صفحه اصلی | hiwad | ځانګړی پاڼه | د محجوزينو او بنديانو د حجز او بند د مجازاتو د تخفيف او بخښنې په باب د جمهور رييس حکم

د محجوزينو او بنديانو د حجز او بند د مجازاتو د تخفيف او بخښنې په باب د جمهور رييس حکم

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د محجوزينو او بنديانو د  حجز او بند د مجازاتو د تخفيف او بخښنې په باب د جمهور رييس حکم

د ١٣٩٤ کال د زمري دمياشتې داووه ويشتمې نېټې د ٦٢، د ١٣٩٤ کال دتلې دمياشتې دلومړۍ نېټې د ٩٠، د ١٣٩٤ کال دمرغومي دمياشتې دلومړۍ نېټې د ١١٧، د ١٣٩٤ کال دکب دمياشتې د ٢٦نيټې د ١٦٤، د ١٣٩٤ کال دکب دمياشتې د ٢٩ نېټې د ١٦٥او د ١٣٩٥ کال د ثور دمياشتې داوومې نېټې د ٢٦ ګڼه فرمانونو دګټې اخستوونکو دمجازاتودبخښنې او تخفيف دمنظورۍ په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني حکم :

د محجوزينو اوبنديانو  د  حجزاوبند دمجازاتو د تخفيف  اوبخښنې په باب  د دغو فرمانونو په ٩ او ١٠ مادو کې دليکل شويو حکمونوله مخې ،  دغه مراتب منظور دي .

دبخښني او تخفيف  په شرايطو دبرابرو کسانو د لومړۍ جدول تاييد .

لومړۍ ماده :

 د مجازاتو دبخښنې  او تخفيف دفرمانونو دتطبيق دموظفو کمېسيونونو  له خوا  له برابر شوي جدول سره سم  د ١٢٥٣ تنو دمجازاتو بخښنه او د ٣٨٨٦تنو مجازاتو تخفيف  چې دچارو په اداره کې  تدقيق او بشپړ شوى دى ، تاييد دى .

 دجمهوري رياست دچارو اداره  مکلفه ده  چې دغه جدولونه دتطبيق مراجعو ته  ولېږي .

د تطبيقوونکو کمېسيونونومکلفيتونه: 

 دويمه ماده :

 ١_ په دغو فرمانونوکې  ليکل شوي کمېسيونونه په لنډ ممکن وخت کې ددغه حکم  دضميمه جدولونو په تطبيق مکلف دي .

٢_ دمحکمودارتباط  دمسوولينو ( په جيلونوکې مبصرين اودرژيم آمران) اودحکمونو دتنفيذ او د آزادۍ دسلب دڅارنوالانو په ګډون ټولې  اړوندې مراجعې ،  دمجازاتو دبخښني اوتخفيف دفرمانونو دتطبيق دکمېسيونونو دغړوتر مستقيم  نظر لاندې  ، دراتلوونکو جدولونو په برابرولو کې په جدې توګه  ددغه حکم  دضميمه  اصلاحي سپارښتونو په  رعايتولو  مکلف دي .

 دعدلي او قضايي مراجعو مکلفيتونه: 

درېـيمه ماده :

١_ دلوى څارنوالۍ دارالانشا ، دقضايه قوې  دادارې عمومي آمريت او دکورنيو چارو وزارت دجېلونواو توقيف خونو لوى رياست  مکلف دى  ، دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست دمقام  د ١٣٩٤ کال  دسلواغې  دمياشتې  ديوولسمې نېټې   په  ٢٣٥٢ ګڼه حکم کې دليکل شويو(٣ او٤)  مادو  له صراحت سره سم  اجراات وکړي .

نظارت :

څلورمه ماده :

دحکمونو دتنفيذ او دازادۍ دسلب  دسيموڅارنوالۍ  په سمه توګه  او په خپل وخت  دجېلونو داجرااتو تطبيق  وڅاري  او خپل رپوټ دې په لنډ ممکن وخت کې جمهوري رياست ته وړاندې کړي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha