صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | د وېټامىن ډي کموالی مو د بدن عضلې کمزوري کوي

د وېټامىن ډي کموالی مو د بدن عضلې کمزوري کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

نن سبا، ډېر خلک د وىټامىن ډي له کمښته شکاىت کوي. د وىټامىن ډي ګولىو ىا تابلىتونو تولىد اوسمهال په ىوه نړىواله سوداګرۍ اوښتى دى.

ځينې كسان وايي: که د لمر له وړانګو وىټامىن ډي اخىستلى شو ، نو ګولىو کارونې ته څه اړتىا ده؟  خو کولاى شو په ىوه لمرىزه ورځ کې په پارک کې وګرځو او وىټامىن ډي واخلو؟ داچې د وىټامىن ډي کمښت بدن ته کوم تاوان رسوي،  په دې اړه  د انګلستان د ست بارس روغتون ډاکترې مارلىن دروس وايي :  (( که په بدن کې مو وىټامىن ډي کم وي، نو عضلې او پلې مو کمزورې کېږي. په زىات عمره کسانو کې د وىټامىن ډي کموالى نه ىوازې د لوېدو په صورت کې د هغو د هډوکو د ماتېدو سبب ګرځي بلکې دوى تر نورو کسانو ډېر لوېږي.))  ىانې د وىټامىن ډي زىات کمښت کولاى شي زموږ د هډوکو د خرابوالي سبب شي؟  (( کله چې د ماشومانو هډوکي وده کوي دوى دې ته اړتىا لري ، چې هډوکي ىې غښتلي او قوي وي. که مو هډوکي کاږه ىا کمزوري وي، نو د دې مانا داده چې تاسو د هډوکو د ودې لپاره پوره منرالونه نه دي تر لاسه کړي. که کمزوري هډوکي او پوره وىټامىن ډي ونه لرئ، کږېږئ. ښايي تاسو د داسې ماشومانو انځورونه لىدلي وي ، چې هډوکي ىې کاږه او منحني شکله وي. دا ماشومان د هند په څېر تودو هېوادونو او د برېتانىا په څېر نسبتاً سړو هېوادونو کې لىدلى شئ، خو دا ستونزې ىوازې په ماشومانو کې نه راڅرګندېږي، بلکې لوىان هم چې وىټامىن ډي ىې کم وي د هډوکو د ماتېدو او خوږېدو له رنځونو کړېږي او هډوکي ىې درز مومي. ))  ماښام چې تىاره وي او لمر نه وي ىا د ژمي په څېر وخت کې چې بدن مو لږ وىټامىن ډي اخلي، د انسانانو بدن کولاى شي د وىټامىن ډي کمښت په بل ډول پوره کړي؟ (( جوته ده چې موږ په ىوه ښه جغرافىاىي سىمه کې ژوند نه کوو، ځکه زموږ هېواد  (برېتانىا) دکال په ډېرو فصلونو کې د لمر وړانګو ته مخامخ نه وي. همدا شان ورېځې زىاتې وي او ورىځ مځکې ته د لمر د وړانګو د رسېدو مخه نىسي. دغه  هېواد سوړ هم دى او په سړه هوا کې ځانونه پوښو، که څه هم تىاره پوټکي د لمر وړانګې په وىټامىن ډي نه بدلوي ، خو څېړنو ښودلې چې د لمر وړانګو د اخىستلو په برخه کې سپىن او تور پوستکي چې په ىوه جغرافىايي ځاى کې ژوند کوي، ىو ډول دي،  خو د پوستکي له رنګ پرته نور لاملونه ښايي د ويټامىن ډي په جذبولو کې ګټور وي. د بېلګې په ډول په فضا کې د لمرىنو وړانګو شته والى او دا چې څنګه کولاى شو د لمر وړانګې واخلو. لس دقىقې د لمر وړانګو ته کېناستل بس دي ، ځکه نو د پوستکي ډېر ډاکتران د لمر د وړانګو ضد کرىمونو د کارولو سپارښتنه کوي ، چې پوستکى مو د لمر له وړانګو خوندي وي. که له ىوې خوا د لمر له وړانګو د بدن ساتل مهم دي خو له بلې خوا د لمر وړانګو ته اړتىا لرو چې د اړتىا وړ وىتامىن ډي تر لاسه کړو. )) ، خو دا تشه جبرانېدلى شي ؟ مثلاً د وىټامىن ډي ګولىو ىا تابلېتونو کارول، فکر کوئ چې د دغو ګولىو کارول د سمندر غاړه کې لمر ته د څملاستلو او لمر وړانګو اخىستلو په کچه ګټور دي؟  (( که څه هم دومره ګټه نه لري ، خو هغه ناروغان چې په بدن کې ىې وىټامىن ډي کم دي موږ هڅه کوو، دا تابلىت ورکړو چې وىټامىن ډي ىې عادي کچې ته ورسېږي، خو د دغو تابلېتونو د کارونې له امله ناوړه اغېزې هم شونې دي. لومړى باىد وواىم که دا ګولۍ زىاتې وخوړلې شي، ښايي تاوان ورسوي، خو که هغه کمې وي او د ورځې دوې ګولۍ وخورو نو ستونزه نه پېښوي. که په بدن کې مو وىټامىن ډي پوره  هم وي د دغو ګولىو خوړل تاوان نه لري ، ځکه هغوى وىټامىن ډي زېرمه کوي او د اړتىا په صورت کې ىې کارولاى شو. که وىټامىن ډي مو کم وي نو دغه ګولۍ منظمې، دوامدارې، د ىوې ټاکلې کچې او وخت په چوکاټکې وکاروئ.))       

 جستىن رولىت

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha