صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د امنيتي ځواکونو مېړانه او ملي فکر افغانستان بريالى کولى شي

د امنيتي ځواکونو مېړانه او ملي فکر افغانستان بريالى کولى شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د امنيتي ځواکونو مېړانه او ملي فکر افغانستان بريالى کولى شي

افغان ولسمشر وايي، د څلور کلن امنيتي پلان پلي کېدل په جګړه او سياست دواړو برخو کې د هېواد بريا ډاډمنوي.

ښاغلي غني وويل، د امنيتي ځواکونو مېړانه او ملي فکر افغانستان په جګړه او سياست دواړو ډګرونو کې بريالى کولى شي.ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د مارشال محمد قسيم فهيم د دفاعي پوهنتون او له ملي نظامي اکاډمۍ د سلګونو افسرانو د فراغت په غونډه کې وکړې او ويې ويل چې د امنيتي ځواکونو دنده سخته، خو مقدسه ده.ښاغلي غني زياته کړه: (( پس له نن نه ستاسو هويت ملي اردو ده، ژبې لرئ، کلي لرئ، ولايتونه لرئ، نور ټول هويتونه دي، ،خو دا هويت له ټولو هم سخت دى او هم مقدس دى، خو هيله ده چې دا فرق مو هم لېدلى وي چې پخوا مو تل د جګړې ميدانونه ګټلي، خو د سياست ميدان مو بايللى و، اوس يې دواړه ګټو.))ولسمشرغني وويل، حکومت او ولس دواړه په افغان امنيتي ځواکونو باور لري او په کلکې ارادې سره يې ملاتړ کوي.د مارشال فهيم د دفاعي پوهنتون او له ملي نظامي اکاډمۍ په ۱۰مه دوره کې ۵۲۸ تنه افسران فارغ شول چې يوازې اته تنه يې ښځې دي.له دغه پوهنتون او اکاډمۍ په تېرو نهو دورو کې څه باندې ۹ زره افسران فارغ شوي چې د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې پخپلو دندو بوخت دي.د مارشال فهيم دفاعي پوهنتون او ملي نظامي اکاډمي په ۱۳۸۴ لمريز کال د پخواني حربي پوهنتون پرځاى، د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د امريکا متحدو ايالتونو او نړيوالې ټولنې په مرسته جوړ شوې ده.دغې فراغت غونډې ته د افسرانو د ملي نظامي اکاډمۍ قوماندان احمدالله داور وويل، هغه افسران چې له دغه دفاعي پوهنتون او له اکاډمي فارغېږي، مسلکي او په ټولو پوځي مسايلو آګاه دي.په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزير طارق شاه بهرامي دغو مراسمو ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونه په پوره صداقت او مېړانې چمتو دي چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.ښاغلي بهرامي وويل:(( ډاډ درکوم چې له ما نيولې تر وروستي عسکره پورې په لرو پرتو سيمو کې په هلمند کې، په بدخشان کې، په کونړ کې، په نيمروز کې او په ټول هېواد کې زموږ ځواکونه ستاسو تر قيادت لاندې د خپل هېواد ساتنه کوي او په ډېر صداقت او ايماندارۍ سره به خپلو دندو ته دوام ورکوي.))ښاغلي بهرامي وويل، د افغان ځواکونو مسلکي وړتيا او مېړانه ورځ تربلې ثابتېږي چې له امله يې په دغو ځواکونو د خلکو باور هم زيات شوى دى.د دغو مراسمو په پاى کې د مارشال محمد قسيم فهيم دفاعي پوهنتون او ملي نظامي اکاډمۍ څلورو ممتازو زده کوونکو عبدالکريم، محب الرحمن، صبغت الله او مونثې ته د غازي ميربچه خان او ملالۍ عالي دولتي مډالونه هم ورکړل شول.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha