صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | د غوږونو سرطان

د غوږونو سرطان

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

غوږونه هم د بدن د نورو غړو په څېر ځانګړي جوړښت او دندې لري، چې د اوريدو يو ځانګړي او مهم ارګان دی. د غوږونو دنده دا ده، چې غږ د تشخيص لپاره دماغ ته په ډېرې چټكۍ سره استوي هلته تشخيصېږي او خپله ډېرې پېچلې مرحله مخ ته وړي او پرېکړه کوي، له دې څخه د ثانيې په څو ومه برخه کې تر سره کېږي، نو ويلاي شو، چې غوږونه هم د انسان د نورو غړو په څېر د خدای پاک لوی نعمت دی، چې پر خپل مخلوق يې لورولی دی، انسان اړ دي چې د خدای پاک د دې لوی نعمت شکر پر ځای کړي او ښه ساتنه يې وکړي.

غوږونه درې برخې، داخلي، خارجي او هډوکې يادولي شو. غوږونه هم بېلا بېل د سرطان ډولونه لري، چې د غوږونه په طبقاتو يا د دغه اورگان په پوستكي كې پيدا كېږي. که څه هم د غوږونو له سرطان ډېري خلک بې  خبره دي، نو اړينه ده چې دې مهم ارګان ته پاملرنه وشي او په سمه ساتنه کې يې پوره پوره پاملرنه وشي. له نېکه مرغه د سترګو د سرطان په څېر د دې ناروغۍ سلنه هم په نړيواله کچه ډېره ټيټه ده، يعنې ډېر کم کسان پرې اخته کېږي.

څه پوه شو، چې د غوږونو پر سرطان اخته شوي يو؟

که مو دغه نښې نيښانې په ځان کې وليدې ،نو ښه ده چې له اړوند ډاکټر سره مشوره وکړئ:له غوږونو څخه په پر له پسې توګه د وينو او زوو راتلل.

په غوږونوکې دايمي ټپونه چې هېڅ نه رغېږي.

که له دې نښو سره په اورېدو کې هم درته ستونزه پيدا کېږي، نو ښه ده چې په اړه يې جدي ګامونه واخلي او خپل ځان ډاډه کړئ.

دغه سرطان په ډېرې چټکۍ سره وده کوي، خو له بده مرغه تر اوسه جوته نه ده چې په افغانستان کې څومره کسان پر دې ناروغۍ اخته دي او څومره کسان يې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي، خو اوس نړيوال راپورونه وايي، چې د دې ناروغۍ درملنه يو څه آسانه شوې ده.

د دې سرطان پر وخت تشخيص او د خلکو پوهاوي په دې برخه کې اړين دي او کولی شئ چې د دې ناروغۍ سلنه ډېره راکمه کړي.

نښې نيښانې:  لاندې نښې نيښانې جدي ونيسئ او په اړه يې جدي ګامونه پورته کړئ.

په غوږ کې تمرو او يا هم زخم

په غوږ کې درد

په يوه او يا دواړو غوږو کې يو دول غږ (ترنګ) اورېدل

د غوږ خونرېزي او يا هم ترشحات

په سم ډول د اواز نه اورېدل

د مغزو ستونزه

سر دردي

 او داسي نور

ډولونه:

د غوږ د خارجي څانګې سرطان

د غوږو مجراي سرطان، چې د د غوږو په مجرای يا بهرنۍ برخه کې ليدل کېږي.

د غوږ د منځنۍ برخې سرطان

او د غوږو د داخلي برخې سرطان

Basal cell cancer, Melanoma, Adenoid cystic, Adenocarcinoma

تشخيص:

كه چېرې اړونده ډاكتر د غوږو د سرطان پر ځينو نښو شکي شي، نو كېدای شي چې د تثبيت لپاره لاندې معاينات ترسره كړي:

بيوپسي

ام. آر. اي

سي. ټي .سكن

او د اړتيا پر مهال داسې نور معاينات.

 درملنه:

درملنه يې د ناروغ د حالت او د تومور د اندازې او ځای پورې اړه لري. كه په لومړنيوحالاتو يا مراحلو كې تشخيص شي نو درملنه يي هم ښه ترسره کېدای شي. دغه ناروغي د جراحۍ، راديو تراپۍ او كميوتراپۍ په مرسته كنټرولېدای شي.

مخنوي:

د روغتيا ځينې كارپوهان د سبزۍ، ميوو او غلو دانو ډېر كارول، د دخانياتو نه استعمال، په متواتر او منظم ډول سپورت كول او پر وخت د بدن طبي چك کول اړين موارد بولي، چې هېواد وال بايد ورته جدي پام کړي، تر څو له ګڼو ناروغيو څخه يې ځان ژغورلی شي.    

                 ډاكتر جاويد ساپي

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha