صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د خوست د سراسري امنيت په ټينګښت كې تر پخوا زياتې هڅې روانې دي

د خوست د سراسري امنيت په ټينګښت كې تر پخوا زياتې هڅې روانې دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د خوست د سراسري امنيت په ټينګښت كې تر پخوا زياتې هڅې روانې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني خوست ته د خپل سفر پر مهال پرون له غرمې مخکې په هغه امنيتي غونډه کې چې د هېواد د نظامي مشرتابه مسوولينو په‌کې حضور درلود، ګډون وکړ او د امنيتي پلانونو په اړه يې د وروسيتو اجرااتو راپور واورېد.

د امنيتي او دفاعي ځواکونو مسوولينو د خوست د امنيتي وضعيت د راپور وړاندې کولو ترڅنګ امنيتي مسايلو ته د جمهوررييس  پاملرنه وستايله او ډاډ يې ورکړ چې ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو هڅو او بشپړ انسجام د دښمن پلانونه شنډ کړي دي او د دښمن د پلانونو د له منځه وړلو او  شنډولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.جمهوررييس او د وسله‌والو ځواکونو اعلى سرقوماندان د خوست د امنيتي وضعيت د اورېدو او ارزونې وروسته د هېواد د دفاع او د ترورېستانو د ځپلو په لار کې د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د مشرتابه او منسوبينو قربانۍ او سرښندنې وستايلې او د امنيتي او دفاعي ځواکونو شهيدانو پاک روح ته د دعا تر څنګ يې لارښوونه وکړه چې د وسله‌والو ځواکونود  شهيدانو او ټپيانو کورنيو ته دې رسيدګي وکړي او ټينګار يې وکړ چې په دې برخه کې ناغېړي ورته د منلو وړ نه ده.جمهوررييس غني له امنيتي مسوولانو سره د دغه ولايت د امنيتي پلان د ارزونې تر څنګ دوى ته د را روانو ټاکنو د امنيت او په ټاکنو کې د امنيتي ځواکونو د هر ډول مداخلې د مخنيوي په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.جمهوررييس محمد اشرف غني د دغه ولايت د امنيتي او دفاعي ځواکونو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د لا تحرک او منظم محاربوي پلان د جوړونې له لارې دې د دښمن ځالې له منځه يوسي او د دغه ولايت د سراسري امنيت په ټينګښت کې دې تر پخوا زياتې هڅې وکړي.  باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha