صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | کابىنې ښوونکو ته د پور ورکولو صندوق د جوړېدو طرحه تصوىب کړه

کابىنې ښوونکو ته د پور ورکولو صندوق د جوړېدو طرحه تصوىب کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کابىنې ښوونکو ته د پور ورکولو صندوق د جوړېدو طرحه تصوىب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوررىت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د کابىنې غونډه د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې په ارګ كې جوړه شوه.

له اجندا سره سم؛ د عدلىې وزارت مسلکي معيىن د بهرني سىاست د اسنادو ارشىف د مقررې طرحه چې د قوانىنو کمېټې په (۶) څپرکو او (۲۱) مادو کې تائىد کړې وه، غونډې ته وړاندې کړه.هغه زىاته کړه: د دغې طرحې هدف د هېواد د تارىخي ارزښتونو په توګه د بهرني سىاست د اسنادو ساتنه، راټولول، د تصنىف او ثبت تر څنګ د علمي څېړنو په خاطر دغو اسنادو ته د متقاضىانو لاسرسى دى.د افغانستان د اسلامي جمهورىت کابىنې د بهرني سىاست د اسنادو د ارشىف مقررې طرحه تصوىب کړه او عدلىې وزارت ته ىې دنده وسپارله چې دغه طرحه په غونډه کې د ذکر شوىو سپارښتنو سره سمه تصحىح او بشپړه کړي.ورپسې د عدلىې وزارت مسلکي معيىن د کانکور ازموىنې د چارو د تنظىم مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې وىل: دا مقرره په پيل کې د کانکور ازموىنې د کمېټې غړو د حق الزحمه مقررې په نامه غونډې ته وړاندې شوې وه ، چې د ۱۳۹۶کال د وري د ۲۳نىټې د (۲) نمبر او (۶) فقرې د لارښوونې سره سم د کابىنې غونډه کې مطرح شوه چې د جمهوررييس د دوىم مرستىال تر نظر لاندې د اړوندو بنسټونو په ګډون بىا وکتل شوه او په منځپانګه کې ىې له بدلون وروسته په (۴) څپرکو او (۲۵) مادو کې د کانکورازموىنې د تنظىم مقررې په نامه ترتىب شوې ده.کابىنې د کانکور ازموىنې چارو د تنظىم طرحه تصوىب کړه او عدلىې وزارت ته ىې دنده وسپارله چې دغه طرحه د غونډې له تذکر سره سمه تصحىح او بشپړه کړي.همدارنګه د عدلىې وزارت مسلکي معىين د روزنتونونو د مقررې طرحه چې د قوانىنو کمېټې په (۵) څپرکو او (۳۴) مادو کې تائىد کړې وه، غونډې ته وړاندې کړه.هغه زىاته کړه: دغه مقرره د روزنتونونو اړوند د تنظىم چارې، ساتنه، مراقبت، اعاشه، اباته او په شراىطو برابرو ماشومانو ښوونه او روزنه او له روزنتونونو څخه د څارنې چارو تامىن؛ رانغاړي.کابىنې د روزنتونونو د مقررې طرحه تصوىب کړه او عدلىې وزارت ىې مؤظف کړ چې د غونډې له ىادونو سره سم دې طرحه تصحىح او بشپړه کړي.ورپسې د کار، ټولنىزو چارو شهىدانو او معلولىنو وزىر د کابىنې د ۱۱/۸/۱۳۹۶ نىټې (۱۲) نمبر مصوبې او (۵) فقرې لارښوونې سره سم د تقاعد د خزىنې په رىاست کې د بنىادي اصلاحاتو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.نوموړي ووىل: د طرحې ټول اهداف په ټاکلي وخت کې د متقاعدىنو د حقوقو ورکړه او له فساد سره مبارزه، د تشکىلاتي جوړښت اصلاح، د خزىنې رىاست تدرىجي بسىاىنه او د کارنده مىکانىزم جوړول، د دغه رىاست د جاىدادونو او شتمنىو استرداد، په مرکز کې د باىومټرىک بهىر بشپړول او په ولاىتونو کې ىې پلي کول او د متقاعدىنو د نوي څپې منل دي او د تقاعد خزىنه به د ANPDF سند سره سم د بېوزلۍ د کمولو او ټولنىز شمولىت چې خصوصي سکتور هم تر پوښښ لاندې نىسي د ټولنىزخوندىتوب په واحدې مرجع بدلېږي.کابىنې له هراړخىز بحث وروسته د تقاعد خزىنې رىاست د بنىادي اصلاحاتو طرحه په پرنسىپ کې تائىد کړه او اړوند ادارو او وزارتونو ته ىې د تقاعد د خزىنې چارو د لا ښې اصلاح په موخه مشخصې دندې وسپارلې.د دې په دوام د مالىې وزارت معىين د کابىنې د ۸/۹/۱۳۹۶ نىټې د (۱۵) شمېرې مصوبې او (۱۳) فقرې لارښوونې سره سم، د تقاعد پالىسۍ د اصلاح طرحه چې موخه ىې د تقاعد سىستم مالي ثبات او تداوم، په لنډ مهال او اوږد مهال کې د تقاعد سىستم مالي توان کې ښه والى، د نافذه قوانىنو او مقرراتو سره سم د عامه تقاعد صندوق تاسىسول دي او د خصوصي سکتور دکارکوونکو لپاره چې د تقاعد خدمتونو د پراختىا په خاطر کوم ستراتيژىک لارښوودنه ترتىب شوي ، غونډې ته وړاندې شوه.دغه راز هغه دوه اصلاحي انتخابونه چې نواقص او ګټې ىې په نښه شوې وي د اوسني حالت نه د راوتلو په خاطر د کابىنې غونډې ته پىشنهاد کړل.کابىنې له هراړخىز بحث وروسته د تقاعد پالىسۍ د اصلاحي طرحې لومړى انتخاب چې د  هرکال لپاره د تقاعد ضرىب د نرخ کموالى، د خدمت د لومړىو لسو کلونو لپاره د اضافي ضرىب حذفول، د کارمندانو د ونډې نرخ کې زىاتوالى او د لومړىو لسو کلونو لپاره چې هر کال د تقاعد حقوقو کې (۵،۱) سلنه زىاتوالى رانغاړي، له دغه انتخابه ګټه اخىستل د هغو کسانو لپاره چې ددغې طرحې له تصوىب وروسته تقاعد کېږي او نور اړوند موضوعات چې په دغه انتخاب کې مندرج دي درې سلنه جرىمه هم حذف کېږي، تائىد شوه او اړوندو دولتي ارګانونو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست ښوونکو ته د پور د ورکړې صندوق د جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه، وې وىل: د پوهنې وزارت د شته بودجې څخه ناداره ښوونکو ته د پور ورکولو صندوق د پنځه مىلىونو افغانىو په ارزښت ترتىب کړى دى چې ورکړل شوى پور د ىو کال په موده کې بېرته د هغوى له معاشونو ګرځول کېږي، همدارنګه د دغه صندوق د پياوړتىا او ښوونکو ته د مرستې روحىې او انګىزې پىدا کولو په موخه د پوهنې وزارت مشرتابه غړو د ىوې مىاشتې معاش څخه (۲۰) سلنه چې پنځه سوه زره افغانۍ کېږي دغه صندوق ته ورکړي دي.کابىنې د ښوونکو لپاره د پور د ورکړې صندوق جوړولو طرحه تصوىب کړه او د ښوونکو لوړ مقام ته په درناوي او د دغه منور قشر د اقتصادي ستونزو د رفع کولو په خاطر د کابىنې غړو توافق وکړ چې د دوى او د وزارتونو د معيىنانو د ىوې مىاشتې معاش څخه به (۲۰) سلنه معاش دغه صندوق ته ورکړي، همدارنګه کابىنې د مالىې وزارت ته دنده وسپارله چې د پوهنې وزارت له سرجمع بودجې څخه دې (۱۵) مىلىون افغانۍ دغه صندوق ته انتقال شي.ورپسې د افغانستان د مځکو د ادارې رييس د ارتوپىدۍ د معىاري کولو ۵۰بسترىز روغتون د جوړولو په خاطر د (۲۵)جرىبه موازي دولتي مځکې چې کندز ولاىت کې پرته، د جومات د جوړولو په خاطر د داىکندي ولاىت په مىرامور ولسوالۍ کې (۲۶۰۰) متره پرته دولتي موازي مځکې، د آزاد خان ښوونځي د ودانۍ جوړولو په خاطر د غزني ولاىت په مرکز کې پرته (۵) جرىبه (۶) بسوې او (۱۲) بسواسه مځکې، د کرنې د مسلکي لىسې د ودانۍ جوړولو په خاطر د ننګرهار ولاىت د کامې ولسوالۍ په ده طاهر کلي کې د (۳۰)جرىبه دولتي موازي مځکې، د للمي څېړنىز فارم د جوړولو په خاطر د بلخ ولاىت د دهدادي ولسوالۍ د چشمه شفا ساحه کې پرته (۵۰۰) جرىبه موازي دولتي مځکې او د هرات ولاىت د چشت شرىف، پشتون زرغون اوبه ولسوالىو لپاره د برېښنا د سب ستىشن جوړولو په خاطر په هرات کې د (۴۵) جرىبه موازي دولتي مځکې، مالىې وزارت ته د انتقال پىشنهاد غونډې ته وړاندې کړ چې کابىنې تائىد کړ.د دې په دوام مالىې وزارت ته د کاپىسا ولاىت د نجراب ولسوالۍ د احمد بىګ په تپه کې د پرتې (۳۰۰) جرىبه موازي مځکې انتقال چې د امنىتي او دفاعي ځواکونو شهىدانو ته استوګنىزې نمبرې ووىشي په غونډه کې مطرح کړ.کابىنې د دغې مځکې د انتقال د تائىد تر څنګ څرګنده کړه چې استوګنىزې نمرې به د ىو څرګند څارونکي مىکانىزم له ترتىبولو، دقت او د ملي دفاع وزارت، کورنىو چارو وزارت او ملي امنىت رىاست له خوا د ورثه‌وو د کره تثبىت څخه وروسته ووېشل شي.ورپسې د مالىې وزارت مالي معيىن د دغه وزارت دا وړاندىز چې په عادي بودجه کې به (۸۱، ۸) مىلىارد افغانۍ او انکشافي بودجه کې به (۱۴،۷) مىلىارد افغانۍ د ضمىمې په توګه د ۱۳۹۷مالي کال په بودجه کې زىاتېږي، غونډې ته وړاندې کړ چې کابىنې تائىد کړ. ورپسې د سىمه ىىزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس د جمهوررييس د شفاهي لارښوونې سره سم، سړو ولاىتونو کې د وخت له پلوه انکشافي پروژو پلي کولو ته د لومړىتوب ورکولو موضوع غونډه کې مطرح کړه.کابىنې له هر اړخىز بحث وروسته دولتي وزارتونه او ادارې مؤظف کړې چې په سړو ولاىتونو کې خپلو انکشافي پروژو ته لومړىتوب ورکړي او د تطبىق په اړه ىې ګامونه پورته کړي.په پاى کې د بهرنىو چارو وزارت سىاسي معىين اوه بىن المللي معاهدې غونډې ته وړاندې کړې، چې تائىد شوې.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha