صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د اساسي قانون ارزښتونه د ښځو له ونډې پرته نشي عملي کېداى

د اساسي قانون ارزښتونه د ښځو له ونډې پرته نشي عملي کېداى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اساسي قانون ارزښتونه د ښځو له ونډې پرته نشي عملي کېداى

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون سهار د “مسوول وګړي او ځواب ورکوونکي حکومت، په ګډه همکارۍ د سالمې ټولنې ښکارندوي دي” تر نامه لاندې د ښځو پنځم بين‌المللي سمپوزيم په خپلې وينا پرانيست.دغه مراسم چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې،

 د کابينې د غړو، سفيرانو او د يونما د استازي او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د فعالو ښځو په ګډون جوړ شوى ؤ، په پيل کې د هېواد لومړۍ مېرمن د دغه سمپوزيم موخه د ښځو پر عمده مسايلو بحث وباله.جمهوررييس غني په هېواد کې وروستيو تروريستو بريدونو ته اشاره وکړه، وې ويل: زمونږ خلک په وير ناست دي او وروستي تروريستي بريدونه پر ځانګړي قشر او ډلې بريد نه بلکې پر ملي او اسلامي ارزښتونو، ولسواکۍ او زمونږ پر آزادۍ بريد و.هغه زياته کړه،  د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ د دښمنانو ناوړه نيت دا دى چې ۴۰ کلن بحران دوام پيدا کړي او هغوى دا تروريستي بريدونه کوي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره مفکوره نه لري، بلکې په فتنې سره غواړي د بې ثباتى لامل شي.جمهوررييس غني د افغانو ښځو د پينځم بين‌المللي سمپوزيم د جوړېدو له کبله د ښځينه اتحاديو او فعالو ښځو له نوښت او په دې برخه کې له بين‌المللي همکارانو له همکارۍ مننه وکړه.هغه د وطنوالۍ د مسووليت په اړه وويل، دا ټولنيز تعهد او قرارداد دى چې برابر حقوق او وجايب غواړي او د وطنوالۍ لومړنۍ اصل د اساسي قانون درلودل او هغه ته تعهد دى

جمهوررييس وويل، اساسي قانون د ثبات مسئله حل کړې ده، ځکه چې د خلکو په ارادو نظام جوړېږي.جمهوررييس د سمپوزيم ښځينه ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: ستاسو حضور تروريستانو ته دا پيغام رسوي چې وطن سره مينه لرئ او تاسې په ګډې همغږۍ او همکارۍ خپلو کې بحث کوي. افغانه ښځه شاته تګ نه کوي او بيا به له مادي او معنوي فقر سره نه مخ کېږي، افغانه ښځه حضور لري او پايداره به وي.جمهورريس محمداشرف غني څرګنده کړه، زمونږ دولتي فرهنګ لا هم د ښځې خلاف( زن ستيز) دى، افغانې ښځې ته د دويم موجود ګومان مه کوى، افغانه ښځه لومړۍ درجه شخصيت ده.جمهوررييس غني مدني حقوقو ته په اشارې وويل، مدني حقوق د اجتماعي قرارداد تر ټولو عمده بحث دى او د محاکمو په چوکاټ کې تامينېداى شي، که چېرې زمونږ محکمې عادلانه نه وي، د ټولنې نظم له خطر سره مخ کېږي. جمهوررييس د مدني حقوقو پايښت د خلکو په عامه مشارکت کې وباله.هغه وويل، سياسي حقوق د وطنولۍ يا ښاروندوۍ له فعالې ونډې پرته نه شي تامينداى او زمونږ خلک بايد تېر آزاد بحثونه وارزوي، له اوسنيو شرايطو استفاده او راتلونکي لپاره پرېکړه وکړي. جمهوررييس زياته کړه، فقر د ثبات بنيادي دښمن دى او د اقتصادي حقوقو تامين ستونزمن دي.هغه زياته کړه، د حکومت ته  پر ضوابطو د روابطو ميراث پاتې دى او د وطنولۍ مسووليت دا دى چې ضوابطو ته پر روابطو لومړيتوب ورکړي او په دې برخه کې ټول اجماع ته ورسېږو.د هېواد جمهوررييس، هويت او ژبه د فرهنګي حقوقو برخه وبلله وې ويل، دا حقوق زموږ په اساسي قانون کې تسجيل شوي دي او پر متوازن انکشاف ټينګار کوي چې پکې ټولې سيمې، ښځې، نارينه او ځوان نسل په واضح چوکاټ کې مطرح شوي دي.همدارنګه هغه دې ته په اشارې چې زموږ د نظام شکل د راتلونکي لوري په اساسي قانون کې تعينوي وويل، زموږ اساسي قانون د ۱۰۰ کلنې مجادلې پاى دى او زموږ دنده د هغې عملي کېدل دي. جمهوررييس څرګنده کړه زموږ د حکومتولۍ فرهنګ تر اوسه د اساسي قانون مطابق نه دى.جمهوررييس غني د سياست تجارتي کېدل ستره ننګونه وبلله او ټينګار يې وکړ چې سياست دې د پانګونې او سوداګرۍ په بستر نه بدلېږي او هر هغه څوک چې غواړي سوداګر او مالداره شي خپله انرژي دې د سياست په برخه کې نه، بلکې د سوداګرۍ په برخه کې مصرف کړي. : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha