صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهوررييس غني : له فقر سره مبارزه زموږ کاري لومړىتوب دى

جمهوررييس غني : له فقر سره مبارزه زموږ کاري لومړىتوب دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررييس غني : له فقر سره مبارزه زموږ کاري لومړىتوب دى

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د فقر د کموالي،د خدماتو د وړاندې کولو او د ولسي مشارکت د عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د فقر د څوبُعدي شاخصونو، په افغانستان کې د ژوندکولو د وضعىت د سروې په راپور او د عامه او خصوصي مشارکت پر بنا د وړکتونونو سىستم د رىفورم پر طرحې بحث وشو.

لومړى په هر ولاىت کې د فقر د څوبُعدي شاخصونو دطرحې په اړه بحث وشو او د بېلابېلو لىدلورو له اورىدو وروسته غونډې پرىکړه وکړه چې له تخنىکي اړخه د راپور مختلف ابعاد تحلىل او لا زىات وارزوي، ترڅو وکولاى شو د بودجې له جوړولو مخکې په راتلونکي کال کې د هر ولاىت لپاره واضح تصوىر ولرو.همدارنګه غونډې په افغانستان کې د ژوندکولو د وضعىت د سروې راپور وارزولو او د غذائي خوندىتوب، د کار سروې، بېکارۍ او اشتغال په اړه معلومات وړاندې شول.غونډې له مفصلو بحثونو وروسته ىاد راپور ښه وبللو او پرىکړه ىې وکړه چې له بشپړېدو وروسته دې جزئىات له ادارو او خلکو سره شرىک شي.جمهوررييس غني د دې راپور د ترتىب له امله د مرکزي احصائې له ادارې څخه په قدردانۍ ووىل: له فقر سره مبارزه د حکومت کاري لومړىتوب دى او دې ته پاملرنه باىد د هر وزارت په کاري لومړىتوبونو کې ځاى ولري ده ټىنګار وکړ، هر وزارت باىد د فقر د کموالي په خاطر خپل واضح پلان ترتىب او بودجه دې په عادلانه او شفاف ډول مصرف شي. جمهوررييس پر مدىرىت او د سترو پروژو پر اصلاح ټىنګار وکړ.وروسته په افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت د قانون په اساس د وړکتونونو د جوړولو پر طرحې په وړکتونونو کې د موجود وضعىت د تحلىل، د اړتىا له مخې د وړکتونونو پرجوړولو او په مستقىم او غىرمستقىم ډول له وړکتونونو څخه د ګټې اخىستونکو په اړه بحث او خبرې وشوې.غونډې له هراړخىزو بحثونو وروسته ىاده طرحه تصوىب او ټىنګار ىې وکړ چې باىد د کار، ټولنىزوچارو، شهىدانو او معلولىنو وزارت او دغه راز مرکزي ښاروالۍ او ولاىتونه دې د عامه مشارکت لپاره واضح معىارونه ولري او د بحث حقوقي بُعدونه دې په پام کې ونىسي.په دې غونډه کې د کوچىانو د ادارې عمومي رييس دلاور فىضان د وچکالۍ له امله د مالدارانو او کوچىانو پر ستونزو خبرې وکړې وې وىل، د هېواد په بېلابېلو سىمو کې د باران د اورښت کموالي مالدارانو ته زىانونه اړولي دي. ده په دې برخه کې د حکومت د جدي پاملرنې  غوښتونکى شو.غونډې پرىکړه وکړه چې د کوچىانو د ستونزې په ځانګړي ډول د دوى د ښوونې او روزنې،کورونو، او مالدارۍ په برخه کې دې  جدي پاملرنه وشي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha