صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | ساينس پوهانو د زړه د ناروغانو لپاره نوې آله جوړه کړې

ساينس پوهانو د زړه د ناروغانو لپاره نوې آله جوړه کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

ساينس پوهانو د زړه د ناروغانو د زړه د ضربان د جاري ساتلو لپاره يوه نوې اله جوړکړې ده ، د يوه ناروغ د زړه ضربان ١۴ کلونو پورې پرخپل حال ساتي.

دا کوچني پيسميکر چې ٢۴ ميلي متره اوږد او د (( ون ټائپ ډې ميکرا)) په نامه يې ډاکتران پېژني، مستقيماً د ناروغ په زړه کې ايښوول کېږي. له دې آلې همدا اوس د نړۍ په څلوېښتو هېوادونو کې د ١٥٠٠٠ ناروغانو د ژوندي ساتلو لپاره کار اخيستل کېږي.د امريکې د اوهايو ايالت د ويکسنر ميډيکل سنټر ډاکتر رالف اگوسټيني وايي : دا نوې کوچنۍ اله ناروغان له هر قسم ساري ناروغۍ خوندي ساتي، ځکه چې الکټروډونه يې په يوه قوطي کې خوندي ساتل کېږي او د ليډ يا سربو نه استفاده په کې ضروري نه وي. همداشان د ناروغ سينه هم نه سورۍ کېږي او کوم کامپليکيشنونه چې د سربو په وجه رامنځ ته کېدل، د هغوی چانس هم کمېږي.

ډاکتر اگوسټيني وايي : دا نوې آله په ٢٠١۴ ميلادي کال کې په امتحاني توگه د (( تريجو)) په نوم پر يوې ناروغې په برېاليتوب وازمايل شوه او د امريکا د فډرالي حکومت د درملو د منظورۍ ادارې يا FDA ايف ډي اې، په ٢٠١٦ ميلادي کال کې په رسمي توگه منظوره کړه.ددې الې بيټرۍ ١۴کاله چلېږي او ډاکټران کولای شي ،چې يوه بله اضافي بيټري هم په کې ولگوي او د ضرورت په وخت کې يې فعاله کړي.ميکرا د ناروغ د زړه ضربان په نورمال حالت کې ساتي او ژوند يې له ناڅاپي کامپليکيشنونو خوندي کوي، خو دا کوچنۍ آله د ټولو ناروغانو لپاره يو شان گټوره نه ده. هرڅومره چې ټکنالوژي پرمختگ کوي شايد چې لا زيات ناروغان له دې پروسيجر نه گټه واخلي.

ډاکتران وايي : د کلونو پرله پسې ناروغۍ سره ، سره د (( تريجو )) په نوم امريکايي ميرمن چې دا کوچنې پيسميکر يې لگولى په ارامه ژوند کوي او له کومې غټې ستونزې سره نه ده مخامخ شوې.

ددې نوي پېس ميکر په برکت په نړيواله کچه د زړه د ناروغۍ په درملنه کې يو ستر بدلون رامنځ ته شوى او د هغو ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو هيله زياته شوې ،چې د زړه په سخت رنځ اخته دي.دا نوې آله د مروجو پيسميکرانو په مقايسه لس چنده کوچنۍ ده خو گټه يې تر ټولو زېاته ده. زېاتره پيسميکرونه په بټريو چلېږي او په جوړولو کې يې له ليډ يا سربو نه استفاده کېږي، چې د يوه ناروغ د بدن له اوږې سره نږدې د پوستکي لاندې ځای پرځای کېږي. له همدې امله ډېر ناروغان چې دا ډول پيسميکورنه استعمالوي د زړه له جراحۍ وروسته په ساري ناروغيو هم اخته کېږي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha