صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | په دوو کلونو کې به په هره ولسوالۍ کې مسلکي ښوونځي جوړ شي

په دوو کلونو کې به په هره ولسوالۍ کې مسلکي ښوونځي جوړ شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په دوو کلونو کې به په هره ولسوالۍ کې مسلکي ښوونځي جوړ شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پکتيا ولايت ته د خپل سفر په دويمه ورځ پرون سهار د دغه ولايت د پوهنتون له يو شمېر استادانو او د ښوونځيو له ښوونکو سره وکتل.په دغه کتنه کې د عبدالحي ګرديزي لېسې استاد د نورو ښوونکو په استازيتوب خبرې وکړې وې ويل:

په ۱۳۹۶کال کې يې د معارف په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې، ۶۰۰ښوونکي د آزاد رقابت له لارې ښوونځيو ته جذب شول چې ۲۰۰تنه يې ښځې دي.هغه زياته کړه: د ښوونکو لپاره روزنيز کورسونه جوړ او يو شمېر ښوونځي ترميم شوي دي ،چې له ۱۵غير فعالو ښوونځيو څخه يې څلور د والي او خلکو په مرسته بيا پرانيستل شول او په نوي کال کې يې ښوونځيو ته زرګونه زده کوونکي جذب شوي دي.محمدآصف زيار، په بېلابېلو برخو کې د ښوونکو ستونزې بيان کړې، وې ويل: پکتيا ولايت کې له اوياوو څخه زيات ښوونځي ودانۍ نه لري او زيات ښوونځي يې د درسي کتابونو، چوکيو او لابراتوار له کمښت سره مخ دي.هغه د سواد زده کړې کورسونه، استادانو ته تحصيلي بورسونه او د ښوونکو د ښارګوټي د ستونزې د حل غوښتنې وکړې.ورپسې د پکتيا پوهنتون د ادبياتو پوهنځي يوه استاد پوهندوى يارمحمد پکتين د نورو استادانو په استازيتوب خبرې وکړې، وې ويل: دا چې پکتيا لومړۍ درجې ولايت ته ارتقا کړې ده؛ نو په کار ده چې د دغه ولايت ټولې ادارې د پوهنتون او د لوړو زده‌کړو د موسساتو په شمول لومړۍ درجه امتيازاتو څخه برخمن شي.هغه پکتيا پوهنتون ته د هوايي ډګر د مځکې انتقال، د استادانو ظرفيت لوړول، د شرعياتو، کمپيوټر ساينس او وترنرۍ پوهنځيو ايجادول او د کرنيز او حيواني څېړنيز فارم جوړولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: د پکتيا د کادري روغتون ودانۍ دې جوړه، د استادانو د کموالي ستونزه دې حل او د هغوی لپاره دې د ماسټرۍ بورسونه په پام کې ونيول شي.جمهوررييس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته، په دې خاطر چې استادانو او ښوونکو ورسره خپلې لاسته راوړنې او ستونزې په وضاحت بيان کړې، مننه وکړه، وې ويل: د پوهنې په برخه کې اساسي بدلونونه راغلي ، ځکه خو روان کال د پوهنې په نوم نومول شوى دى.جمهوررييس استادانو او ښوونکو ته په خطاب کې وويل: تاسې تر ټولو اساسي کار کوئ او هغه بشري پانګونه ده او موخه مو د راتلونکو نسلونو روزنه ده.جمهوررييس وويل: د پکتيا والي ته زما لارښوونه دا ده چې په ټولو ولايتي غونډو کې د ولسواليو د پوهنې مديرانو ته د ګډون زمينه برابره کړي او د ښوونځيو د تعميرونو د کموالي ستونزه به د کليو او پراختيا وزارت  په اساسي ډول حل کړي.د هېواد جمهوررييس د پکتيا والي ته لارښوونه وکړه چې د پکتيا پوهنتون ته د هوايي ډګر د مځکې د انتقال وړانديز دې د منظورۍ لپاره ترتيب کړي او زياته يې کړه، چې د کرنې او حيواني تحقيقاتي فارمونو ستونزه هم په اساسي توګه حل کېږي.جمهوررييس غني وويل: په راتلونکو دوو کلونو کې به په هره ولسوالۍ کې مسلکي ښوونځي جوړ شي او د کليو او پراختيا او کرنې وزارت ته يې لارښوونه وکړه چې له استادانو او ښوونکو سره دې دغسې غونډو ته تر هغو دوام ورکړي چې ټولو ستونزو ته يې رسيدګۍ وشي او عملي نتايج ترلاسه شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha