صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | روغتیا | په افغانستان کې د (( سلام ژوند )) په ذريعه درملنه شونې شوه

په افغانستان کې د (( سلام ژوند )) په ذريعه درملنه شونې شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په افغانستان کې د (( سلام ژوند )) په ذريعه درملنه شونې شوه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په دې وروستيو کې يو انټرنېټي اپليکېشن معرفي کړ ، چې د دي انټرنټي وسيلې په ذريعه د افغانستان د ننه ناروغان کولى شي په بهر هېوادونو کې د ډاکترانو مشورې واوري. دا لومړی ځل دی ، چې په افغانستان کې په انلاين ميتود د ناروغانو درملنه او له ډاکترانو سره د ناروغيو په تړاو علمي مشورې او معاينه ممکنه کېږي.

که څه هم په پرمختللې نړۍ کې  انلاين درملنه زياته مروجه ده ، خو له دې وروسته به په لومړي ځل په افغانستان کې د انټرنټ د يو ځانګړي پروګرام له لارې د ډاکترانو او ناروغانو وصلول ممکن شي.د عامې روغتيا وزارت د دي روغتيايي خدمت د عامولو لپاره د يوخصوصي شرکت په همکاري يو اپليکېشن ترتيب کړې، چې ناروغان کولای شي هرکله په نورو سيمو يا هېوادونو کې له معالجو ډاکترانو سره په تماس کې شي.د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز څه موده وړاندې وويل: دا اپليکېشن به په افغانستان کې د روغتيايی خدمتونو په رسولو کې مرسته وکړي. ډاکتر فيروز وايي: روغتيايي کارکوونکي به له دې اپليکېشن څخه په دوو روغتونونو کې کار واخلي.د چارواکو په وينا د صحت طفل او شيخ زايد په روغتونونو کې، ددې له معرفۍ سره په روغتونونو کې د کار سرعت زياتېږي او ناروغ به په دې پوهيږي چې په روغتون کې کوم خدمتونه امکانات شته او کوم ډاکتر نوکريوال دی. ددغه  وزارت په  وينا له دې وروسته ډاکتر اړ نه دي ، چې نسخه وليکي بلکې ټول اجراات به الکټرونيکي کوي.په نړيوالو مرستو کې يوازې د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره د افغانستان د روغتيا له وزارت سره د حفظ الصحې او تغذيې، د صحي خدمتونو د ادارو د قابليت دلوړولو، د محلي روغتيايي خدمتونو د پراختيا او د ماشومانو د اسهال او خوارځواکۍ د مخنيوي پروګرام، د توبرکلوز د درملنې او وقايي او د مور او ماشوم د تغذيې او سالمې ودې لپاره ګډه همکاري کوي.د افغانستان اکثريت ناروغان خصوصاً د زړه ناروغيو، پښتورګو، لويو عملياتو او جدي عملياتو لپاره بهرنيو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته ځي.په داسې يوه هېواد کې چې روغتيايي خدمتونو ته لاس رسي په پراخه کچه نه شته او زياتره خلک په کليوالو سيمو کې له روغتيايي خدمتونو محروم دي، څنګه کولی شي ، چې له داسې يوه اپليکېشن څخه ګټه پورته کړي.

 ډاکتران وايي: روغتيايي خدمتونه په ټول جهان کې ډيجيټل شوي او په افغانستان کې هم دا خدمتونه ډيجيټل کېدو ته اړتيا لري.دا اپليکېشن (( سلام ژوند )) نوميږي، په لومړي سر کې به په دوو روغتونونو کې عملي شي او په دولتي روغتونونو کې وړيا دى.

 ډاکتران زياتوي : دا چې طبابت پرمختګ کړى او د ناروغيو نوي ډولونه هم زيات شوي ، نو د درملنې
پخواني ميتودونه بايد د درملنې په نويو طريقو بدل شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha