صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د لويې پکتيا مشران دې هم له نورو هېوادوالو سره د سولې لپاره ګډې هلې ځلې وکړي

د لويې پکتيا مشران دې هم له نورو هېوادوالو سره د سولې لپاره ګډې هلې ځلې وکړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لويې پکتيا مشران دې هم له نورو هېوادوالو سره د سولې لپاره ګډې هلې ځلې وکړي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د خوست ولايت له يو شمېر مشرانو او د قومي شوراګانو له استازو سره وکتل.

 په پيل کې رحمت ګل، محمد قيوم خان، ولي خان هيله مند، حاجي علي جان کوچي او ګلمرجان د نورو په استازيتوب د خبرو پرمهال جمهور رييس ته هرکلى ووايه او په بېلابېلو برخو کې يې د هغه د لاسته راوړنو قدرداني او له دې امله ورڅخه مننه وکړه چې په سختو شرايطو کې يې د افغانستان نوى انځور نړۍ ته وړاندې کړ.هغوى د جمهور رييس د سولې له وړانديزه مننه وکړه او په دې برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. دغو ويناوالوهمدارنګه د کوچيانو د مېشتېدنې او د ښوونځيو د ودانيو د ستونزو د حل ترڅنګ د سولې په برخه کې د دوى له تجربو او امکاناتو څخه د ګټه اخيستنې په اړه خپل وړانديزونه هم له جمهور رييس سره شريک کړل. جمهور رييس غني د دوى د معلوماتو او څرګندونو له اورېدو وروسته له دې امله له هغوى مننه وکړه چې خپلې ستونزې او وړانديزونه يې په وضاحت ورسره شريک کړل. هغه زياته کړه، سوله د ولس غوښتنه ده او په دې برخه کې به موږ هدف او نتيجې ته ورسېږو.جمهور رييس د سولې په برخه کې د ولسونو رول مهم وباله او له همدې امله يې له هغوى څخه وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او همدارنګه د لويې پکتيا مشران دې د لوى كندهار او د هېواد د نورو سيمو له مشرانو او ولسونو سره په ګډه هلې ځلې وکړي.د هېواد جمهور رييس د کليو پراختيا وزير ته لارښوونه وکړه چې د ولسي تړون پروګرام کې د کوچيانو د ستونزو حل ته د پاملرنې ترڅنګ د سرحدي ولسواليو پروګرام کې د دغو سيمو خلکو ته د اساسي ستونزو حل ته پام وکړي. محمد اشرف غني وويل، د کوچيانو د سراسري شورا په جوړېدو سره به د اساسي قانون مطابق د کوچيانو د مېشتېدنې او نورې اړوندې ستونزې په اساسي توګه حل شي. هغه په وسله والو مخالفانو غږ وکړ چې که افغانان ياست، نو بايد د نورو لپاره خپل وطن خراب او برباد نه کړئ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha