صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د خوست د ځاځي ميدان په نښته کې د پاکستاني ملېشو ۶ جسدونه پاتې شوي

د خوست د ځاځي ميدان په نښته کې د پاکستاني ملېشو ۶ جسدونه پاتې شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د خوست د ځاځي ميدان په نښته کې د پاکستاني ملېشو ۶ جسدونه پاتې شوي

د خوست امنيتي چارواکو پرون وويل چې اوس هم د ځاځي ميدان د ځونډي او نازو غرونو په سيمو کې جګړه روانه ده او د جنګ په سيمه کې د پاکستاني ملېشو د مړو ۶ جسدونه پاتې شوي او يو کس يې ژوندی نيول شوی دی.

د خوست د امنيه قوماندانۍ چارواکو ويلي چې پهدې جګړه کې د افغان لوري دوه تنه چې يو يې سيمهييز پوليس او بل تن قومي ځوان دی، شهيدان شوي او ۳ قومي ځوانان ټپيان شوي دي.د امنيه قوماندانۍ چارواکو زياته کړې چې د پاکستان او افغان ځواکونو پوځي هليکوپټرې د جګړې سيمې ته ورغلې چې خپل-خپل مړي او ټپيان ولېږدوي.سرچينې دا هم وويل چې د جګړې له ډګره د پاکستان ځواکونه بېرته ستانه شوي دي.د خوست په ځاځي ميدان کې د جګړې موقعيتونو ته له افغان ځواکونو سره د همکارۍ په خاطر د الګاډې، اکا کلي، ميدان، اسکندرې، ډېری ميلې او نورو سيمو خواوشا زر قومي ځوانان چې په سپکو وسلو سمبال وو، غرونو ته ختلي دي.د خوست د امنيه قوماندانۍ رسنيز دفتر ويلي چې په پيل کې ځاځي ميدان ته د درېو نږدې ولسواليو باک، صبرو او تريزيو علي شيرو څخه نوي قوتونه ورغلل، خو اوس د خوست له مرکزه هم تازه دمه افغان ځواکونه د جګړې سيمې  ته رسېدلي دي.د خوست سرپرست امنيه قوماندان عبدالحنان ځدراڼ ويلي چې بريد په اول کې د پاکستان د ملېشو له لوري وشو، خو بيا بل لوري ته په کرمه کې د پولېټيکل انتظاميې چارواکو دعوه کړې چې حمله د افغان پوځيانو له لوري شوې ده.د انتظاميې چارواکو پهدې جګړو کې يوازې د دوو پاکستاني سرتېرو د ټپي کېدو پخلی کړی.د خوست امنيتي چارواکي وايي چې د ځاځي ميدان په جنډو غر او نازو غر سيمو د پاکستانيو ملېشو په بريد کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې او پاکستاني دوه بريد کوونکي د افغان ځواکونو له لوري ژوندي نيول شوي.د ځاځي ميدان پر جنډو غر او نازو غر پرون د يکشنبې ورځې په سهار د پاکستان د ملېشو له لوري بريد شوی دی. راپورونه وايي چې د خوست د ځاځي ميدان اوسېدونکو او سرحدي پوليسو په ګډه هغه پوستې ويجاړې کړي چې پاکستاني پوځيانو د ډيورند کرښې دې خوا ته د ځاځي ميدان ولسوالۍ په اړونده ساحه کې جوړې کړې وې.د سيمې اوسېدونکي وايي : د دواړو خواوو ترمنځ نښته هم وشوه چې په نتيجه کې يې پاکستاني پوځيان شا ته لاړل او پوستې يې د افغانانو لاس ته ولوېدې.دوى وايي پاکستاني پوځيانو غوښتل چې د جندو له غره نور هم د ځاځي ميدان خوا ته مخکې شي خو خلکو او سرحدي پوليسو يې مخه ونيوله.د پاکستان پوځ په عين حال کې د سيمې پر بنګښ قوم ږغ کړي چې د پوځيانو د ملاتړ لپاره داوطلب ځوانان ورکړي.پاکستاني پوځيانو په جوماتونو کې له خلکو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.ګومان کېږي پاکستان به د دې لپاره هڅه کوي پر ډيورنډ کرښه جنجال جوړ کړي چې د قبايلو پام د پښتون ژغورنې غورځنګ له هلوځلو واړوي او هغه نادودې پرې هېرې کړي چې ورسره کړې يې دي.د پاکستان ډان ورځپاڼه ادعا کوي چې د بنګښو او توريو قبيلو يو شمېر مشرانو ويلي چې د پوځ ملاتړ به وکړي. دا په داسې حال کې ده چې بنګښ او توري له ځاځيو سره ډېرې نژدې اړيکې لري او تل يې د يو بل ملاتړ کړى دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha