صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | هغه شپږ ورځني عادتونه چې روغتيا مو اغېزمنوي

هغه شپږ ورځني عادتونه چې روغتيا مو اغېزمنوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

ځېنې انساني عادتونه چې په ورځني ډول ترسره کېږي، روغتيا اغېزمنه کوي او شايد مرګونې ناروغۍ هم ثابتې شي ، چې له ډاکتر څخه يې احتياط غوره درمل دي. دغه عادتونه چې تقريباً زياتره کسان پرې اخته دي په لاندې ډول دي:

د خوب نشتوالى: خوب، يا د ناروغۍ په حالت کې ورکېږي، يا د دفتري کارونو د فشار، يا د انټرنېټ زيات او په ځانګړي ډول د ټولنيزو رسنيو استعمال او يا د شپې ناوخته کيناستلو سره سخت اغېزمن کېږي، چې ورسره بيا د ورځې په اوږدو کې سړي د ستړيا او دماغي فشار احساس کوي، چې له امله يې د ذهني کمزورۍ او اعصابي سرطان د پيدا کېدو امکانات زياتېږي. د روغتيا متخصصين وايي ،چې بايد له دغو ناوړه عادتونو ځان خلاص کړو او د شپې له خوا دې له شپږو څخه تر اتو ساعتو خوب ترسره شي.

سپورت نه کول: د بدن فعال ساتلو لپاره د ورځې په اوږدو کې سپورت کول ډېر اړين دي، که داسې ونه شي د بدن په بندونو، هډوکو او غړو کې سخت دردونه راپيدا کېږي.

اوچتې څپلۍ پښو کول: ښځې په عام ډول د لوړو تليو والا څپلۍ پښو کوي، چې په روغتيايي لحاظ د دوی لپاره يوه ناروغي بلل کېږي، ددې له امله د ملا دردونه راپيدا کېږي، شايد ښځو ته ددې په اړه معلومات نه کېږي، خو د دا رنګه څپليو له کبله په پوندو او د ملا په هډوکو کې دردونه زياتېږي.

په غاښونو نوکان غوڅول: په ترکيه کې د يوې شوې څېړنې په ترڅ کې ويل شوي، چې په خوله يا غاښونو دنوکانو غوڅولو (چې په اصطلاح غاښونه خوړل ورته ويل کېږي)، له کبله ۷۶ سلنه خلک له نس ناستي ((اسهال)) ناروغۍ سره مخ شوي دي، چې کله کله مرګونې هم ثابتيدای شي. طبي کارپوهان خبردارى ورکوي چې په نوکانو کې داسې بکترياوې ((جراثيم)) موجود دي چې په بدن کې د زهرو په شان خپرېږي.

سګريټ څکول: نېشه يا سګرېټ څکول له ژوند سره لوبې کول دي، ډاکټران له نېشه يي توکو څخه همېشه په سختۍ سره د ځان ساتلو توصيه کوي، ځکه چې سګرېټ څکول سږو، معدې او پښتورګو ته زيان رسوي، چې په پايله کې د ټي بي (TB) ناروغۍ، هيپاټايټس اي او بي او د سرطان غوندې مرګ ګواښوونکې ناروغۍ رامنځته کېږي.

په خپل وخت ډوډۍ نه خوړل: بې وخته ډوډۍ خوړل نه دا چې ګټه يې نه وي بلکې يو شمېر ناروغۍ رامنځته کوي، ځکه چې بدن د هر وخت لپاره د خپلو پروټينو پوره کولوته اړتيا لري، که پخپل وخت ډوډۍ
 ونه خوړل شي او د سهار چاي په غرمه او د غرمې ډوډۍ ماښام او د شپې ډوډۍ ناوخته وخوړل شي، د معدې تيزابيت، سوځېدل، دبدن کمزورۍ، د هاضمې خرابېدل او يو شمېر نورې ناروغۍ رامنځته کوي. طبي کارپوهان وايي چې د ښه صحت لپاره
بايد پخپل وخت ډوډۍ وخوړل شي
.                     

                             وحيدالله  

 

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha