صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهوررييس غني: موږ د جنګ او سىاست په ډګرونو کې برىالي ىوو

جمهوررييس غني: موږ د جنګ او سىاست په ډګرونو کې برىالي ىوو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررييس غني: موږ د جنګ او سىاست په ډګرونو کې برىالي ىوو

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور رييس محمداشرف غني د كب په لسمه له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت په مقر کې د ملي دفاعي او امنىتي ځواکونو د نمانځنې په ملي ورځ (( د کب نهمه )) کې ګډون او وىنا وکړه.

د هېواد جمهوررييس د تشرىفاتو د قطعې له معاىنې وروسته د ملي وسله‌والو ځواکونو د شهىدانو په ىاد د ملي دفاعي ځواکونو د شهىدانو منار ته د ګلو ګېډۍ کېښوده او د وسله‌والو ځواکونو د شهىدانو پاک روح ته ىې دعا وکړه.جمهوررييس غني د ملي امنىتي او دفاعي د ملي ورځې ((د کب د نهمې)) د مبارکۍ د ورکړې تر څنګ هغوى ته په خطاب کې ووىل:(( تاسې د ټولنې له منځه راپورته شوي او ولس پورې تړلي ىاست، نن افغانستان په تاسې وىاړي او زه د وسله‌والو ځواکونو د اعلى سرقوماندان په توګه ستاسې زړورتىا، قربانۍ او د افغانستان ملي بىرغ او خاورې ته تعهد ستاىم.))جمهوررييس غني د ولس د ټولو اقشارو په ځانګړي ډول دىني علماووڅخه چې په دې وروستىو کې يې د واحدې اجماع له لارې له ملي امنىتي او دفاعي ځواکونو هر اړخىز ملاتړ کړى دى، قدرداني وکړه.جمهوررييس او د وسله‌والو ځواکونو اعلى سرقوماندان د کابل پروسې کنفرانس او مىلمنو د امنىت په ټىنګښت کې د ملي امنىتي او دفاعي ځواکونو له هڅو مننه وکړه. هغه د هېواد له وسله‌والو ځواکونو څخه د نړيوالو ځواکونو له ملاتړ او همکارۍ په ځانګړۍ ډول په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د عمومي قوماندان جنرال نىکلسن څخه مننه وکړه.د وسله‌والو ځواکونو اعلى سرقوماندان د وسله‌والو ځواکونو منسوبىن مخاطب کړل، وې وىل: تاسې ناممکن، ممکن کړ، ځکه خلک د انتقال پروسې پر مهال د نظام په تداوم بې باوره و او دا تاسې وى چې دا باور مو رامنځ ته کړ.هغه څرګنده کړه: د سولې، ثبات او د امنىت په ټىنګښت کې ستاسې هر ګام ستاسې د برحق ملي موقف استازىتوب کوي ، چې د افغانستان د دولت او خلکو له هر اړخىز ملاتړ نه برخمن دى او زموږ ژمنه امنىتي او دفاعي ځواکونو او د هغوى بازمانده ګانو ته پاملرنه ده.جمهوررييس غنى د سولې په اړه ووىل: موږ د سولې په اړه خپل وړاندىزونه د کابل پروسې په کنفرانس کې په خورا جراات او په بشپړ باور په څرګند ډول خپلو امنىتي او دفاعي ځواکونو سره مطرح کړل او هغه مو ځواکمن موقف  ته وړاندې کړل.جمهوررييس غني سوله د افغانستان مهمه اړتىا وبلله او ټىنګار ىې وکړ ، چې دا مهال په دې اړه ىوه سرتاسري اجماع جوړه شوې ده او د چهارشنبې په ورځ د کابل په کنفرانس کې د سولې په پلان کې وړاندې شوه او موږ به دا په بشپړجرات تطبىقوو.جمهوررييس محمداشرف غني څرګنده کړه ، چې د سولې په بحث کې د ښځو حقوق په هېڅ ډول د معاملې وړ نه دي او د افغانستان د ټولو ښځو له مدني حقونو څخه به په هر اړخىز ډول دفاع کېږي، زموږ خلک د پاىدارې سولې او سوکاله راتلونکي غوښتونکي دي.جمهوررييس ووىل: موږ د جنګ او سىاست په دواړو ډګرونو کې برىالي ىوو او د غازي امان خان د نابشپړ شوي څپرکي د بشپړولو لپاره ګډې هڅې کوو، افغانستان موږ ته چا نه دى رابښلى، موږ په خپلو قربانىو استقلال او آزادي تر لاسه کړې ده.جمهوررييس زىاته کړه: په داسې حال کې چې سولې ته هىله‌ من ىوو، جنګ د خپل حال واقعىت ګڼو، د جګړې په مىدان کې تعلل او غفلت د منلو وړ نه دى او باىد له ځانه د مشروع دفاع او دښمنانو سره د مبارزې لپاره لازم چمتووالى ولرو.د وسله‌والو ځواکونو اعلى سرقوماندان د هېواد امنىتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنو ته په اشارې ووىل: د امنىتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ راغلې همغږي، مدىرىت او په امنىتي او دفاعي ځواکونو کې سالمه رهبري وستاىله او همدارنګه له ىې وسله‌والو ځواکونو سره د عدلي او قضايي سکتور همکاري او ملاتړ څخه مننه وکړه.جمهوررييس څرګنده کړه، چې زموږ د خاورې خوندىتوب ستاسې همغږۍ پورې تړلى دى دا قوت ستاسې له قوت څخه سرچىنه اخلي. هغه د امنىتي او دفاعي ځواکونو په ارګانونو کې د سرتاسري اصلاحاتو په دوام ټىنګار وکړ وې وىل: حکومت غواړي داسې وسله‌والو ځواکونه په مىراث پرېږدي چې ستونزې ونه لري.هغه د امنىتي ځواکونو د څلورکلن پلان له تطبىق څخه خوښي وښوده او زىاته ىې کړه ، چې د دغه پلان له برکته به د قانون حاکمىت په خاطر قوه په مشروع ډول استعمال شي. جمهوررييس ووىل: د وسله‌والو ځواکونو بله لاسته راوړنه به د ملي شورا، د ولسوالىو شوراګانو او د جمهوري رىاست د ټاکنو امنىت ټىنګښت وي.د وسله‌والو ځواکونو اعلى سرقوماندان څرګنده کړه، چې د وسله‌والو ځواکونو په اړه زموږ تعهد دوه اړخىز دى او په بشپړ قاطعىت به ورڅخه دفاع کوو، تارىخ به د افغانانو پر وړاندې ستاسو له محبت، قربانىو او هر اړخىزو ژمنو په نېکۍ ىادونه وکړي. هغه زىاته کړه: راتلونکى نسل به د اوسني نسل اتلولي په زرىنو کرښو ثبت کړي.په دغو مراسمو کې اجرائىه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي دفاع او کورنىو چارو وزىرانو، د ملي امنىت عمومي رييس او د ملي دفاع لوى درستىز جلا جلا وىناوې وکړې او په خپلو خبرو کې يې له ترورېزم سره په مبارزه او د خلکو په دفاع کې د هېواد د ملي امنىتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او هڅې وستاىلې.په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت په وړاندىز او د جمهوررييس په منظورۍ د ملي دفاع وزارت لوى درستىز جنرال شرىف ىفتلي د ډګر جنرالۍ له رتبې څخه ستر جنرالۍ ته ترفىع وکړه. همدارنګه د کب د نهمې په مناسبت د ملي امنىتي او دفاعي ځواکونو ىو شمېر منسوبىنو ته ترورېزم سره د مبارزه او د امنىت په ټىنګښت کې د هغوى د هڅو د درناوى په خاطر دولتي مډالونه، نښانونه، ستاىنلىکونه او نقدي مرستې ډالۍ شوې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha