صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د اعلى سرقومندانۍ غونډې د يو شمېر ولايتونو امنيتي وضعيت و ارزاوه

د اعلى سرقومندانۍ غونډې د يو شمېر ولايتونو امنيتي وضعيت و ارزاوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اعلى سرقومندانۍ غونډې د يو شمېر ولايتونو امنيتي وضعيت و ارزاوه

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډه دچهاشنبې پرورځ له غرمې مخکې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.

په پيل کې د هېواد د امنىتي او  دفاعي ارګانونو مسوولىنو د کابل ښار د شپږمې امنىتي حوزې اړوند د قلعه ناظر د وروستۍ ترورىستي پىښې د څرنګوالي په اړه خپل راپور وړاندې کړ.جمهوررييس او د وسله‌والو ځواکونو اعلى سرقوماندان د ىاد راپور له اورېدو وروسته د هېواد د امنىتي او دفاعي ارګانونو مسوولىنو ته لارښوونه وکړه چې له هراړخىزې ارزونې وروسته دې په ىوه اوونۍ کې د کابل ښار په ځانګړي ډول د کابل د لوىدىځ او دغه راز د ټول هېواد په کچه د تذکرو د وېش او د راى ورکونکو د نوم لىکنې د مرکزونو د امنىت په خاطر دې عملي پلان چمتو او د جمهوري رىاست عالي مقام ته دې وسپاري.ورپسې جمهوررييس غني د پکتىا  په انځرګي کنډو کې د هېواد د امنىتي او دفاعي ځواکونو برىالي عملىات چې له امله ىې د دښمن اکمالاتي لار وتړل شوه، وستاىل.د اعلى سرقوماندانۍ غونډې له کورنىو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم او سرحدي ځواکونو پر لېږد او د واحدې قوماندانۍ په جوړولو بحث وکړ او په اړه ىې لازمې لارښوونې وکړې.د غونډې په پاى کې د بلخ، فارىاب، سرپل، جوزجان، غزني، اروزګان، فراه، بادغىس، پکتىا او ننګرهار ولاىتونو پر عمومي امنىتي وضعىت او علمىاتي پلانونو بحث وشو او د دغو ولاىتونو د امنىتي وضعىت د ښه والي په خاطر ىې د هېواد د امنىتي او دفاعي ځواکونو مسوولىنو ته لازمې لارښوونې وکړې.جمهوررييس د ننګرهار د امنىت او عملىاتي پلان په اړه ووىل: په ننګرهار په ځانګړي ډول جلال آباد ښار کې د امنىت په برخه کې شوي اقدامات کافي نه دي او  د جلال آباد ښارىان به د دغه ښار د امنىت په برخه کې ژر د لا زىاتو عملي اقداماتو شاهدان وي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha