صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۹۶۰ ميليونو افغانيو په ارزښت ۷ تړونونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۹۶۰ ميليونو افغانيو په ارزښت ۷ تړونونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۹۶۰ ميليونو افغانيو په ارزښت ۷ تړونونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو د کمېسيون غونډه پرون سهار د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.د غونډې په پيل کې د ملي تدارکاتو د ادارې لوی رييس انجنير الهام عمر هوتکي د تدارکاتي اصلاحاتو د مثبتو پايلو د انعکاس، او د ملګرو ملتونو ( يوناما) په تازه راپور کې په تړونونو کې د ملي تدارکاتو ادارې او دملي تدارکاتو د څارنې دکمېسيون د موثرو کړنو يادونه وکړه.

ده د اصلاحاتو په راوستو او له فساد سره د مبارزې د تحقق په برخه کې د جمهوررييس، اجرائيه رييس، د جمهوري رياست د دويم مرستيال او د کمېسيون د نورو غړو له ملاتړه مننه وکړه.وروسته د ملي تدارکاتو کمېسيون په اجنډا کې شاملې پروژې وارزولې او په پايله کې يې د ۹۶۰ ميليونو افغانيو په ارزښت ۷ تړونونه منظور کړل چې لاندې تړونونه پکې شامل دي:

د فارياب ولايت د ميمنې ښار د اوبو رسولو شبکې پروژه؛

د هرات ولايت د فلاحت فارم د اوبو لګولو سيستم د دويمې برخې د جوړولو پروژه؛

د آمو سيند دپنځمې حوزې د پروژې د تطبيق او څارنې د مشورتي خدمتونو تړون؛

د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ د شولګرې  سيند د  غاړې د تحکيماتو تړون؛

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند کندهار ولايت ته د ټيليفون له لارې د معاشاتو د ورکړې پروژه؛

د افغانستان د اسلامي جمهوريت   د اجرائيه رياست د اړتيا وړ دوه قلمه تيلو برابرول؛

د کورنيو چارو وزارت د عامه محافظت او امنيتي تصدۍ د معينيت د اړتيا وړ دسون لرګيو تدارک؛

جمهوررييس غني د ميمني د اوبو رسولو د شبکې او د سرخرود – څپرې د سړک د مشورتي خدمتونو د تړونونو د منظورۍ پر مهال له اړوندو ادارو څخه د دواړو پروژو پر لازمې څارنې ټينګار وکړ.

سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسيون د کابل-جلال اباد دلويې لارې له څپري څخه تر سرخرود پورې د مشورتي خدمتونو د تړون د نيټې د تمديد، د ۲۰۳ تندر قول اردو اود مارشال فهيم  ددفاعي پوهنتون په ساحه کې د ګارډ ټاورونو ساختماني چارې او د کورنيو چارو وزارت د اړتيا وړ قرطاسيې د نيټې تمديد هم تائيد کړ.خو د کندهار د بين‌المللي هوايي ډګر د حفظ و مراقبت پيشنهادي تړون د کمېسيون له لورې رد او له مؤجه دلايلو پرته داوطلب شرکت د آفر له تمديد څخه منصرف او د محروميت پروسې ته معرفي شو.د ملي تدارکاتو کمېسيون پرېکړه وکړه چې له مقيدې سيالۍ په استفادې سره  دې نوې تدارکاتي پروسه پيل شي او څرګنده يې کړه په راتلونکي کې له توجيه پرته دا ډول انصراف سرغړونه او جوړجاړي ګڼل کېږي چې دولت ته د زيان په خاطر به داوطلبان له نورو سياليو محروم شي.همدارنګه د ننګرهار ولايت په حصارشاهي سيمه کې د ۴۰ ميګاواټه لمريزې برېښنا د توليدي پروژې تړون، د نوي کابلبانک د مرکزي او ولايتي دفترونو د فزيکي امنيت د ټينګښت تړون او د غزني ولايت د رشيدانو ولسوالۍ د جغلي سړک بيارغاول د لا زياتې ارزونې په خاطر د کمېسيون له لورې بېرته ور وګرځول شول.په پاي کې د ملي تدارکاتو کمېسيون د کورنيو چارو وزارت د اضطراري تدارکاتو لپاره د ملي تدارکاتو ادارې پيشنهادي طرزالعمل په پرنسيپ کې تائيد او هغه يې د نظر ورکولو په موخه د ماليې او اقتصاد وزارتونو ته راجع کړ.په دغې غونډه کې د جمهوري رياست دويم مرستيال محمدسرور دانش، اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اقتصاد، ماليې او عدليې وزارتونو سرپرستانو، د ملي تدارکاتو د ادارې مسوولينو، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان د شفافيت د څار بنسټ، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصاد د کمېسيونونو، د افغانستان د بيارغاونې لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو د څارنې د ځانګړي استازي (سيګار) او د غوڅ ملاتړ سيستيکا ملي او بين المللي څارونکو هم حضور درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha