صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | ولسمشر غني د ځانګړو ځواكونو د عملياتو پر پراختيا ټينګار وكړ

ولسمشر غني د ځانګړو ځواكونو د عملياتو پر پراختيا ټينګار وكړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر غني د ځانګړو ځواكونو د عملياتو پر پراختيا ټينګار وكړ

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د خاصو ځواکونو د شهىدانو د فاتحې او قران شرىف د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ او د ټولو شهىدانو په ځانګړي ډول د خاصو ځواکونو د شهىدانو روح ته ىې دعا وکړه.

دا مراسم چې د ځانګړو ځواکونو په قول اردو کې جوړ شوي وو د قران شرىف له ختم وروسته د هېواد جمهوررييس د خپلې غمشرىکۍ او خواخوږۍ مراتب د شهىدانو په ځانګړي ډول د خاصو ځواکونو د شهىدانو کورنىو ته وړاندې کړل ، د دې ځواکونو قربانۍ ىې وستاىلې او په موقع ىې د هغو کورنىو ته پر رسىدهګۍ ټىنګار وکړ. د خاصو ځواکونو د شهىدانو د وارثانو په استازىتوب عبدالعظىم خبرې وکړې او د جمهوررييس څخه ىې د شهىدانو له کورنىو سره د غمشرىکۍ او خواخوږۍ له  څرګندولو قدرداني وکړه او وې وىل: د دې خاورې د ىوه بچي او د شهىد د ىوه وارث په توګه ډاډ درکوم چې د هېواد او ملي ارزښتونو څخه به ساتنه کوو او د شهىدانو د  پاکو ارزښتونو د تحقق په خاطر به د دوى لار تعقىب کړو. وروسته د هېواد جمهور رييس او د وسلوال پوځ د اعلى سرقومندان په مشرۍ امنىتي غونډه جوړه شوه چې په کې د خاصو عملىاتو قول اردو قومندان ډګر جنرال بسم الله وزىري د خپلو اجرااتو راپور وړاندې کړ او د قواوو ترمنځ ىې  د لازمو ګډو هڅو او همغږۍ څخه ډاډ ورکړ. جمهوررييس محمداشرف غني د خاصو عملىاتو قول اردو قومندان بسم الله وزىري ته د ډګرجنرالۍ د رتبې د ورکړې په مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ، د امنىتي او دفاعي ځواکونو د لوړو پوړو مقاماتو او سرتېرو په حضور کې جوړ شوي وو، ګډون وکړ. په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزىر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي په خپلو خبرو کې له امنىتي او دفاعي ځواکونو څخه د جمهوررييس د پاملرنې او څارنې قدرداني وکړه او ډاډ ىې ورکړ چې د جګړې په ډګر کې دغو ځواکونو دښمن مات کړى او د وطن څخه د دفاع په لار کې له هىڅ ډول هڅو ډډه نه کوي. په دې غونډه کې د جمهور رييس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د خاصو ځواکونو قول اردو قومندان بسم الله وزىري د ترفىع حکم ولوست. په فرمان کې راغلي، نوموړي ورسپارل چارې په برىالي او درست ډول اجرا کړي چې د قدردانۍ نوموړي ته د تورنجنرالۍ څخه د ډګرجنرالۍ ترفىع منظوره ده. جمهوررييس او د وسلوال ځواک اعلى سرقومندان د خاصو ځواکونو قول اردو قومندان بسم الله وزىري ته د ډګرجنرالۍ رتبې له ورکړې وروسته د دې قول اردو منسوبىنو ته په خطاب کې ووىل: ستاسې له سربازۍ څخه چې په تېره ىوه مىاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولاىتونو کې د جګړې وضعىت بدلون موندلې، مننه کوم. جمهوررييس زىاته کړه، تاسې تل د خلکو له حقونو څخه دفاع کړې او په دې لاره کې برحقه ىاست. هغه ملي دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې د خاصو قطعاتو دستورالعمل دې ترتىب او د تصوىب په خاطر دې د ملي امنىت شورا ته وسپاري. د وسلوال ځواک اعلى سرقومندان ځانګړو قواوو ته په خطاب کې ووىل، تاسې د ملي ىووالي په څېر ىاست، زما او د افغانستان د ټولو خلکو پر وړاندې ځانګړي ىاست، ځکه پر تاسې پانګونه شوې او ځواکونه او ملت پر تاسې تکىه دى. جمهوررييس څرګنده کړه، خاصو عملىاتو ته باىد پاملرنه وشي او د وسله وال پوځ د اعلى سرقومندان په توګه تاسې هر ىو د دې خاورې رېښتىنى بچې ګڼم او پر تاسې هر ىوه وىاړم. جمهوررييس غني د خاصو ځواکونو قول اردو قومندان بسم الله وزىري له هڅو مننه وکړه او لارښوونه ىې وکړه چې د افسرانو او برىدملانو د ترفىع او دغه راز دې د دې قول اردو د سرتېرو د تقدىرولو لىست جوړ او په دې برخه کې دې لازم اقدامات وکړي. د وسلوال ځواک اعلى سرقومندان ووىل، پر تاسې باور لرم، ځکه تاسې زموږ خوندىتوب تأمىنوئ او موږ سوله او ثبات مومو. هغه زىاته کړه، راتلونکي نسلونه به تاسې په نىکۍ ىادوي او له وطن څخه د دفاع او د دښمنانو سره د مبارزې په خاطر به ستاسې کړنې ستاىي. د دې مراسمو په پاى کې د خاصو عملىاتو قول اردو قومندان بسم الله وزىري له وسلوال پوځ څخه د جمهوررييس د ملاتړ او څارنې قدرداني وکړه او د خپلې رتبې ترفىع ىې د دې قول اردو د منسوبىنو د هڅو او قربانو منندوىه وبلله. هغه ډاډ ورکړ چې له هېواده د دفاع په برخه کې به په
 انسجام، ىووالي او ىوموټي ډول جدي هڅې وکړي

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha