صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د ماشومانو د اصلاح د مركزونو ستونزې دې حل شي

د ماشومانو د اصلاح د مركزونو ستونزې دې حل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ماشومانو د اصلاح د مركزونو ستونزې دې حل شي

د افغانستان اجرائيه رييس داكتر عبدالله عبدالله د ماشومانو د اصلاح كولو او روزلو د كمېټې په غونډه كې وويل، چې د اجتماعي کارمندانو د استخدام په اړه به په وزيرانو شورا کې بحث وکړي.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې کمېټې په غونډه كې چې پرون د اجرائيه رييس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وشوه لومړي د عدليې وزارت مرستيال په هېواد کې د ماشومانو د ساتنې او اصلاح د مرکزونو له عمومي وضعيت څخه ټوليز رپوټ وړاندې کړ. هغه وويل، چې د کابل د اصلاح مرکز د امنيتي پرسونل د کمښت له امله له ستونزو سره مخامخ دى.ده زياته کړه، چې د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مرکز د برېښنا ستونزه حل شوې او په نورو برخو کې يې هم اصلاحات رامنځته شوي دي.د عدليې وزارت مرستيال وويل، چې په دې مرکز کې يې د ۲۴ ساعته کلينک د فعالولو لپاره له عامې روغتيا وزارت سره خبرې کړي؛ خو اقتصادي ستونزې يې پر وړاندې خنډ شوي دي.د کورنيو چارو وزارت مرستيال وويل: اوس يې د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مرکز لپاره د امنيتي پرسونل د کمښت ستونزه حل کړې ده او د نوي تشکيل په منظورۍ سره به دا اندېښنه ختمه شي.په همدې حال کې د هېواد اجرائيه رييس ﻻرښوونه وکړه، چې په فراه، بلخ او کابل ولايتونو کې دې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو لپاره اساسي پاملرنه وشي او دکورنيو چارو وزارت دې له خپلو کړو اقداماتو اجرائيه رياست ته رپوټ ورکړي.اجرائيه رييس همداراز هدايت ورکړ، چې د ۲۴ ساعته کلينيک د فعالولو پر وړاندې له  شتو خنډونو او ستونزو د حل په اړه دې خپل رپوټ دې اړوندې د اجرائيه رياست عالي مقام ته ور واستوي.د دې ترڅنګ د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وويل: له ډېرو هڅو سره سره لا هم نه دى توانېدلي چې د دغو مرکزونو لپاره په ټول هېواد کې ټولنيز کارمندان استخدام کړي.د ياد وزارت مسوولانو غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې دې له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ دولتي مرکز هم جوړ شي، چې دا مهال يې نشتون ستونزې را پيدا کړي دي. د ښځو چارو وزارت بيا په امن خونو او له ښځو څخه د ملاتړ په ټولنو کې د شته هغو مېرمنو د برخليک په اړه اندېښنه ښکاره کړه، چې دا مهال يې ستونزې ختمې شوي او نه شي کولای چې بېرته له ټولنې سره يو ځای شي.اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ټولو اړوندو ادارو ته ﻻرښوونه وکړه، چې د اصلاح د مرکزونو د ستونزو د حل له پاره اساسي اقدامات وکړي او وړه اندېښنه هم جدي ونيسي. هغه وويل، چې د اجتماعي کارمندانو د استخدام په اړه به په وزيرانو شورا کې بحث وکړي.اجرائيه رييس د ښځو چارو له وزارته وغوښتل چې په دې اړه خپل مشخص وړانديز او ګزارش اجرائيه رياست ته وسپاري.            باختر

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha