صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د جمهور رييس غني په مشرۍ کابىنې فوق‌العاده غونډه وكړه

د جمهور رييس غني په مشرۍ کابىنې فوق‌العاده غونډه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس غني په مشرۍ کابىنې فوق‌العاده غونډه وكړه

د عدلىې وزىر عبدالبصىر انور د افلاس قانون طرحه په ۸ څپرکو او ۵۵ مادو کې غونډې ته وړاندې کړه. کابىنې له هراړخىز بحث وروسته ىاده طرحه د ىو لړ بدلونونو په راوړلو سره تائىد او دعدلىې وزارت ته ىې دنده وسپارله چې د قانون دغه طرحه د غونډې له ىادونو سره سمه تصحىح او نهاىي کړي.

دعدلىې وزىر د اداري اجراآتو د قانون طرحه چې ۵ څپرکي او ۷۴ مادې لري او د قوانىنو په کمېټه کې تائىد شوې وه، غونډې ته وړاندې کړه. ده زىاته کړه، د دې طرحې هدف د اداري اجرااتود اړوندو چارو تنظىم، د عامه ادارې او ولس ترمنځ د اړىکو تنظىم، د قانون حاکمىت او د اجرااتو له پلې کېدو څخه ډاډ ترلاسه کول دي چې عامه او خصوصي ګټې او اړتىاوې تامىنوي.غونډې له هراړخىزو بحثونو وروسته ىاده طرحه په پرنسىپ کې تائىد کړه، د جمهوري رىاست دوىم مرستىال او عدلىې وزارت ىې موظف کړل چې ىاده طرحه تصحىح او نهاىي کړي. وروسته دعدلىې وزىر د نظامي جرمونو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې له هر اړخىز بحث وروسته د عدلىې وزارت موظف شو، ترڅو د ىاد قانون طرحه د لا زىات بحث په خاطر د ملي امنىت شورا ته وړاندې کړي. دغه راز دعدلىې وزىر د واټونو د ترانسپورټ دتنظىم د قانون طرحه او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ځينو مادو د تعدىل او زىاتولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه. کابىنې له هراړخىز بحث وروسته، دعدلىې وزارت موظف کړ چې له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ دې د ىادو طرحو بىا کتنه وکړي او د کابىنې راتلونکو غونډو ته دې وړاندې کړي. ورپسې؛ د عدلىې وزىر د سوداګريزو محاکماتو د اصولو قانون چې په ۱۳۴۳کال کې په (۱،۲،۳ او ۴) شمېر رسمي جرىدو کې خپور شوى و دوىم نمبر ضمىمه شوې طرحه ىې چې د قوانىنو په کمېټه کې تائىد شوې ده، غونډې ته وړاندې او تائىد شوه.ده د جزايي اجراآتو د قانون (۲) نمبر ضمىمه شوې طرحه چې د حبس او حجز د بدىلونو د پلي کېدو په اړه ده، غونډې ته وړاندې کړه او تائىد شوه. په دغۍ غونډه کې د بىن‌المللي مىثاقونو او معاهداتو د قانون د (۴) مې مادې د فقرې د بىا تعدىل طرحه د کابىنې غونډې تائىد نه کړه.همدارنګه د لوىې څارنوالۍ د واک او تشکىل د قانون د ځىنو برخو د تعدىل او زىاتولو طرحه په غونډې کې مطرح او کابىنې تائىد کړه.د غونډې په پاى کې د مالىې وزارت د ۱۳۹۷مالي کال د بودجې د ضمىمې په توګه د اتو انکشافي پروژو لپاره په انکشافي بودجه کې د( ۵، ۱) مىلىاردو افغانىو زىاتولو وړاندىز تائىد شو.دغه وړاندىز شوې پروژې د ماليې، د کلىو د پرمختىا او پوهنې وزارتونو اړوند دي چې د نړىوال بانک، د جنوبي اسىا د سىمه‌ىىزو همکارىو سازمان د انکشافي صندوق ـ سارک، ىونسکو، امرىکا، برىتانىا او کورىا له خوا تموىلېږي.


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha