صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د ښځو په ګډون په كورنۍ، ټولنه او اداره كې بايد تاوتريخوالي ته د پاى ټكى كېښودل شي

د ښځو په ګډون په كورنۍ، ټولنه او اداره كې بايد تاوتريخوالي ته د پاى ټكى كېښودل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ښځو په ګډون په كورنۍ، ټولنه او اداره كې بايد تاوتريخوالي ته د پاى ټكى كېښودل شي

دلوى څارنوالۍ له خواپرون دښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره د مبارزې ملي کنفرانس جوړ شو . په دې کنفرانس کې چې دعدالت دتامينولو او په هېواد کې دکورنۍ تر شعار لاندې جوړ شو، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په ټولنه کې دکورنۍ درول او سلامتيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل ، چې زموږ دپرمختګ معيار په کورنۍ ، اداره او ټولنه کې دتاوتريخوالي دارقامو کمښت دى .

  ده دښځو پرخلاف  تاوتريخوالى ديوه چلنج په توګه وباله او زياته يې کړه ، تاوتريخوالى يو تريخ واقعيت دى چې په خپل ځاى کې پاتې دى . ډاکتر عبدالله عبدالله د ښځو پرخلاف  د تاوتريخوالي دکمښت او په هېوادکې د ښځو د حقوقو او دانساني کرامت د ساتنې په  خاطر  د نوي فرهنګ درواجولو  په مقصد د لوى څارنوالۍ هڅې وستايلې او د دغه شان کنفرانسونو جوړول يې چې له هغو څارنوالانو سره چې دتجربو دشريکولو په برخه کې په ولايتونوکې دندې ترسره کوي ډېر ارزښتناک وبلل او ويې ويل هيله ده چې دغه کنفرانس  وکولاى شي بدلونونه رامنځته کړي او په ټولنه کې اغيزې يې ملموسې وي .  ده دغه راز د تورنو کسانو د حقوقو په باب خبرې وکړې او ويې ويل : بايد له تورنوکسانو سره په چلند کې انساني کرامت  په پام کې وي او بايد د قانون د تطبيق په نامه له تورنو کسانو سره تاوتريخوالي  ونه شي په دې صورت کې د هېوادوالو حقوق تر پښو لاندې نه شي . دکنفرانس په بله برخه کې د هېواد د لومړی مېرمنې پيغام هم برخه والو ته واورول شو چې دهېواد دلومړى مېرمنې په پيغام کې ددغه شان کنفرانس جوړول دافکارو دتبادلې په خاطر ارزښتناک بلل شوي دي  او څارنوالانو ته په خطاب کې طرحه شوې ده  (  تاسې  د قانون له لارې دکورنيو دپيوستون د دړې وړې کېدو مخه نيسئ  ،  د سولې د روازې د خلکو پرمخ پرانيزئ، چې خلک دامنيت خاوندان شي )  لوى څارنوال محمد فريد حميدي دکورنۍ د سلامتيا دساتنې او په ټولنه کې دخوندي فضا دبرابرولو په خاطر ددغه شان کنفرانسونو دارزښت په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل ،چې له تاوتريخوالي سره مبارزه يواځې  په قضايي او عدلي ادارو پورې تړلى نه او بايد په نورو برخو کې هم بايد هڅه او هاند وشي چې مطلوبې  نتيجې ته ورسېږو .  ده په ټولنه کې دکورنى  درول يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې په کورنى  کې سالم مديريت کولاى شي په کورنۍ او ټولنه کې دتاوتريخوالي مخه ونيسي .  ده وړانديز وکړ چې يوه اوونۍ دې له کورنۍ سره  دملاتړ په نامه اعلام شي او ټول بنسټونه  دې داسې عملي او ملي چلندونه ترلاس لاندې ونيسي  چې په کورنيو کې خوندي او امن چاپېريال  رامنځته شي .  ده په دې مبارزه کې د ټولو بنسټونو ، روحانيونو ، مدني ټولنې او درسنيو د پيوستون غوښتنه وکړه .  لوى څارنوال دغه راز دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي د مخنيوي په موخه ددغې ادارې دهڅو او هاند يادونه وکړه او ويې ويل ، چې لوى څارنوالۍ تر  ١٣٩٥ کال پورې د هېواد په شلو ولايتونوکې  دښځو پرخلاف  له تاوتريخوالي  سره دمبارزې شل فعال رياستونه لرل  چې له  ١٣٩٦ کال راپه دې خوا دغه شمېر د هېواد څلور دېرشو ولايتونو ته پراخ شول او اوس دغه بنسټ په ولايتونوکې د درې نوي تنو ښځينه څارنوالانو داستخدام خبرورکړ او زياته يې کړه، چې د نويو څارنوالانو شتون کولاى شي په کورنۍ او ټولنه  کې د خوندي فضا په برابرولو کې اغيزمن رول ولري .  دښځو د چارو وزيرې دلبر  نظري هم دښځو پرخلاف  له تاوتريخوالي سره په مبارزه کې ددغه وزارت دکړنو په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل، چې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي  د بشري حقوقو ترپښو لاندې کول دي او داکار په منظمه توګه دستراتيژيکي  فعاليتونو غوښتنه کوي .  د بشر دحقوقو دخپلواک کمېسيون رييسې سيما سمر هم دموضوع په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل، چې بايد په هېواد کې دتاوتريخوالي  دکمښت په مقصد په کورنۍ  کې دتاوتريخوالي جرړې له منځه يوسو  او دپوهاوي لومړى کار کېداى شي  د تعليمي نصاب او رسنيو له لارې ترسره شي .  دې دغه راز بېوزلى په کورنۍ او ټولنه کې د تاوتريخوالي عامل وباله او ويې ويل : تر هغه وخته چې بېوزلي په ټولنه کې واکمنه وي تاوتريخوالى له منځه نه ځي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha