صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | ولسمشر غني:غير دولتي موسسې كه خپل کارونه سم نه کړي وبه تړل شي

ولسمشر غني:غير دولتي موسسې كه خپل کارونه سم نه کړي وبه تړل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر غني:غير دولتي موسسې كه خپل کارونه سم نه کړي وبه تړل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي: که غير دولتي موسسې خپل کارونه په سمه توګه ترسره نه کړي، وبه تړل شي. افغان حکومت که څه هم د غير دولتي موسسو کارونه مهم بولي، خو وايي، لګښتونه يې بايد شفاف او فعاليتونه يې هم متوازن شي. ولسمشر محمد اشرف غني د يکشنبې په

ورځ په کابل کې دغير دولتي موسسو په لومړي کنفرانس کې وويل چې که غير دولتي موسسې سم کار ونکړي او لګښتونه يې شفاف نه وي، وبه تړل شي. د ښاغلي غني په خبره، د غير دولتي موسسو کار بايد په پروګرام سره ترسره شي، نه پروژه يې.

ښاغلي غني زياته کړه: (( د غير دولتي موسساتو د کار مېکانېزم، پروژه يي دى، کله چې يوازې په ۱۳۹۵ کال کې ۵۱۹۸ پروژې موجودې وي، نو ايا کار يې ګټور دى؟ داسې يو هېواد ماته وښيئ چې په غير دولتي موسسو يې اتکا د بې وزلۍ د له منځه وړلو يا اساسي پرمختګ لامل شوې وي؟ نو موږ يو اساسي بحث ته اړتيا لرو.)) ولسمشر غني وايي چې په هېواد کې انجوګانې په تېرو ۱۷ کلونو کې په دې نه دي توانېدلې، چې يوه پراختيايي اجنډا جوړه کړي، نوموړى وايي چې دا بايد وشي.

ښاغلي غني وويل چې حکومت د خپلو لګښتونو په اړه حساب ورکوونکى دى او غيردولتي موسسات هم بايد دا کار وکړي. په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي چې په هېواد کې غيردولتي موسسې د کرنې، پوهنې، روغتيا، خونديتوب، ښې حکومتوالۍ اوبنسټيېزو چارو په برخه کې فعاليت لري. د اقتصاد وزير مصطفى مستور جوړ شوي کنفرانس ته وويل چې په افغانستان کې غير دولتي موسسو په ۱۳۹۵ کال کې ۸۵۰ ميليونه ډالره لګولي، خو سم حساب يې نه دى ورکړى. نوموړي که څه هم د موسسو د شمېر په اړه څه ونه ويل، خو ټينګار يې وکړ چې د يو شمېر موسسو د تمويل سرچينې مشخصي نه دي چې دا يوه لويه ستونزه ده. ښاغلى مستور وايي: ((که څه هم په ډېرو برخو کې د موسسو کار ګټور او د پام وړ دى او موجوده شرايطو ته په پام سره د هڅونې دى، خو په دغه سند يا عملاً په ساحه کې يو شمېر موارد موجود دي چې تر ډېره د تامل او سمون وړ دي، ښې موسسې له بدو او بوختې له وزګارو بايد بېلې شي، د موسسو د انحلال په اړه وروسته له دې له قانون سر سم جدي يو او بايد تخصصې شي.)) دا د غيردولتي موسسو لومړنى کنفرانس دى چې په افغانستان کې جوړېږي چې د اقتصاد وزارت په وينا، اصلي هدف يې د انجوګانو تر منځ د توازن رامنځته کول او د دوى په کارونو کې شفافيت دى. د دغه وزارت د چارواکو په وينا، په افغانستان کې په ځانګړي ډول  په کليو کې د بې وزلۍ کچه ۳۹ سلنه لوړه ده چې بايد د حکومت تر څنګ د غيردولتي موسسو خدمتونه د دغې پديدې په راکمولو کې ګټور تمام شي.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha