صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهوررييس غني په نا امنو سيمو كې د علمياتو لارښوونه وكړه

جمهوررييس غني په نا امنو سيمو كې د علمياتو لارښوونه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررييس غني په نا امنو سيمو كې د علمياتو لارښوونه وكړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون ماسپښين د غور ولايت له يو شمېر مشرانو، متنفذينو او د ځوانانو د استازو غوښتنې او وړانديزونه واورېدل.

په دغه کتنه کې چې د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې وشوه، لومړى د غور ولايت يو مخور امان الله اخلاقي د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب خبرې وکړې. هغه وويل، موږ د دولت د پراختيايي، ټولنيزو، اقتصادي برنامو او د سولې بهير څخه ملاتړ کوو او افغانستان يو وار بيا د خپلو بچيانو په غښتلو مټو بېرته ورغاول شو. اخلاقي له جمهوررييس څخه د مرکزي سيمو د جغرافيايي زندان د ماتولو په خاطر مننه وکړه. امان الله اخلاقي جمهوررييس ته وويل: تاسې په متوازنې پرمختيا باور لرئ او موږ در څخه د سياسي مشارکت، ښې حکومتولۍ او په ملکي او نظامي بنسټونو کې د ځوانو او متخصصو کادرونو د جذب له امله مننه کوو. هغه په لعل او سرجنګل کې د مستقل اداري واحد د جوړېدو چې مرکز به يې سفيد آب  وي،  د ناوه ـ سرجنګل سړک پخول چې غور له بادغيس سره وصلوي، وړانديز وکړ او د سرحدي سيمو د امنيت په اړه يې له جمهوررييس سره نظر شريک کړ. ورپسې په ولسي جرګه کې د غور استازې رقيه نايل خبرې وکړې، وې ويل: د ملي وحدت حکومت په پيل کې افغانستان په بهرنيو اړيکو او د بودجې په کسر کې زياتې ستونزې درلودې چې ستاسو په مدبرانه مديريت افغانستان بېرته خپل نړيوال اعتبار په ځانګړي ډول د کابل کنفرانس په جوړېدو تر لاسه کړ.

هغې زياته کړه، د سوداګريزو فعاليتونو پراختيا، د هوايي او مځکنيو لارو پرانيستل، د ځوانانو او ښځو رول زياتېدل د افغانستان حکومت د ژمنو د عملي کېدو نښې دي. آغلې نايل، په ادارو کې د ځوانو متخصصو کادرونو او د فيروز کوه ـ هرات د سړک جوړولو په برخه کې وړانديزونه مطرح کړل.

د دې په دوام همايون فطرت د ځوانانو په استازيتوب په خبرو کې وويل: د ابادۍ په برخه کې د جمهوررييس غني هڅې زموږ بچيانو ته د روښانه راتلونکي زيرى لري، خلکو دغه باور ترلاسه کړى دى چې ستاسو پاليسۍ د کورني او بهرني سياست په برخه کې افغانستان د ترقۍ لوړو پوړيو ته رسوي.

هغه د اوبو د مديريت او د ولسي تړون برنامې په برخه کې د جمهوررييس غني نوښتونه وستايل، وې ويل: دامنيتي او دفاعي ځواکونو او د سولې پروسې هر اړخيز ملاتړ کوو. جمهوررييس غني د غور ولايت د مشرانو، متنفذينو او د ځوانانو استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، د لعل و سرجنګل سړک به د فوايد عامې وزارت له خوا تعقيب شي او تاسې به ورباندې خبر شئ. جمهوررييس غني د امنيت د ټينګښت په اړه د غور ولايت د خلکو د غوښتنې په ځواب کې وويل: لارښوونه کوم چې په ناامنه سيمو کې دې نظامي عمليات پيل شي او هر اړخيزه ارزونه دې وشي چې وضعيت واضح شي. جمهوررييس غني وويل، د ولايت ټول اداري بستونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون ارزوي
چ
ې د سيمه ييزې حکومتولۍ ټول معيارونه به مشخص شي.

هغه زياته کړه: بستونه به د ازادې سيالۍ له لارې چې ځوانان او ښځې به په کې اساسي نقش لري ډک شي. جمهوررييس له هغوى وغوښتل چې په شرايطو د برابرو کسانو لېست ورکړي چې په امنيتي سکتور کې ځاى په ځاى شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha