صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | روغتیا | په روغتيايي خدمتونو لاسرسۍ د هر وګړي حق دى

په روغتيايي خدمتونو لاسرسۍ د هر وګړي حق دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په روغتيايي خدمتونو لاسرسۍ د هر وګړي حق دى

دعامې روغتيا وزارت دروغتيا نړيواله ورځ د (( پوشش صحت همه ګاني ، همه کس درهرجا )) تر شهار لاندې پرون ونمانځله .دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وويل يوه عالي خبره ده چې هر څوک په روغتيايي خدمتونولاسرسۍ ولري او په روغتيايي خدمتونو لاسرسۍ دهروګړي حق دى له جغرافيايي موقعيت په پام کې نيولوپرته ياله کوم نژاد څخه دى حق لري چې په روغتيايي خدمتونو لاسرسۍ ولري .

ډاکتر فيروز زياته کړه : نړۍ   په زياترو پرمختللو  هېوادونوکې ټول انسانان په روغتيايي خدمتونو لاسرسى  نه لري .  دامريکا  هېواد دکلني عايد له  پلوه  له بل هر هېواد څخه څو برابره  مخکې دى خو لاتراوسه پورې هم په امريکا کې څلور مليونه تنه انسانان  په روغتيايي خدمتونو لاسرسى  نه لري .  ده وويل  له  ٢٠٠٢   ميلادي کال   څخه تراوسه پورې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې ديادونې وړ پرمختګونه شوي دي  په  ٢٠٠٢  ميلادي کال کې په سلو کې نهو خلکو په روغتيايي خدمتونو لاسرسۍ  درلود خو اوس که چيرې يو ساعت واټن په پښو ووهي په سلو کې شپيته خلک په روغتيايي مرکزونوکې په خدمتونو لاسرسۍ پيدا کوي او که چيرې دوه ساعته  په پښو  لاره وکړي  په سلوکې تر نوي پورې خلک په روغتيايي خدمتونولاسرسۍ  پيداکوي .   ده وويل چې په دې وروستيو وختو کې موڅه دپاسه څلويښت روغتيايي مرکزونه جوړ کړل چې وکولاى شو دخلکو لاسرسۍ زيات کړو ، دروغتيايي  مرکز او کورنۍ ترمنځ واټن لنډ شي .  ده دميندواوماشومانو دمړينې دکچې کمښت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په  ٢٠٠٢  ميلادي کال کې په هرو سلو زرو ژونديو زيږونونو کې  ١٦٠٠  ميندې  له منځه تللې خو دغه شمير  په  ٢٠١٥ ميلادي کال کې  ٣٩٦ ته کمښت وموند ، دغه راز دماشومانو ترمنځ دمړينې کچه په هرو سلو زرو زيږونونوکې له  ٢٥٧ ماشومانو څخه  ٥٥ ماشومانو ته کمښت وموند .   دغه راز ډاکتر فيروز زياته کړه دعامې روغتيا وزارت له حکومت او له خپلو نړيوالو همکارانوسره يو داسې طرحه شريکه کړې ده چې په هغې کې دتنباکو او دهغو نورو محصولاتوپه ګډون چې له هغو څخه په استفادې سره دانسان روغتيا ته زيان  رسيږي دزيان لرونکو مالونو په واردونکو د مالياتو په وضع  کولو باندې زيات ټينګار شوى دى  او ددغې طرحې په تطبيق سره  نه يواځې دهېواد کورني عوايد زياتيږي بلکې دعامې روغتيا وزارت بودجه هم زياتيږي   په همدې حال کې داستازو په مجلس  کې دروغتيا دکميسيون رييس مجيب  الرحمن  څمکنى  ددغې ورځې   دنمانځنې  موخه په روغتيايي خدمتونو دخلکو دلاسرسى  دزياتوالي لپاره دمناسبو  لارو چارو لټول وبلل او ويې ويل  چې دعامې روغتيا وزارت له شته چلنجونو او ننګونو سره  سره په دې بريالى شوى دى چې په هېواد کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو بهير ښه کړي او په روغتيايي خدمتونو دخلکو دلاسرسۍ  کچه  لوړه کړي .  له بلې خوا په افغانستان کې دنړۍ دروغتيايي سازمان استازي ډاکتر يک کيپرکورن وويل چې په څو وروستيو  کلونو کې دروغتيا په برخه کې زيات  پرمختګونه شوي دي چې دنړۍ روغتيايي سازمان څرګند رول پکې درلود او موږ هڅه کوو چې په راتلوونکو  کلونوکې دعامې روغتيا وزارت په همکارى  دهېواد په لرې پرتو سيمو کې هم  په ښه کيفيت  سره روغتيايي خدمتونه برابر کړو .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha