صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | حقوق بشر | د پاکستان لخوا پر افغان کډوالو فشارونه له نړيوالو کنوانسيونونو خلاف دی

د پاکستان لخوا پر افغان کډوالو فشارونه له نړيوالو کنوانسيونونو خلاف دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د پاکستان لخوا پر افغان کډوالو فشارونه له نړيوالو کنوانسيونونو خلاف دی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، پر کډوالو مستقيم او يا غير مسقيم فشارونه د نړيوالو کنوانسيونونو خلاف عمل دی.

د پاکستان له خوا افغان کډوالو ته د وتلو له اعلام وروسته، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، افغان کډوال بايد خپل هېواد ته په تدريجي او باعزت ډول ستانه شي په کابل کې د دغه کمېشنرۍ وياند نادر فرهاد پرون ازادۍ راډيو ته وويل، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه د پخوانيو ژمنو خلاف ده. د ښاغلي فرهاد په خبره، هغه ملتونه چې ځان نړيوالو کنوانسيونونو ته ژمن ګڼي، بايد پر کډوالو چې د ګڼو مجبوريتونو له امله يې خپلې سيمې پرېښې، فشار رانه وړي: (( د نړۍ په هر ځای کې بايد پر کډوالو مستقيم او يا غير مسقيم فشارونه د دې لامل ونه ګرځي چې دوی ته زيان ورسېږي، ځکه دوی وار له مخه زيان ليدلی ، هغو ملتونو چې ځانونه يې نړيوالو کنوانسيونونو سره يوځای کړي او ورته ژمن دي بايد دغه اصل مراعات کړي، تر هغه چې دغې مسئلې ته اساسي حل لاره نه وي موندل شوې.)) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د يو شمېر راپورونو له مخې تازه پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو سلګونو زرو راجسټر شويو افغان کډوالو ته يوازې يوه مياشت وخت ورکړی چې خپل هېواد ته ستانه شي. تر دې وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې پاکستان به په دغه هېواد کې مېشتو افغان 

کډوالو ته د ۲۰۱۸ مېلادي کال تر پايه پورې د پاتې کېدو موده تمديد کړي. خو تېره اوونۍ د پاکستان کابينې دغه موضوع تائيد نه کړه. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي پرون د شنبې په ورځ وويل چې د دې موضوع په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي، خو جزئيات يې ورنه کړل. د رسمي شمېرو له مخې دا مهال څه باندې يو ميليون قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال له ډيورنډ کرښې پورې غاړه د پاکستان تر واک لاندې سيمو او يا هم د پاکستان په خاوره کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي. د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان کډوالو له رسنيو سره په خبرو کې انتقاد کړي چې نوموړي هېواد د ډونالډ ټرمپ زور له افغان کډوالو باسي. امريکا پر پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د نه همکارۍ له امله ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي. پاکستان تل له افغان کډوالو سياسي ګټه پورته کړې، خو دا ځل بايد دغه ستونزې په اساسي توګه حل شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha