صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | روغتیا | په تخارکې تاجکستانۍ ډاکترانې د افغان ښځو درملنه کوي

په تخارکې تاجکستانۍ ډاکترانې د افغان ښځو درملنه کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په تخارکې تاجکستانۍ ډاکترانې د افغان ښځو درملنه کوي

د تخار په سرحدي ولسوالۍ خواجه بهاوالدين کې تاجکستانۍ ډاکټرانې د افغانو ښځو درملنه کوي.

افغانې ډاکترانې د جګړو او نا امنيو له امله په لرو پرتو سيمو کې کار ته زړه نه ښه کوي، خواجه بهاوالدين هغه ولسوالۍ ده چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري او څو ځله پرې طالبانو بريدونه کړي.

ډاکټره مملکت عبدالله زاده لس کاله وړاندې دې سيمې ته د يوه نا دولتي روغتيايي بنسټ په مرسته راغلې. دا له څو نورو ښځينه ډاکترانو سره د تخار ولايت په نا امنې ولسوالۍ خواجه بهاوالدين کې په کار بوخته ده.

آغلې مملکت وايي: د کار ځای يې خوندي نه دي د نوموړې پر وينا، (( ډېر وخت د شپې له خوا د ډزو غږونه اورو، ډاريږو، موږ د طالبانو د ناروغانو درملنه هم کړې او کوو يې. ښځې دلته راځي او خپله وايي چې مېړونه يې طالبان دي.))طالبانو په دې وروستيو کې څو ځله د دغې ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ او د يوې لنډې مودې لپاره ياده ولسوالۍ له دې ډلې سره وه.دا تاجکستانۍ ډاکټره څو ځله د افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې شاهده وه، خو بيا هم غواړي دې سيمه کې کار وکړي، هغه وايې: دلته خوږې او ترخې خاطرې لري.

نوموړې وايي: (( ډېرې خاطرې لرم او د ډېرو جګړو شاهده يم، هغه جګړه مې هېڅ نه هېرېږي چې د القناق په سيمه کې وه، بوږنونکې پېښه وه، ډېر زلمي په کې وژل شوي وو، د چا سر نه و د چا پښې نه وې د بل لاس نه و.))

د سيمې خلک وايي : د ښځينه ډاکترې په نه شتوالي کې له ستونزو سره مخ دي. فيروزه هغه مېرمن چې له يوې لرې سيمې دې ډاکترې ته راغلې وايي: (( نارينه ډاکترانو ته نه شو ورتلي، دلته د ښځينه ډاکترې ډېره اړتيا ده. حکومت بايد پاملرنه وکړي.)) ،خو پوښتنه دا ده چې ولې افغان ډاکترانې دلته کار نه کوي؟ نا امني او لرې والی د دې لامل شوي، چې افغانې ډاکترانې دې سيمې ته د ورتلو لپاره زړه نه ښه کوي.د تخار د عامې روغتيا مشر حفيظ الله ساپي وايي: (( د ښځينه ډاکترانو کمي نه يوازې په دې سيمه ،بلکې په ټولو ولسواليو کې لويه ستونزه ده.))يوازې تاجکستاني ډاکترانې نه دي چې افغانستان کې فعاليت لري، د هېواد د سويلي او ختيځو ولايتونو ځينو برخو کې هم د روغتيا وزارت له همغږۍ پرته يو شمېر ايرانۍ او پاکستانۍ ډاکترانې او نرسانې د افغان ښځو درملنه کوي.افغان حکومت د نړيوالو مرستندويه بنسټونو په مرسته غواړي لرو پرتو سيمو کې ښځو ته روغتيايي آسانتياوې برابرې کړي، خو د خلکو پر وينا لا هم په ډېرو سيمو کې د ښځينه ډاکترانو نشتوالي لويه ننګونه ده.   فضل‌احمد يلغوز

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha