صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهور رييس غني : د پکتىا ولاىت د ښځو ستونزو ته به رسىده ګي وشي

جمهور رييس غني : د پکتىا ولاىت د ښځو ستونزو ته به رسىده ګي وشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني : د پکتىا ولاىت د ښځو ستونزو ته به رسىده ګي وشي

د افغانستان د اسلامى جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني پکتىا ولاىت ته د خپل سفر پر مهال پرون له غرمې وروسته د دغه ولاىت د ښځو چارو رىاست له غړو او د ښځو د حقونو له ىو شمېر فعالانو سره وکتل.په دغې کتنه کې لومړى د پکتىا والي شمىم کټوازى خبرې وکړې او د ښځو د وضعىت د ښه‌والى په برخه کې ىې د جمهوررييس د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه وې وىل،

 د دې ولاىت د ښځو د ستونزو د حل په برخه کې ىې په تېرو شپږو مىاشتو کې له ښځو سره مسلسلې غونډې لرلى دى او ستاسې د لارښوونې مطابق په دې ولاىت کې د ښځو ستونزو ته رسىدهګى شوې ده.کټوازى ووىل، سږکال موږ د دې ولاىت په اتو ولسوالىو کې د  دولسم ټولګى ښځېنه فارغانې لرلې او دغه راز لس زره نجونې ښوونځىو ته نوې جذب شوي دي چې دا په دې ولاىت کې د پوهنې په برخه کې  مثبت بدلون دى.کټوازى هغو پروژو ته چې د جمهوررييس له لورې پرانىستل شوې په اشارې ووىل، د پىل شوىو پروژو د چارو ډېره ګټه به د دې ولاىت ښځو ته ورسېږى، ده زىاته کړه، ستاسې د لارښوونې په اساس مو  په ولاىت کې ښځو ته روغتون ځانګړى کړ، دغه راز  به هڅه وکړو چې په دې ولاىت کې د ښځىنه‌وو د لاسي صناىعو لپاره مارکىټ او بازار ولرو.وروسته د دغه ولاىت د ښځود چارو رييسې، نسرىن اورىاخىل خبرې وکړې او د هېواد جمهوررييس او ورسره پلاوى ته ىې د هرکلى ترڅنګ د ښځو ستونزو ته د رسىدهګۍ په موخه دده له  ځانګړې پاملرنې مننه وکړه وې وىل، ښځو ته دې امتىازي ىا تشوىقي معاشات په پام کې ونىول شى، دغه راز دې په دې ولاىت کې د قابلګۍ انستىتىوت فعال شى، د ښځىنه ډاکټرانو د نشتوالي ستونزه دې حل او پخوانى روغتون دې په ولادي او نساني روغتون، بدل او د حوزوى روغتون ټولې برخې دې د عدلې طب د څانګې په ګډون چې تر دې مهاله په دې روغتون کې نشته، فعالې شي.ورپسې د پکتىا پوهنتون استادې نازدانې پکتىاوال او نرګس حىا د جمهوررييس له کړنو قدردانى او ملاتړ وکړ او په بېلابېلو برخو کې ىې د دغه ولاىت د ښځو ستونزې په ځانګړي ډول د پوهنې، د دىنى مدرسو د نشتوالى، ښځىنه وو ته د کاري فرصتونو د اىجاد، د پکتىا پوهنتون د ودانۍ د جوړولو او په نورو برخو  کې له جمهوررييس سره شرىکې کړې.جمهوررييس غنى  د ىادو وىناوالو د خبرو له اورېدو وروسته ګډونوالو ته د لومړۍ مېرمنې تاوده سلامونه وړاندې کړل او دې ته په اشارې چې دکلىو د پراختىا وزارت د ښځو شوراګانو ته پىسې ورکوي او لومړىتوبونه ىې په ګوته کوي، ووىل: لارښوونه کوم چې د ښځو اتحادىې دې په پکتىا ولاىت کې اىجاد او د جلغوزىو د پروسس مرکز به جوړ شى.د هېواد جمهوررييس د پوهنې په اړه ووىل، سږکال به په ټول هېواد کې شپږزره معىاري ښوونځي جوړ شي او د نجونو ښوونځىو ته به د لومړىتوب حق ورکړل شي او دغه راز به موږ د پکتىا په هره ولسوالۍ کې ىو مسلکي ښوونځى ولرو. ده زىاته کړه د پکتىا ولاىت په ټولو ولسوالىو کې به د پولىسو مرکزونه او  اساسى ودانۍ جوړې شي.محمداشرف غني څرګنده کړه، سږکال به د ښوونې او روزنې په برخه کې په اساسي ډول کار وشي او د نجونو ښوونځىو ته به لومړىتوب وركړل شي. ده دغه راز زىاته کړه په نږدى وخت کې به اته زره بستونه اعلان شي او د ښځو ونډې ته به ځانګړې پاملرنه وشي.د غونډې په پاى کې د هېواد جمهوررييس ووىل: په لوړو بستونو کې به د خوىندو د استخدام په برخه کې اقدام وشي او په دولتي ادارو کې به د ښځو ونډه زىاته شى، د روغتىا په برخه کې به شته ستونزې امکاناتو ته په کتو حل او په عدلي او قضاىي ارګانونو کې به د ښځىنه قاضىانو برخې ته پام وشي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha