صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | اوس په حكومت كې ضوابط پر روابطو لاسبري شوي

اوس په حكومت كې ضوابط پر روابطو لاسبري شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اوس په حكومت كې ضوابط پر روابطو لاسبري شوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د تجارتي اتشو او د تدارکاتو ادارو نويو رييسانو د معرفي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسيون کې د بدلون نويو پلانونو د پرمختګ څرنګوالي او لاسته راوړنو او همدارنګه د کمېسيون د نوې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

په پيل کې جمهوررييس غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له مشرتابه پلاوي سره په غونډه کې د دې کمېسيون او د (( تغيير )) په نامه نوې پلان د لاسته راوړنو راپور  واورېد.په دغه غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون مشرتابه پلاوي په تېر يو کال کې د کمېسيون د لاسته راوړنو او د بدلون د نوې پلان له هغې جملې د ادارو د اصلاح، په کمېسيون کې د اصلاحاتو، څارنې، ارزونې، د قوانينو او مقرراتو په کيفيت کې د اصلاحاتو، د ملکي کارمندانو د روزنې، پر نتايجو ولاړې د وړتيا لوړونې پلان، د افغانستان او امريکا د همکاريو په تړون کې د ژمنې، په ملکي خدمتونو کې د ټاکنو او شکايتونو ته د رسېدنې، د عامه پوهاوي او د عملياتي فعاليتونو په اړه د هېواد جمهوررييس ته مفصل راپور ورکړ. جمهوررييس غني د دغې طرحې د ستايلو تر څنګ د وګړ محوره اصلاحاتو، همدارنګه د ادارو په لګښتونو کې د موثريت او په اقتصادي پرمختيا کې د چټکو کړنو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.ورپسې د هېواد جمهوررييس د پټۍ په پرې کولو سره د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې نوې ودانۍ پرانيستله او وروسته يې په داسې حال کې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون رييس احمد نادر نادري يې ملتيا کوله د دغې ودانۍ له بېلابېلو برخو ليدنه وکړه او بيا يې له نويو تجارتي اتشو او د بېلابېلو دولتي ادارو د تدارکاتو د نويو رييسانو د پېژندنې په مراسمو کې ګډون وکړپه دغو مراسمو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون رييس په تېر يو کال کې د دغه کمېسيون د لاسته راوړنو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او وې ويل: د افغانستان ادارې بايد د ثبات عامل وي او دا کار يوازې د يوې بې طرفه، غير سياسي او کارنده ادارې له خوا چې په نتيجه ولاړه وي او په خلکو را وڅرخي تامينېداي شي.نادري د جمهوررييس له باوره په مننې وويل: موږ خپلې هڅې په دې موخه پيل کړې چې د افغانستان ادارې بې پرې وي او کړنې يې رڼې او په چلند او ګومارنو کې لياقت په نظر کې ونيسي او د خدمتونو په وړاندې کولو کې په چټکۍ کار وکړي.هغه وويل: د تجارتي اتشو ګومارنه په يو راڼه بهير کې ترسره شوه او د لومړي ځل لپاره د اتشو په ټيم کې مېرمنې هم ګومارل شوې دي او د دغو اتشو ګومارنه د سياسي ډالۍ په توګه نه ، بلکې دوی له هېواده بهر د افغانستان تکړه او کارنده مامورين دي.همدارنګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون رييس د ملي تدارکاتو د ادارې له مشرتابه څخه په دې خاطر مننه وکړه ، چې د تدارکاتي ادارو د اصلاحاتو زمينه يې ورته برابره کړهورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزير همايون رسا وويل: د تجارتي اتشو پوستونو ته ۹۲۳تنو غوښتليکونه ورکړي و، چې ۱۶۳تنه چې د اقتصاد، سوداګرۍ او مديريت له څانګو فارغ او کافي تجربه يې درلوده په ازموينه کې شامل شول.هغه زياته کړه: له تجارتي اتشو څخه مې په لومړنۍ غونډه کې وغوښتل چې پنځو اصلونو ته توجه او کار وکړي، لکه د هېواد د صادراتو ودې او پراختيا او د افغاني توکو لپاره بازار موندنې په برخه کې هڅه، په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې په پراختيا او وده کې برخه اخيستل، د خصوصي سکتور لپاره د سوداګرېزو او ترانزيټي آسانتياوو چمتو کول، په کوربه هېوادونو کې د افغانستان د حکومت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت آستازيتوب، له خصوصي سکتور او اړوندو دولتي او غير دولتي بنسټونو سره د ښو اړيکو ساتل او د کوربه هېواد د ترانزيټي او اقتصادي فعاليتونو په اړه د معلوماتو راټولول او له مرکز سره د هغو شريکول دي.وروسته د نويو تجارتي اتشو په استازيتوب مېرمن صدف دشتي خبرې وکړې او وې ويل: د لومړي ځل لپاره يو پست چې معمولاً سياسي وو د سيالۍ په يوه پست بدل او د دې اجازه ورکړل شوه، چې په هېواد کې په شرايطو برابر کسان يې په اړه سيالي وکړي.هغې جمهوررييس ته ډاډ ورکړ، د سوداګرېزو اتشو ټيم د افغانستان دولت او خلکوته ژمن دي او د يوه متعهد، باتجربه او تخصصي ټيم په توګه به کار وکړي او د صادراتو د پراختيا محور، په بهرنيو هېوادونو کې د بازارموندنې او په افغانستان کې پانګونې ته د هڅولو په برخو کې به خپلې دندې ترسره کړي.جمهوررييس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وويل: نن موږ  په افغانستان کې د يوه فرهنګي بدلون شاهدان يوو او هغه ورځ ده چې موږ په کې پر اړيکو د ضوابطو بريالي کېدل ستايو.جمهوررييس نويو سوداګريزو اتشو ته په خطاب کې وويل: تاسې هر يو، يوه هېواد ته ځئ او د واحدملت او له جنګ څخه د وتلې منسجمې او محکمې ادارې په توګه د افغانستان استازيتوب کوئ.هغه د نويو سوداګريزو اتشو ګومارنه لويه لاسته راوړنه او بريا وبلله او وې ويل: په يو کال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون د احمدنادر نادري د مدبرانه او فعال مديريت او د ياد کمېسيون د کمشنرانو په همکارۍ  واضح لاسته راوړنې لرلې او د افغانستان ملت او ځوان نسل ته د دې بريا مبارکي وايم.جمهوررييس څرګنده کړه: زموږ ځوانان د زړه له ماتوالي سره مخ وو، په تېر کې د استخدام پروسه د دې مانع ګرځېده، چې د هغو له ظرفيتونو څخه د ملي پانګې په توګه استفاده وشي. هغه ټينګار وکړ: په هره اداره کې چې د استخدام پروسه مبهمه وي، هغه اداره د اصلاح وړ نه ده.محمداشرف غني څرګنده کړه: دولت د خلکو د ارزوګانو د ترلاسه کولو وسيله ده او هغه دولت چې خدمتونه ونه لري دولت نه دي، بلکې د ثبات د نشتوالي او نه همغږۍ وسيله ده.جمهوررييس ټينګار وکړ، چې عدالت، امانتداري او د بيتالمال ساتنه زموږ ستر اسلامي ارزښتونه او له يوه افغان سره د بل افغان برابروالي زموږ د ټولنې بنيادي ارزښت دي.د هېواد جمهوررييس وويل: هغه هېواد چې واردات يې د صادراتو ۱۲ چنده وي، پايداره هېواد نه شي کېدای. هغه زياته کړه: اصلي ټکي دا نه دي چې تاسې د دولت استازيتوب کوئ، بلکې ستاسې اصلي دنده داده چې د ملت استازيتوب کوئ.جمهوررييس غني څرګنده کړه: ستاسي بنيادي امتحان دا دي چې ستاسې خدمتونه څه ډول د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کوي. زموږ د ټولنې واضح اړتيا داده چې په هر مالي کال کې څومره واردات کم او څومره خپل صادرات زياتوو.محمداشرف غني دې ته په اشارې چې د خلکو په د سترخوان کې هغه وخت تغيير راځي چې د بازار د مديريت ډول په اساسي ډول بدلون ومومي، وويل: ستاسې دنده دا ده چې د سوداګرۍ د ودې په اړه ليدلوري، خنډونه، کمي او زياتي سم تحليل او فرصتونه په مشخص ډول وسنجول شي.هغه زياته کړه: سوداګرۍ وزارت ته مې لارښوونه دا ده چې د سوداګرۍ اتشو د ټولو مکتبونو د ځواب لپاره واضح چوکاټ ترتيب کړي او د اداري اصلاحاتو او ملکې خدمتونو خپلواک کمېسيون څخه غواړم چې دا بهير په بهرنيو چارو وزارت کې هم تطبيق کړي. خلک بايد پوه شي هغه څوک چې له دوی څخه استازيتوب کوي د يوې شفافې پروسې له لارې استخدام شوي دي.جمهوررييس غني د خپلو خبرو په پاي کې وويل: په هره اندازه چې ضوابط په روابطو حاکم شي، په همغه اندازه ملي يووالي، د ملت او دولت او د خصوصي سکتور او ټولنې ترمنځ باور تامينېږي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha