صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | روغتیا | د فېسبوک استعمال ذهني فشار رامنځته کوي

د فېسبوک استعمال ذهني فشار رامنځته کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د فېسبوک استعمال ذهني فشار رامنځته کوي

فيسبوک اوس زياته استعماليدونکې ټولينزه رسنۍ ده، چې د وخت ضايع کولو ترڅنګ په کې د خلکو شخصي معلومات هم خوندي نه دي، چې له کبله يې ځوانان له ذهني فشار سره مخ کړې دي.د يوې نوې څېړنې له مخې ويل شوي، چې فيسبوک د انسان په ذهني فشار رامنځته کولو کې تر ټولو ستر لامل جوړ شوي دي.

په څېړنه کې زياته شوې ده، هغه څوک چې فيسبوک استعمالوي په اعصابي ناروغۍ اخته دي او لا هم ورځ تر بلې زياتيږي، دوی زياته کړې: که چېرې دغه کسان لږ تر لږه د پنځو ورځو لپاره فيسبوک استعمال نه کړي له دې ناروغۍ څخه خلاصيدای شي.دغه څېړنه په استراليا کې د کويينزلينډ څېړنيز پوهنتون کې ترسره شوه، د دې پوهنتون څېړنيزو متخصصينو په خلکو کې د ذهني فشار او نورو ذهني ناروغيو زياتېدلو ته په کتلو سره يوه مطالعتي څېړنه وکړه.د دغې څېړنې پرمهال له ځينو ځوانانو چې فيسبوک يې په دوامداره توګه استعمالاوه ازموينه واخيستل شوه، چې په دې ازموينه کې ځوانان په دوه ګروپونو ووېشل شول.يوه ګروپ ته د پنځو ورځو لپاره د فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو څخه د لري والي او نه استعمالولو په اړه وويل شول، خو بل ګروپ ته د معمول په څېر د فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو د استعمال اجازه ورکړل شوه. په څېړنه کې له شاملو کسانو څخه وروسته له پايلې معلومه شوه هغه کسان چې له فيسبوکه لري وو، ددوی په بدن کې د کوليسترولو کچه کمه شوې وه او همدا ډول ذهني فشار يې هم ټيټ يا کم شوى و.او د هغو کسانو پايلې چې د معمول په څېر يې فيسبوک او ټولنيزې رسنۍ استعمال کړې، د هغو نورو په پرتله د کوليسترول کچه او ذهني فشار پورته شوي و.له دې ځوانانو څخه د ازموينې نه وړاندې او وروسته يو يو ټيسټ واخيستل شو، په پايله کې څرګنده شوه، هغه کسان چې له ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول له فيسبوکه لري وو د هغوی د ذهني هارمونونو د فشار کچه ټېټه وه، د دې اصلي لامل له فيسبوک څخه د شخصي معلوماتو خوندي ساتل وو.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha