صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | روغتیا | په هېواد كې د نري رنځ د تشخيص او درملنې لپاره ستنډرد لابراتوارونو ته اړتيا ده

په هېواد كې د نري رنځ د تشخيص او درملنې لپاره ستنډرد لابراتوارونو ته اړتيا ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په هېواد كې د نري رنځ د تشخيص او درملنې لپاره ستنډرد لابراتوارونو ته اړتيا ده

دعامې روغتيا وزارت وايي: د روغتيا د نړيوال سازمان د راپور له مخې: په افغانستان کې هرکال شااوخوا ۶۱۰۰۰ کسان په توبرکلوز يا نري رنځ اخته کېږي.

د دغه وزارت د توبرکلوز يا نري رنځ د څانګې مسوولين وايي: په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د رسولو په برخه کې د عامې روغتيا وزارت له هڅو سره سره، اوس هم په هېواد کې هرکال شااوخوا ۱۲۰۰۰ کسان د نري رنځ د ناروغۍ له امله مري.دعامې روغتيا وزارت د نري رنځ د څانګې مشر ډاکتر خالد صديق پرون وويل: (( د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د نري رنځ خدمتونه د کابو ۲۳۵۵ روغتيايي مرکزونو له لارې خلکو ته رسول کېږي، په دغو مرکزونو کې د يادې ناروغۍ تشخيص د ميکروسکوب په واسطه کېږي او درملنه يې تر شپږو مياشتو پورې دوام کوي.))ښاغلي صديق وايي: په افغانستان کې د نارينه وو په پرتله ښځې ډېرې په دغې ناروغۍ اخته کېږي چې له امله يې ښځې د بې اولادۍ له ستونزې سره هم مخ کېږي.د ښاغلي صديق په خبره، د نري رنځ درملنه له ۶ مياشتو نيولې تر ۱۸ مياشتو پورې وخت نيسي.د مارچ ۲۴ مه د نري رنځ پرضد د مبارزې نړيواله ورځ ده او افغان چارواکي هرکال دغه ورځ نمانځي او پر وړاندې يې د مبارزې ژمنه کوي.توبرکلوز يا نري رنځ که څه هم يوه ساري ناروغي ده، خو د وقايي او درملنې وړ ده او ډاکتران وايي: هغه کسان چې له دوو اوونيو زيات ټوخي ولري، بايد د تشخيص او درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ورشي.د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې: په کم عمر کې ودونه، ناپوهي، بېوزلي او نا سم خواړه پر نري رنځ د اخته کېدو عمده لاملونه دي.متخصص ډاکتران وايي: توبرکلوز يا نري رنځ ډېر ډولونه لري لکه، د هډوکو، معدې، امعا، رحم او نور او که درملنه يې ونه شي، د انسان د مړينې لامل ګرځي.په ورته وخت کې د بې پولې ډاکترانو سازمان په دې اړه په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې يې د مبارزې په هدف، ځينو ناروغانو ته نوي درمل پيل کړي چې د يادې ناروغۍ د درملنې لپاره اغېزمن ثابت شوي دي.د افغانستان د مشرانو جرګې د روغتيايي چارو د کمېسيون غړې طيبه زاهدي وايي: د عامې روغتيا وزارت يوازې د توکلوز د درملنې لپاره نه، بلکې په هېواد کې د ټولو ناروغيو د تشخيص او درملې لپاره بايد باکيفيته خدمتونه وړاندې کړي.نوموړې زياته کړه: (( که څه هم په دې برخه كې کارونه شوي او په تېرو څو کلونو کې هڅې هم شوي، خو په خواشينۍ سره چې په هېواد کې مناسب روغتيايي خدمتونه نه شته، يوازې د توبر کلوز لپاره نه، بلکې د نورو ناروغيو د درملنې لپاره هم يو ستنډرد کلنيک نه لرو، يو روغتون هم ستنډرد لابراتوار نه لري او موږ له دې امله اندېښمن يوو.)) مېرمن زاهدي وايي: څرنګه چې نري رنځ يوه خطرناکه او ساري ناروغي ده، نو ځکه د عامې روغتيا وزارت بايد د دغې ناروغۍ د تشخيص او درملنې لپاره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ستنډرد تشخصيه لابراتوارونه او د درملنې مرکزونه جوړ کړي.        خان محمد سيند

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha