صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | له ديني علماوو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غوښتنه

له ديني علماوو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غوښتنه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له ديني علماوو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غوښتنه

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له ديني عالمانو غواړي چې خلک د نوم ليکنې په پروسه او په راتلونکو انتخاباتو کې پراخ ګډون ته وهڅوي.وروسته له هغې چې په افغانستان کې د رای ورکوونکو د نوم ليکنې پڅ بهير پراخ غبرګونونه راوپارول،

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له ديني عالمانو غوښتنه وکړه، چې د نوم ليکنې په پروسه او په راتلونکو ټاکنو کې خلک پراخ ګډون ته وهڅوي.د دغه کمېسيون مرستيال معاذالله دولتي پرون له يو شمېر علماوو سره په يوه ګډه مشورتي غونډه کې د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو په کم‌رنګه برخه اخيستنې اندېښنه څرګنده کړه او ويې‌ويل: په دې برخه کې د علماوو مرسته مهمه ده.

ښاغلي دولتي زياته کړه: (( د علماوو نقش د خلکو په منځ کې بنسټيز دي، نو موږ هم له علماوو غواړو چې د خپلې ديني او اسلامي وجيبې پر اساس، خپل نقش په دې برخه کې ولوبوي او خلک وهڅوي، چې د نوم ليکنې مرکزونو ته لاړ شي، چې د رای ورکولو په ورځ له دغه حقه بې‌برخې نه‌شي.))دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم د تېرې اوونۍ په پای کې له ديني عالمانو او مدني ټولنو وغوښتل چې خلک د نوم ليکنې په بهير کې د ګډون لپاره وهڅوي.اجرائيه رييس عبدالله عبدالله هم د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د وزيرانو شورا په فوقالعاده غونډه کې د رای ورکوونکو د نوم ليکنې د پڅ بهير په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي ، چې که دا بهير بريالي نه‌شي، په افغانستان کې به سياسي کړکېچ رامنځته شي.راپورونه وايي: افغان حکومت د دې ستونزې د حل په هدف پرېکړه کړې، چې په نوبتي شکل به بېلابېلو وزارتونو ته رخصت ورکړي، ترڅو کارکوونکې ‌يې له خپلو کورنيو سره يوځای خپل نمونه ثبت او راجستر کړي.د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د دوشنبې په ورځ وويل: دا کار د دوی په غوښتنه د خلکو د تشويق په هدف ترسره شوي دی.د ولايتونو په مرکزونو کې د نوم ليکنې پروسه د روان لمريز کال د وري ( حمل ) په ۲۵مه پيل شوې او د روانې غويي (ثور) تر ۲۳مې به دوام وکړي.د انتخاباتو خپلواک کمېسيون که څه هم د نوم ليکنې وروستۍ شمېرې شريکې نه‌کړې، خو وړمه ورځ د دغه کمېسيون مسوولينو ويلي وو، چې تر دې دمه ۲۳۰ زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.په ورته وخت کې يو شمېر ديني علماوو ډاډ ورکړ، چې دوی به له بېلابېلو لارو څخه په ګټې اخيستنې، خلک وهڅوي تر څو د نوم ليکنې په پروسه او په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.د افغانستان د علماوو شورا دوو تنو غړو قاضي عبدالجبار او حافظ نصرالله وويل:((کومه غوښتنه چې د انتخاباتو کمېسيون له موږه وکړه، دا پر ځای غوښتنه ده، په دې برخه کې، علما رښتيا هم ډېر رول لري، ترڅو خلک پوه کړي، چې د تذکرو د ثبت لپاره مراجعه وکړي، که څوک تذکرې نه‌لري، تذکرې دې واخلي، که علما په دې برخه کې مرسته وکړي، نو دا پروسه به يوه بريالۍ پروسه وي او ډېر خلک به په‌کې برخه واخلي.))(( موږ به تر خپله وسه هڅه وکړو، ځکه دا زموږ هېواد دی او دا خلک پر موږ حق لري چې دوی وهڅوو،چې خپل نمونه ثبت کړي او په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.))په تذکرو د سټيکر لګول، ناامني، د نوم ليکنې د پروسې کمه موده او د خلکو له‌خوا د ټاکنو پر شفافيت نه باور، هغه مسايل دي ، چې د ديني عالماوو په باور، د نوم ليکنې پروسه‌يې زيانمنه کړې ده.دوی وايي: افغان حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون بايد د خلکو د هڅونې لپاره له هرو ممکنو لارو استفاده وکړي او پرې نه‌ږدي چې دا ملي پروسه ناکامه شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha