صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | روغتیا | "شپږ مېليون افغان ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد واکسين ورکړل شي"

"شپږ مېليون افغان ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد واکسين ورکړل شي"

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
"شپږ مېليون افغان ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد واکسين ورکړل شي"

د افغانستان عامې روغتيا وزارت وايي، شپږ مېليونو ماشومانو ته به په هېواد کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين ورکړي، چې په ۲۱ سويلي، سويل ختيځ او ختيځ ولايتونو ولسواليو کې دي دوی د دغو واکسين ورځ پرون دوشنبه ښوودلې ده.

 د دغه وزارت د چارواکو په خبره، د ۲۰۱۸ کال د پوليو واکسين په دغه دويم پړاو کې به يوازې د هغو سيمو ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړل شي چې د دغه وېروس د خپرېدا له خطر سره مخامخ دي. دا په افغانستان کې په روان ۲۰۱۸ ميلادي کال کې د پوليو واکسين دويم پړاو دی چې تر لومړي پړاوه شاوخوا دوې اوونۍ وروسته پلی کېږي.

د عامې روغتيا په وزارت کې د پوليو د له منځه وړلو پروګرام د عامه پوهاوي برخې چارواکي ميرجان راسخ وايي، په دغه پړاو کې به تر شپږ مېليون ډېرو هغو ماشومانو ته له ګوزڼ ناروغۍ د خونديتوب واکسين ورکړل شي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په دې موخه يې په ژمي کې د دويم ځل لپاره د پوليو واکسين کمپاين پېل کړی چې په ساړه موسم کې د پوليو ويروس د خپرېدو کچه کمه وي او په ښه توګه يې د لېږدېدو مخه نيول کېدای شي.

دوی همدا راز وايي، په سويل او سويل ختيځ سيمو کې دا ويروس تر ډېره له منځه تللی، خو په دغو سيمو کې پاکستان ته تګ راتګ لا هم د پوليو وېروس د خپرېدو يو لامل دی.

بله خوا د ښاغلي راسخ په وينا، ځينې امنيتي مسايل شته چې ښايي ۶۰ زره ماشومان په دغه پړاو کې هم د پوليو ضد واکسين څخه بې برخې پاتې شي. خو دی وايي، د سيمه ييزو خلکو او سپين ږيرو په منځګړيتوب او همکارۍ هڅه کوي دا شمېره راټيټه کړي. د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې د پوليو درې مثبتې پېښې ثبت شوې چې يوه يې په ننګرهار او دوه په کندهار کې وې. دغه وزارت غواړي سږکال دې ته ورته نهه نور کمپاينونه هم ترسره کړي. د پاکستان او نايجېريا په ګډون افغانستان هم په هغو هېوادونو کې دي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي پکې په بشپړ ډول له منځه نه ده وړل شوې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha