صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د سولې په پروسه كې د ښځو حضور ضروري دى

د سولې په پروسه كې د ښځو حضور ضروري دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سولې په پروسه كې د ښځو حضور ضروري دى

د افغان حکومت اجرائىه رييس عبدالله عبدالله وايي: سوله د پردې تر شا او د افغان ښځو له حضور پرته چې نىمايي ټولنه جوړوي نه شي ټىنګېداى.عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د مارچ د اتمې د ښځو د نړىوالې ورځې په مناسبت په کابل کې ىوې جوړې شوې غونډې ته ووىل:

 افغان حکومت طالبانو ته د سولې له وړاندىزه نه په شا کېږي، خو سوله د پردې ترشا او د ښځو له حضور پرته ناممکنه ده.ښاغلي عبدالله زىاته کړه: افغان حکومت په ټولو ملي پروسو کې د ښځو مهمو ونډو ته پام کړى او د سولې په برخه کې هم باىد ډاډه وي.نوموړي زىاته کړه: (( د افغانستان خلک د سولې هىله لري، حکومت خپل غږ پورته کړى ، وړاندىز ىې کړى او په نورو پړاوونو کې به د افغانستان خلک په جرىان کې وي، سوله د پردې تر شا د خلکو او د ټولنې د نىمايي نه د زىات نفوس په غىاب کې عملي، ممکن او مطلوبه بېخي نه ده.))د ښاغلي عبدالله په خبره کله چې ىوه ډله جګړه پرىږدي او غواړي له سىاسي لارو خپلو هدفونو ته ورسېږي، که د ښځو حقونو ته درناوى نه کوي، نو افغان مېرمنې دې ډاډه وي چې داسې ىوې ډلې ته څوک راىه نه ورکوي.افغان حکومت د کابل پروسې په غونډه کې طالبانو ته له قىد او شرط پرته د سولې وړاندىز وکړ، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي وىلي.د حکومت له دغه وړاندىز وروسته د افغان ښځو د شبکې په ګډون د ښځو ىو شمېر ملاتړو بنسټونو له افغان حکومته وغوښتل چې د سولې په پروسه کې د مېرمنو په ترلاسه شوىو حقونو معامله ونه کړي.د ولسي جرګې ىو شمېر غړىو او د ښځو د حقونو ښځىنه فعالانو چې دوى هم د ښځو د نړىوالې ورځې په مناسب جوړو شوىو مراسمو کې ګډون کړى و د ښځو ونډې ته د نه پام له کبله پر حکومت توندې نىوکې وکړې.د ولسي جرګې غړې هىلې ارشاد ووىل: تراوسه د افغان مېرمنو په برخه کې د حکومت ډېرې ژمنې د شعار تر برىده پاتې دي او د سولې په پروسه کې هم دوى د خپلې ونډې په اړه ناهىلې دي.له دې ټولو سره، سره د افغان ښځو شبکه وايي: افغان حکومت باىد له ښځو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.د دغه شبکې غړې عادلې امرخېل آزادۍ راډىو ته ووىل: د سولې ټىنګښت د افغان مېرمنو د ژوند په ښه والي کې مهم رول لري، خو په خبره ىې چې له وسله والو مخالفىنو سره د سولې په پروسه کې د ښځو د حقونو خوندىتوب هم باىد ىقىني شي:((سوله ، خو د هر افغان چې په هر ځاى کې وي ىوازىنى ارمان دى او نور ټول له جګړو ستړي شوي، دا زموږ لومړنۍ او ډېره مهمه غوښتنه ده، خو دا چې کله سوله راځي موږ غواړو چې د ښځو حقونو هم په کې خوندي پاتې شي.)) ، اجرائىه رييس زياته كړه : د ملي ىووالي حکومت د ښځو د ارمانونو پوره کېدو او په بېلابېلو برخو کې د دوى د حقونو خوندىتوب ته ژمن دى.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha