صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهور رىيس غني او د هېواد لومړۍ مېرمن د ټاكنو لپاره خپل نومونه ثبت كړل

جمهور رىيس غني او د هېواد لومړۍ مېرمن د ټاكنو لپاره خپل نومونه ثبت كړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رىيس غني او د هېواد لومړۍ مېرمن د ټاكنو لپاره خپل نومونه ثبت كړل

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور رىېس محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن پرون له غرمې مخکې د ولسي جرګې او ولسوالىو شوراګانو د ټاکنو لپاره د راى ورکوونکو د نوم لىکنې په پروسه کې نومونه ثبت کړل.

د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دغو مراسمو کې چې د حکومت مشرتابه او د کابىنې غړو هم حضور درلود، د هېواد جمهور رىېس ووىل: نن ورځ په نىک فال نىسو او د ټاکنو قانون او د اساسي قانون د سپارښتنو سره سم ستر ګام واخېستل شو. هغه زىاته کړه، د راىې ورکولو حق او د ټاکلو حق د ولسواکۍ ځانګړنه ده او حکومت د ټاکنو د کېدو نىت، اراده او څرګند تعهد لري. د هېواد جمهور رىېس ووىل، تر اوسه مې د ټاکنو د خپلواک کمېسىون له هىڅ غړي سره ىواځې نه دي لېدلي، بلکې د بىن‌المللي شرىکانو په حضور کې چې اجراىېه رىېس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود د مهمو موضوعاتو په اړه مو بحث کړى، ځکه زه د کمېسىون استقلالىت ته درناوۍ لرم. هغه ىوځل بىا ټىنګار وکړ چې ملکي او پوځي مسوولان باىد د ټاکنو د کمېسىون خپلواکۍ ته درناوى ولري او د ټاکنو د خپلواک کمېسىون په چارو کې ورته هىڅ ډول لاسوهنه د منلو وړ نه ده. جمهور رىېس محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمېسىون څخه وغوښتل چې په بې پرىتوب او اىماندارى سره خپله دنده ترسره کړي؛ ځکه د هغه په وىنا، کمېسىون، ملي کمېسىون دى او پر ټولو خلکو پورې اړه لري او مسوول دى. هغه په دغه ملي پروسه کې د رسنىو نقش وستاىه او له مدني بنسټونو، سىاسي ګوندونو او نړىوالې ټولنې ىې وغوښتل چې د راتلونکو ټاکنو هراړخىزه څارنه وکړي.  هغه زىاته کړه، د ټاکنو کمېسىون دې په راتلونکي کال کې د جمهوري رىاست د ټاکنو  له پاره ترتىبات ونىسي او په هغې ىې هم جدي څارنه وغوښته. جمهور رىېس د ټاکنو د خپلواک کمېسىون، امنىتي سکتور، د احوالو د ثبت رىاست، سىمه‌ ىىزو ارګانونو او نورو برخو څخه مننه وکړه چې په ټول هېواد کې يې د نوم لىکنې پروسې د پىلولو زمىنه برابره کړې ده. جمهور رىېس له ملي شورا وغوښتل چې دغه نوي فصل ته د داخلېدو په درشل کې دې د حکومت په څېر خپل کارونه له ملت سره شرىک کړي او له هغو کسانو چې راتلونکو ټاکنو ته کاندىد دي وغوښتل چې د ټاکنو قانون رعاىت کړي.  هغه په ټىنګار ووىل، هىڅ کاندىد د ټاکنو په پروسه کې د مداخلې حق نه لري او د ټاکنو له خپلواک کمېسىون او همکارو بنسټونو ىې وغوښتل چې له سرغړونکو او درغلګرو سره کلک قانوني چلند وکړي.  جمهور رىېس خلکو ته په خطاب کې ووىل: ښځې او نر په ىو غږ د راىې ورکولو په پروسه کې نوم لىکنه جدي ونىسئ، لکه دا نن چې ما او لومړۍ مىرمن په دغه پروسه کې نوم لىکنه وکړه.

 هغه زىاته کړه، په شراىطو برابر هر افغان ته باىد د نوم لىکنې زمىنه برابره شي. جمهور رىېس محمداشرف غني له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان حکومت د سولې وړاندىز سره چې کوم فرصت برابر شوى دى له هغې دې ګټه واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې دې ونډه واخلي او د ىو سىاسي ګوند په توګه دې راڅرګند شي. د هغه په خبره ټاکنې ىوه وسىله ده چې سىاسي او فکري اصلاحات د خلکو د رڼو راىو په اساس رامنځته کوي او ګټور سىاستونه باىد د جبري سىاستونو ځاى ونىسي، ځکه خلک له جنګه ستړي شوي دي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha