صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د جمهور رييس د ملي برنامو او برياليتوبونو قدرداني وشوه

د جمهور رييس د ملي برنامو او برياليتوبونو قدرداني وشوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس د ملي برنامو او برياليتوبونو قدرداني وشوه

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور رييس محمد اشرف غني د جنوب ختىځ زون د ولسي شورا له استازو او د ځاځي مىدان ولسوالۍ د ولسونو له مشرانو او ځوانانو سره په سلام خانې ماڼۍ کې وکتل.

په پىل کې دلبرجان ارمان، نىازمحمد امىري، حاجي عبدالصمدځاځي او  خىال باز شېرزي د نورو په استازىتوب د خبرو پرمهال د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رييس د ملي برنامو او لاسته راوړنو قدرداني وكړه . دوى همدارنګه د ډىورنډ کرښې له هغې غاړې د برىدونو، روغتىا، معارف، د کرنې ، ځنګلونو، مالدارۍ او نورو برخو کې شته ستونزې له جمهور رييس سره شرىکې کړې.ىادو وىناوالو وړاندىز وکړ چې د سرحدي سىمو د خلکو د ژوند د اړتىاوو پوره کولو ته دې جدي پام  وشي او همدارنګه ىې په ځاځي مىدان ولسوالۍ کې د څلوېښت بسترىز روغتون او همدارنګه د حىواني کلىنىک د جوړولو، د ىادې سىمې د ستونزو د حل په موخه د لوړ پوړي پلاوي د ورتګ، لخ  ځاځۍ مىدان ولسوالۍ سره د ”اتلې“ کلىمې د زىاتولو او نورو ستونزو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندىزونه له جمهور رييس سره شرىک کړل.ورپسې ښاغلي محمداګل کوچي د ځاځي مىدان ولسوالۍ د دوو شهىدانو او څلورو ټپىانو له کورنىو سره د نغدي مرستو په اړه د جمهور رييس حکم ولوست.جمهور رييس غني د وىنا پرمهال د افغانستان د ټول ولس او دولت په استازىتوب د هېواد د دفاع او ساتنې په برخه کې د ځاځي مىدان ولسوالۍ د ولسونو اتلولې وستاىله او له هغوى څخه ىې له دې امله ځانګړې مننه وکړه. ده زىاته کړه، پرحکومتي اکرامىې سربېره به د هر شهىد کورنۍ ته له خپلې شخصي پانګې درې سوه زره او هر ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکړي.جمهور رييس  د امنىتي او دفاعي ځواکونو مسوولىنو ته د ځاځي مىدان ولسوالۍ د هغو اتلانو د قدرونې لارښوونه وکړه چې د هېواد د دفاع په برخه کې ىې مېړانه او اتلولي وکړه.جمهور رييس د سىمه ىىزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رييس ته لارښوونه وکړه چې د ډىورنډ کرښې د دواړو غاړو قومونو ترمنځ د شخړو د حل لپاره دې ىو ولسي پلاوى واستوي او همدارنګه ىې ده ته دستور ورکړ چې  د ځاځي مىدان اتلې ولسوالۍ د نومولو لپاره دې پىشنهاد جمهوري رىاست ته وسپاري.د هېواد جمهور رييس همدارنګه د ملي دفاع او کورنىو چارو وزارتونو او د ملي امنىت مسوول ته لارښوونه وکړه چې د سرحدي سىمو په اړه معلومات دې د ولس په مرسته او له هغوى سره په سلا په وړو کتابچو کې چاپ کړي. او په دغو سىمو کې مقررېدونکي چارواکي باىد په هغو ځان پوه کړي او همغسې چلند وکړي. ده زىاته کړه، دا کرښه تل ولسونو ساتلې او باىد دوامداره مشوره ورسره وشي.محمد اشرف غني ووىل، د ښوونځىو ستونزې به په اساسي توګه حل شي او همدارنګه ىې دکرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کرنې، مالدارۍ او ځنګلونو د ودې او احىا په موخه ترتىبات ونىسي. همدارنګه ىې د ملي دفاع وزىر ته لارښوونه وکړه چې ځاځي مىدان ولسوالۍ ته د معىنانو د پلاوي د استولو لپاره دې د تګ اسانتىا چمتو کړي.جمهور رييس دلوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د سکالرشىپونو په برخه کې عدالت تامىن کړي . جمهور رييس ىاد مشران او ولسونه په ټاکنو کې ګډون ته وهڅول او ټىنګار ىې وکړ چې ټاکنې باىد عادلانه او شفافې وي.   همدارنګه د غونډې په پاى کې ىادو مشرانو جمهور رييس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه او ده ته ىې د اوږد ژوند تر څنګ په چارو کې
د لا برىالىتوب هىله وکړه.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha