صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهوررييس غني: موږ باىد د نړىوالې ټولنې پر ځاى په خپل ځان متکي شو

جمهوررييس غني: موږ باىد د نړىوالې ټولنې پر ځاى په خپل ځان متکي شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررييس غني: موږ باىد د نړىوالې ټولنې پر ځاى په خپل ځان متکي شو

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني د سې شنبې په مازىګر د کار ملي کنفرانس په اختتامىه مراسمو کې چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوى وو، ګډون او وىنا وکړه.

په پىل کې د کار، ټولنىزو چارو، شهىدانو او معلولىنو وزىر فىض الله ذکي د کنفرانس د بحثونو په اړه خبرې وکړې وې وىل: په دې کنفرانس کې د بېکارۍ د معضلې په بېلابېلو ابعادو او له فقر او بېثباتۍ سره د هغې د اړىکو په اړه صرىح، رغوونکي او هراړخىز بحثونه وشول.هغه زىاته کړه: ګډونوالو په نظري بحثونو بسنه ونه وکړه، بلکې د کار پىدا کولو لپاره ىې روښانه پالىسۍ، عملي پروژې او مشخص هدفونه مطرح کړل چې پر سترو اقتصادي پالىسىو، په ملي کچه د کار د مدىرىت د ښهوالي، د کار پىدا کولو لار نقشې ته د شکل ورکولو او له بېلابېلو اړخونو د بشري پانګې د پراختيا په اړه بحثونه وشول.فىض الله ذکي ووىل: په دې کنفرانس کې په مهمو ملي مساىلو لکه د بوختىا او کاروبار په برخه کې د ښځو د رول زىاتولو، په اقتصاد کې د کوچىانو په ځانګړي ډول د مالدارانو له ظرفىت څخه د استفادې، معلولىت لرونکو کسانو، بېرته راستانه شوىو او بېځاىه شوىو ته د بوختىا د تامىن او پر ماشومانو د درندو کارونو مخنىوي ته ځانګړې توجه شوې ده.وروسته جمهوررييس غني خبرې وکړې او د هېواد د خبرىالانو کورنىو او د رسنىو اتحادىو ته ىې د خپلې ژورې غمشرىکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل وې وىل: دا جګړه د آزادۍ او غلامۍ تر منځ ده، دا آزادي غوښتونکى ملت په آزادۍ کې ژوند کوي ىا به ىوه کوچني اقلىت ته تسليمېږي چې د غلام په څېر ژوند وکړي، که چېرې دوى غواړي دا ملت دې غلامي قبوله کړي، دا کار به هېڅکله هم ونه کړي.هغه له شرعي اړخه په ډاګيزه توګه د جګړې بشپړ نه مشروعىت ته په اشارې ووىل: په ټوله نړۍ کې د صادر شوىو فتواګانو له مخې، د ځانمرګي او چاودىدونکي ځاى دوزخ دى او له شرعي پلوه د دوى پر مخ د جنت دروازې تړلي دي.جمهوررييس ټينګار وکړ: د ىوه کوچني اقلىت ګټې چې پر نېشهيي توکو او د پردىو پر بندګۍ استوارې دي، د جګړې د سىاسي حل مخه نه شي نىولى، ځکه د ملي ىووالي حکومت واضح اراده لري او د افغانستان ملت پر وړاندې د پىل شوي جنګ په مقابل کې به واضح ځواب ووايي.محمداشرف غني ووىل: د امنيتي سکتور د اصلاحاتو له چټکتىا سره په ځانګړي ډول ضوابط پر اړىکو د حاکمولو له لارې د ښاري پولىسو او کار اهل کار ته سپارل زموږ عمده موخې دي.جمهوررييس د کار او  کارىګر د نړيوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ  د افغانستان او نړۍ ټولو کارګرانو ته څرګنده کړه، چې د ملي ىووالي حکومت د کارګر قشر د حقوقو د تامىن او تشبث ترمنځ توازن لپاره کلکه سىاسي اراده لري هغه د ننني اقتصادي وضعىت او د عواىدو د نه ناسم توازن او عواىدو د مصرف په اړه خبرې وکړې وې وىل: له نړۍ سره د افغانستان تړلتىا بې حده او اندازې دي .جمهوررييس د هېواد د صادراتو او وارداتو ناسم توازن ته په اشارې ووىل: زموږ واردات د صادراتو اووه چنده دي چې دا د پرمختګ نښه نه، بلکې د رکود نښه ده.جمهوررييس د نفوسو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ ناسم توازن د فقر د دوام لامل وباله وې وىل: په افغانستان کې افراط او تفرىط حد نه لري، ىو پر درېىمه برخه هېوادوال مو هره شپه په وږي نس وېديږي او واضح اړتىا ده، چې د نفوسو د سلنې او ودې ترمنځ توازن تغىىر  ومومي، ترڅو فقر په اساسي ډول له منځه ىوسو.هغه د بودجې په لګښت کې د وړتىا د نه شتوالي په اړه ووىل: هر مىلىارد چې نه مصرفوو، ىوه سلنه وده له لاسه ورکوو او نه ىواځې دا چې د بودجې لګښت ټيټ دى، بلکې د پروژو بىه بې حده لوړه او کىفىت ىې خورا ټىټ دى .جمهوررييس د نړيوالې ټولنې پر وړاندې د افغانستان حکومت د متقابلو تعهداتو په اړه معلومات ورکړل وې وىل: موږ باىد د نړيوالې ټولنې له اتکا څخه پر خپل ځان متکي شو او دا باىد په رضاىت سره وواىو چې د شپږو کلونو په پاى کې امکان لري دا مقىاس او اندازه ښه نه وي.د هېواد جمهوررييس زىاته کړه: د تحول د لسېزې قرارداد، متقابل قرارداد وو او د اصلاحاتو په بدل کې مرسته ده. زموږ مهمه ستونزه پراخ فساد وو او د نظام د جوړولو لپاره زموږ اصلاحات، د قانون د حاکمىت د تامىن، ټاکنو، د دىموکراسۍ د ټىنګښت، د ښځو د ونډې او فقر له منځه وړل دي.محمداشرف غني څرګنده کړه: د دې لسېزې د پاى موخه له نړيوالې ټولنې سره زموږ د اړىکو، له مرستې څخه سوداګرۍ ته تغىىر او پانګونه ده. هغه زىاته کړه: پانګونې افغانستان ته مخه کړې، د ۱۹ پېړۍ پانګونه زموږ د انزوا لامل وو، خو د ۱۲ پېړۍ پانګونه ګټوره ده.جمهوررييس دې ته په اشارې، چې افغانستان له چا سره دښمني نه لري ووىل: دا د اتصال ځاى دى او هغه افغانستان چې نن ورځ ىې غواړو زموږ د کرېکټ ملي ټىم دى چې څو نړىوال کپونه او سيالۍ ىې وګټلې او د لسو کلونو په موده کې ىې له صفر نه لومړۍ درجې ټىمونو ته ځان ورسوو.جمهوررييس غني پرمتوازن انکشاف او سکتوري توازن ټىنګار وکړ وې وىل: ضروري ده چې د کرنې، صناىعو، کانونو، خدمتونواو ساختماني سکتورونو ترمنځ توازان جوړ شي، ځکه که توازن نه وي موږ دوامداره انکشاف نه شو کولاى.محمداشرف غني د مېرمنو او نارينوو ترمنځ د فرصتونو د توازن پر اىجاد، د ښارونو، کلىو او کوچىانو ترمنځ توازن او د طبىعي، اقتصادي، فرهنګي او بشري پانګو د انکشاف پر توازن هم ټىنګار وکړ.جمهوررييس پر بېړنۍ کارموندنې او دوامداره ودې ټىنګار وکړ وې وىل: د تولىدي اقتصاد لپاره اجماع په کار ده او باىد په ىوه صادرونکي هېواد بدل شو.د هېواد جمهوررييس د ودې پر سلنې پر ملي بحث، د عواىدو لپاره د اهدافو پر تعىىن، پر اقتصادي تولىدي انکشاف او صادراتي نظام ټىنګار وکړ وې وىل: باىد د دې موخو د ممکن کولو لپاره هراړخىزه اصلاحات رامنځته کړو.هغه زىاته کړه: پلان جوړول د نړيوالو همکارانو په اتکاء وه، خو زموږ څارنه کمزورې وه، زموږ ډېر خلک فردمحوره دي او زموږ په دولتي فرهنګ کې د وخت بىه ډېره لږه ده.محمداشرف غني څرګنده کړه: له سلو زرو هکتارو زىاته مځکه د مځکې په بانک کې راجمع شوي چې په دوو راتلونکو کلونو کې به دوه مىلىونه  هکتاره مځکه د مځکې په دولتي بانک کې راشي او باىد ټولې دولتي مځکې د دولتي املاکو په ىوه واضح بانک کې راټولې او دغه راز د افغانستان د خلکو جاىدادونه دې په څلورو کلونو کې شرعي شي.هغه ووىل: موږ ملي اقتصادي بحث ته اړتىا لرو او په دې ملي بحث کې باىد خلک ونډه واخلي چې متوازن انکشاف تامىن شي.جمهوررييس د خپلو خبرو په پاى کې ووىل: ولسي مساوات د متوازنو او متداومو پلانونو پر اساس دى او کلىدي ټکى د ملي ىووالي تامىن، د نظام د ثبات اىجاد او باالاخره  د سولې او امنىت تامىن دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha