صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | اميتاب بچن که افغان کډوال؟

اميتاب بچن که افغان کډوال؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

نوي هندي فلم (( ټګز اف هندوستان )) کې مو د مشهور هندي فلمي ستوري اميتاب بچن هغه نوې بڼه يا لږ تر لږه هغه تصوير ليدلى، چې يو شمېر هندۍ رسنۍ او په دغه هېواد کې يې د خواله رسنيو کاروونکي يې په دغه فلم کې د اميتاب د نوي

انداز په توګه ښيي؟ که ځواب مو هو وي، نو پوه شه، چې د ټګز اف هندوستان په نامه درسره ټګي برګي شوې ده.

له څو ورځو راهيسې هندي رسنۍ د يوه سپين ږيري سړي تصوير پرله پسې خپروي، چې عينکې يې پر سترګو دي او پر يوه سترګه يې پټۍ تړلې.

دغه رسنۍ ادعا کوي، چې دغه تصوير د اميتاب بچن دى او د فلمي رول لپاره يې ګواکې دغسې بڼه خپله کړې. اوس معلومه شوې، چې دغه تصوير د اميتاب نه، بلکې په پاکستان کې د شباز (شهباز) په نامه د يوه افغان کډوال دى. دغه راز هم خپله تصوير اخيستونکي يانې مشهور عکاس سټېو مکرې څرګند کړى ، چې وايي په پاکستان کې يې د دغه ۶۸ کلن افغان سپين ږيري کډوال تصوير اخيستى دى او د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ پر ۲۷ مه يې پر انسټاګرام خپور کړى دى.

سټيو مکرې هغه مشهور عکاس دى، چې د افغان مېرمن شربت ګلې اخيستى تصوير يې نړيوال شهرت وموند.

په تصوير کې شهباز د اميتاب په څېر ښکاري او ښايي له همدې کبله يو شمېر کسانو په خواله رسنيو کې دغه تصوير په نوي هندي فلم کې د اميتاب بچن نوې څېرې په نامه لاس پر لاس کاوه. په ټګز اف هندوستان نومي فلم کې د اميتاب بچن تر څنګ عامر خان، کترينه کيف، فاطمه ثنا شيخ هم رول لري. ويل کېږي، دغه فلم به د روان کال په نومبر کې نندارې ته وړاندې شي.

په فلم کې د اميتاب بچن تر څنګ د رول په اړه عامرخان وايي،  بالاخره هغه ګړۍ راغله، چې ما يې انتظار کاوه. ټول عمر مې د اميتاب تمثيل ستايلي او هيله مې درلوده، چې په يوه فلم کې له هغه سره يو ځاى رول ولرم. ټګز اف هندوستان لومړنى
 فلم دى، چې اميتاب او عامر خان په کې يو ځاى رول لوبوي
.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha