صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | حقوق بشر | په تېره جنورۍ کې نږدې ۷زره افغانان بې‌ځايه شوي

په تېره جنورۍ کې نږدې ۷زره افغانان بې‌ځايه شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په تېره جنورۍ کې نږدې ۷زره افغانان بې‌ځايه شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (OCHA) وايي، د ۲۰۱۸ كال په لومړۍ مياشت کې نږدې اووه زره افغانان له خپلو اصلي سيمو څخه بې‌ځايه شوي دي.

 د دغې ادارې د رپوټ پر بنسټ وسله‌والې نښتې، پوځي  عمليات او د وسله‌والو مخالفينو له خوا په جبري ډول د ماليې اخيستل د سلګونو افغان کورنيو د بېځايه کېدو عمده لاملونه ښوودل شوي دي. اوچا په خپل رپوټ کې ويلي: (( د کال له پيل څخه په مجموعي ډول ۶۶۹۹ بېځايه شوي افغانان د اوچا په دفتر کې ثبت شوي دي.)) په رپوټ کې راغلي، چې د غزني ولايت ۳۴۰۰ اوسېدونکي د پوځي عملياتو، له جګړې د وېرې او د وسله‌والو مخالفينو له خوا د ماليې د اخيستلوله امله، له ولسواليو څخه د دغه ولايت مرکز ته بېځايه شوي دي. په رپوټ کې دغه راز ويل شوي، چې د لوګر ولايت د څرخ او برکي  برک ولسواليو زر تنه اوسېدونکي د پوځي عملياتو له امله د خپلو اصلي سيمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha