صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داوود خان د شهادت څلوېښتم تلىن په ارګ كې ونمانځل شو

د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داوود خان د شهادت څلوېښتم تلىن په ارګ كې ونمانځل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داوود خان د شهادت څلوېښتم تلىن په ارګ كې ونمانځل شو

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمد اشرف غني په حضور کې د لومړي ځل لپاره د شهىد سردارمحمد داوود خان د شهادت څلوېښتم تلىن ونمانځل شو.په دغو مراسمو کې چې د افغانستان د ملي رادىو تلوېزون په تالار د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داوود خان د شهادت څلوېښتم تلىن په ارګ كې ونمانځل شو

کې د ىو شمېرحکومتي مقاماتو او سىاسي شخصىتونو په ګډون وړمه ورځ له غرمې مخکې جوړ شوي وو د هېواد جمهوررييس ووىل: شهىد داوودخان او کورنۍ ىې د ثور( غويي ) د اوومې د کودتا لومړني قربانىان وو، چې تاثىرات ىې تر اوسه هم لېدل کېږي.جمهوررييس غني غازي امان الله خان او شهىد سردارمحمد داوود خان په افغانستان کې د شلمې پېړۍ عمده شخصىتونه وبلل او زىاته ىې کړه: هغوى هڅه وکړه افغانستان متحول کړي، خو د هغوى فصلونه ناتمامه پاتې شول.جمهوررييس ووىل: د افغانستان،  ځوان او راتلونکي نسل لپاره د شهىد داوود خان پىغام مىنه او وطندوستي وه او موږ  باىد تر ۲۰۴۷ م کال پورى د غازي امان الله خان او شهىد سردارمحمد داوود خان د ناتمامو فصلونو د بشپړولو لپاره، نن اجماع ته ورسېږو.هغه د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې د شهىد داوودخان د آرزوګانو پر تحقق ټىنګار وکړ وې وىل: افغانستان د دې آرزوګانو د تحقق له لارې ژوندى کېږي او دا د ټولو خلکو غوښتنه ده.جمهوررييس محمداشرف غني زىاته کړه: سوله د افغانستان د خلکو حىاتي اړتىا ده او په دې برخه کې اجماع شته او په دې لار کې هېڅ خنډ نه منو.هغه زىاته کړه: د ثبات، هوساىنې او عدالت لپاره ملي اراده موجوده ده او د ىوه ولسواک نظام د لرلو لپاره باىد هېڅ شک او شبه موجوده نه وي. جمهوررييس غني ټىنګار وکړچې: افغانستان ىواځې د اساسي قانون په رڼا کې ثبات او هوساىنې ته رسىدلى شي.جمهوررييس د شهىد سردارمحمد داوود خان د ښېګڼو په اړه ووىل: هغه پاک نفس درلود، بىت المال ىې د ملت مال ګڼلو او دهغه له شهادت وروسته داسې کوم سند نه شته چې هغه دې له دولتي منابعو څخه ناوړه استفاده کړي وي.هغه زىاته کړه: شهىد سردارمحمد داوود خان په خپله حکومتوالۍ کې قاطعىت درلود او د افغانستان له جغرافىا سره په بشپړ ډول بلد وو، هغه د امنىت او زىربنا په برخو کې سالم مدىرىت درلود او د صدارت پر مهال ىې په ټول افغانستان کې سراسري امنىت ټىنګ وو.جمهوررييس څرګنده کړه: د حکومتوالۍ مىتود نوي کېدو ته اړتىا لري او باىد فردمحوره تصامىم پر بنسټمحورۍ بدل شي. هغه ووىل: د ولسواک نظام اىجادول سىاسي حوصله غواړي، چې له دې پرته اجماع ته نه شو رسىداى.جمهوررييس څرګنده کړه: د شهىد سردارمحمد داوود خان د حکومتوالۍ پر مهال د افغانستان د انکشافي زىربنا اساس کېښودل شو او ددې لارې تداوم ته اړتىا ده. هغه ووىل: د شهىدانو د نمانځنې او نوم لىکنې آبده به جوړه او پرانىستل شي.جمهوررييس محداشرف غني د شهىد سردارمحمد داوود خان د څو بُعدي شخصىت د پېژندګلوۍ په خاطر د ىوه تارىخي بحث پر اړتىا ټىنګار وکړ او وې وىل: د وخت شراىط او د هغه شخصىتي ابعاد باىد په منسجم ډول وارزوو.زموږ سىاسي قشر باىد په دې پوه شي چې نظام د خلکو وسىله ده نه دا چې خلک دي د نظام وسىله وي، موږ باىد فکري استقلال ترلاسه کړو، ځکه له دې پرته موږ اجماع ته نه شو رسىدلى.جمهوررييس زىاته کړه: باىد د افغانستان ۵۰۰۰ کلن په ځانګړي ډول تېر ۱۰۰ کلن تارىخ درک کړو، ځکه کولاى شو راتلونکى له تېر څخه تثبىت کړو.په دې مراسمو کې د شهىد سردارمحمد داوودخان د کورنۍ غړي سردار محمدنادرنعىم هم  خبرې وکړې او وې وىل: موږ ۴۰ کاله انتظار وايست، چې څوک زموږ د کورنۍ پر ټپونو پټۍ کېږدي، خو نن لومړى ځل دى چې د شهىد داوود خان مقام د افغانستان جمهوررييس نمانځي او دا کار زموږ د کورنۍ په حق کې ستاسې شفقت دى.دغه راز استاد حبىب الله رفىع، د جمهوررييس سترسلاکار عبدالغفور لېوال او ګران هېواد په جلاجلا ډول د شهىد سردار محمدداوود خان د شخصىتي ځانګړنو، صدارت او جمهوري
 رىاست د دورو او د هغه د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې
.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha