صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | ملت او دولت د هېواد د امنىتي او دفاعي ځواکونو د شهىدانو پوروړى دى

ملت او دولت د هېواد د امنىتي او دفاعي ځواکونو د شهىدانو پوروړى دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملت او دولت د هېواد د امنىتي او دفاعي ځواکونو د شهىدانو  پوروړى دى

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملي امنىت د غبرګون د خاصو قطعاتو د ګډې عمومي قوماندانۍ د پرانىستې په مراسمو کې ګډون او وىنا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې د ملي دفاع وزىر او د ملي امنىت عمومي رييس هم حضور درلود، جمهوررييس ووىل: تاسې هر ىو د دې خاورې رىښتىني بچىان ىاست، ځکه د بلې هري دندې په پرتله مو سربازۍ ته ترجىح ورکړې ده.جمهوررييس له ټولو خاصو قطعاتو څخه په مننې زىاته کړه: زمونږ خاصو قطعاتو ثابته کړه چې زمرىان دي او د افغانستان دښمنان ورنه ډارېږي او د دوى د نوم په اورېدو د  دښمن په زړه کې وىره پيدا کېږي، دا وىره په دې خاطر نه ده چې په مجهزو وسلو سمبال ىاست، لامل ىې دا دى چې تاسې قوي اىمان لرئ.د هېواد جمهوررييس ووىل، ما د وسله‌والو ځواکونو د اعلى سر قومندان په توګه پرېکړه وکړه چې د اردو خاص قطعات قول اردو ته ارتقا وکړ

چارو وزارت او  ملي امنىت قطعات بىرته انسجام پىدا کړي او د خاصو قطعاتو قومنداني رامنځته شي.محمداشرف غني د ملي امنىت د لوى رىاست له فعالىتونو مننه وکړه وې وىل: هر څوک په خاصو قطعو کې شاملېداى نه شي، ځکه تاسې خاص ىاست او ستاسې ښوونه او روزنه سخته ده. هغه زىاته کړه: تاسې ته په دغه مهمه دنده کى برىالىتوب غواړم او له ملي بىرغ او علم شرىف سره د تعلق مبارکي درته واىم.جمهوررييس غني څرګنده کړه، ملت او دولت د هېواد د امنىتي او دفاعي ځواکونو د شهىدانو  پوروړى دى. هغه زىاته کړه، تاسې هر ىو د تقدىر وړ ىاست، د ملي امنىت مرستىالانو نن د ډګر جنرالۍ ستوري د کفاىت، ملي تعهد او بشپړ سىاسي بې پرىتوب په خاطر اخىستي او دوى افغانستان ته ژمن مسلکي منسوبىن دي.جمهوررييس ټىنګار وکړ، چې ملي امنىت درې اساسي اصوله لري، لومړۍ قانون ته تعهد، ىعنې په ملي امنىت کې شکنجه او غىر انساني کړنې ځاى نه‌لري او له دښمن سره چلند ىې د قانون پر بنسټ دى. دوىم تاسې د دې هېواد رضاکاران ىاست، تاسې بل انتخاب کولاى شواى، خو تاسې د دې لپاره په امنىتي او دفاعي بنسټونو کې شامل شوى ىاست چې خپل هېوادوال وساتئ او له ملکي تلفاتو مخنىوى هغه اصل دى چې : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha