صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | د منظور پښتين خولۍ د حق غوښتنې پر سمبول بدلېږي

د منظور پښتين خولۍ د حق غوښتنې پر سمبول بدلېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د پښتنو د پرلت مشر منظور پښتون چې دا مهال په کوټه کې غونډې لري په رسنيو کې يې خولۍ مينوال پيدا کړي دي.له څو ورځو راهيسې د ده خولۍ ته ورته ټوپۍ په سر کېږي او هر څوک ور سره خپل نظر څرګندوي چې ولې يې دا خولۍ په سر کړې ده،خو ځينې داسې کسان هم شته چې ډېرې خولۍ يې اخيستې او نورو ته يې ډالۍ کوي.افغان انځورګر او مدني فعال حمدالله ارباب په خپل فيسبوک کې داسې انځور خپور کړى چې هم يې خپله او هم يې څو ماشومانو ته د منظور پښتين په څېر خولۍ ور په سر کړې دي.

نوموړى وايي: د دې خولۍ په پسرولو سره د منظور پښتبن د فکر خپرول او له دې فکر څخه د خلکو خبرول غواړي، 

(( پښتون د لر او بر پښتون لپاره هيله ده د دوی د زړه غږ دى زه يې ملاتړى يم او په دې خولۍ سره د ده ملاتړ څرګندوم. غواړم خپل ولس مې منظور پښتون خپل سمبول وګرځوي.))دی وايي: اته خولۍ يې ملګرو ته وېشلې، (( نورې مې په اخيستې چې کلي ته لاړم په ځوانانو يې وېشم او په دې سره د منظور پښتين له فکر ملاتړ څرګندوو. دا مهال پښتانه د سيمې او نړۍ د ځواکونو له خوا وژل کېږي، خو داد خدای لورې نه وه، چې د باچاخان، خوشحال خان او فقير ايپي د افکارو ټولګې دمنظور پښتين په نوم يو ځوان سر پورته کړ او د دې ظلم پرضد يې غږ پورته کړ.))په ننګرهار کې خبريال اکمل ظاهر ترکي هم خپله او هم يو بل ملګري سره په ګډه د منظور پښتين خولۍ ته په ورته ټوپۍ کې انځور اخيستى او ورته ليکلي يې دي:((غواړو د پښتين دا خولۍ د پښتون ژغورنې سمبول وګرځوو او هر کله او هروخت زموږ سره دا فکر پاتې شي.))نوموړى وايي: په ښار کې يې ډېره هڅه وکړه چې هوبهو د منظور پښتين په څېر خولۍ ومومي، خو چې ونه شوه همدا يې خپل ځان او يو بل ملګري ته واخيسته.، خو ليکوال او شاعر سعيد زابلى په کابل کې دا خولۍ موندلې او ور سره ليکلي يې دي د يو نر او باتور پښتون منظور پښتون په تقليد.

دى وايي: منظور پښتين له راپورته کېدو سره ګڼ هغه ارزښتونه چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ننګول شوي وو، بېرته د ښه کېدو په لور روان دي.مثلاً پګړۍ دې وروستيو کې خورا ننګول شوې وه، خو د ده هغه غټه پګړۍ په سر کول لوی ابتکار و.د نوموړي په خبره، نه يوازې له دې غورځنګ سره د پښتنو کلتوري توکي بېرته را ژوندي کېږي، بلکې په رسنيو کې کوز پښتانه د خپلې ژبې خبرې هم کوي.منظور پښتين دا مهال په کوټه کې دی د ده د غورځنګ يوه مخکښه پېغله وړانګه لواڼۍ هم يوه هغه مېرمن وه چې په کوټه کې يې د پښتنو د لانګ مارچ ته په وينا کې وويل، چې پښتنو ته بايد په خپله ژبه د زده کړو حق ور کړل شي.(( پښتانه دې د خپل کلچر په ډول ومني، د زده کړو نظام په ځپله ژبه ور کړي او خپله جامه کې وګرځي چې هر څوک يې د پښتون په نوم وپېژني.))منظور پښتين د مارچ پر ۲۵ مه په پېښور کې غونډه لري، له دې وروسته په اسلام آباد کې بيا پرلت کوي او وايي: ترڅو يې چې غوښتنې منل شوې نه وي تر هغه به خپلې هڅې جاري وساتي.نوموړي په تېره فبرورۍ کې له هغه وروسته
په  اسلام
آباد کې لس ورځني پرلت وځنډاوه چې حکومت ور سره په ژمنو پوره کولو تړون وکړ.دوی له حکومته غواړي، د ترهګرۍ ضد عملياتو کې دې ورک شوي پښتانه راوسپارل شي، له وزيرستانه دې ماينونه پاک کړاى شي او د ترهګرو په پلمه دې پښتانه نور ونه وژل شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha