صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | سګرېټ څكول مو د ملا دردونه زياتوي

سګرېټ څكول مو د ملا دردونه زياتوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

سګرېټ څكول نه يوازې دا چې بې ځايه لګښت دى؛ بلکې د بېلابېلو خطرناکو ناروغيو سبب هم کېږي. سګرېټ څکول که له يوه لوري د انسان سږو ته خورا مضر دي،

خو بل لوري ته نويو طبي څېړنو ثابته کړې، چې د ملا دردونه هم ډېرويno smoking.د امريکايي پوهنتون North western څېړونکو ويلي چې سګرېټ څکول په مغزو کې د درد له مسوولو برخو سره پخه اړيکه لري.د فرانسې د روغتيا او روغتيايي زده کړو دطني انسټيټيوټ په حواله د ملا دردونه په ژوندانه کې د ۱۰ بېلابېلو کارونو له امله وي. د څملاستو پرمهال د زنګنو د قات کولو (ماتولو) او کمپيوټر ته له ډېرو کېناستو څخه د ملا درد ډېر پيدا کېږي، سره له دې نور داسې درانده کارونه هم دي، چې د ملا درد ورنه پيدا کېږي، ناڅاپه او يو دم جګېدل او دې ته ورته نورې کړنې دي، چې له امله يې د ملا درد پيدا کېږي.له دغې څېړنې دا هم معلومېږي، چې سګريټ نه څكول د ملا دردونو په کمولو کې هم ډېر رول لري، دغه څېړونکي له هغې وروسته دې نتيجې ته ورسېدل، چې ۱۶۰ تنه هغه کسان يې وازمايل کومو چې د ملا دوامداره درد درلود.دغه کسان ټول د يو کال په اوږدو کې پنځه پنځه وارې ټېسټ شول او هر وار ترې د دوی د سګرېټ څكولو د اندازې او د ملا د دردونو په اړه پوښتنې وشوې، بلاخره څېړونکي دې نتيجې ته ورسېدل چې په مغزو کې د دردونو مسوولې دوه سيمې په سګرېټ څكوونکو کې فعالې وي، او کله به چې دغو کسانو له سګرېټ څكولو لاس واخيست؛ نو د ملا دردونه به يې خورا لږ شول.

                   موسکا ستانکزۍ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha