى

پاکستان په افغان مهاجرينو فشار لا زيات کړى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاکستان په افغان مهاجرينو فشار لا زيات کړى

پاکستان په داسې حال کې په افغان مهاجرينو خپل وطن ته د بېرته ستنېدو فشار زيات کړى، چې نړيوالو په پاکستان کې د ترهگرو په ضد د اقداماتو غوښتنې ته زور ورکړى دى. په پاکستان کې د امنيتي چارو کارپوهان وايي چې پاکستان د نړۍ پام له اصلي مسئلې بلې خوا ته اړول غواړي ځکه په افغان مهاجرو فشار اچوي. د پاکستان د پوځ لوى درستيز د شنبې په ورځ د جرمني د ميونېخ په ښار کې امنيتې غونډې ته وويل :

(( نن زه وياړم چې زموږ په ملک کې د ترهگرو منظم پناهځايونه نشته، خو امکان شته چې له مختلفو قومونو سره تعلق لرونکي ترهگر په مختلفو سيمو کې واوسېږي. دغه ترهگر په غرونو، سرحدي سيمو او د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د مهاجرينو په ٥۴ کمپونو کې پټ ژوند کوي.)) د پاکستان د قبايلې سيمې د امنيتي چارو کارپوه سيد عالم امريکا غږ ته وويل چې د پاکستان د پوځ د مشر دغه وينا يوه هڅه ده چې د اصلي ستونزې نه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي: (( افغان مهاجر له هغو ترهگرو سره هېڅ اړيکې نه لري چې د پاکستان پوځ روزلې دي. د جيش محمد جنگيالي څوک دي؟)) جيش محمد يوه ترهگره ډله ده چې په کشمير کې ترهگريز فعاليتونه کوي. د پاکستان د استخباراتي ادارې يو پخوانى مامور حامد سعيد بيا وايي چې د قمر باجوه دغې وينا ته بايد د ټولو پېښو سره يوځاى وکتل شي. ده وويل (( داسې شواهد ترلاسه شوي چې په پاکستان کومې حملې شوې، په دغو کې ترهگرو د افغان مهاجرينو کمپونه استعمال کړي. ترهگر پاکستان ته راځي او په دغو کمپونو کې اوسېږي.)) سعيد وويل چې د ترهگرۍ د ختمېدو لپاره دا ضروري ده چې افغان مهاجر بېرته خپل وطن ته لاړ شي. له بلې خوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره اوونۍ ژمنه کړې چې په دوو کلونو کې به ټول افغان مهاجر بېرته افغانستان ته بوځي. د پاکستان د پوځ لوى درستيز له هغې نه وروسته د افغان مهاجرينو په هکله دغه وينا کړې چې په پاکستان د امريکا او افغانستان له خوا فشار زيات شوى چې د ترهگرو د پناهځايونو پر ضد اقدامات وکړي. پاکستان د ترهگرو د ملاتړ او پناهځايونو ملامتيا نه مني.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha