صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د هرات ځوانانو او د مدني ټولنې استازو د جمهور رييس غني له بنسټيزو پلانونو ملاتړ وکړ

د هرات ځوانانو او د مدني ټولنې استازو د جمهور رييس غني له بنسټيزو پلانونو ملاتړ وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د هرات ځوانانو او د مدني ټولنې استازو د جمهور رييس غني له بنسټيزو پلانونو ملاتړ وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون ماښام په غازي امان الله خان تالار کې د هرات ولايت د ځوانانو او مدني ټولنې د بسنټونو له استازو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د هغوى نظريات او وړانديزونه واورېدل.

د ځوانانو او مدني ټولنې استازو په خپلو جلا جلا خبرو کې جمهوررييس غني ته د ښه راغلاست تر څنګ د ټاپي پروژې د پيل مبارکي ورکړه او د زيربنايي چارو او بهرني سياست په برخه کې يې د جمهوررييس هڅې وستايلې.دوى ځوانان او په ټولنه کې يې نقش، د اوبو مديريت، د انرژۍ توليد، د کرنې پياوړتيا، د سمنټو په برخه کې د پانګونې، د حکومت او مدني ټولنې ترمنځ د اعتماد جوړولو، له فساد او غصب سره د مبارزې، د بندونو جوړولوپه هرات پوهنتون کې د ماسټرۍ پلان جوړېدو او د ټاپي لپاره د ځوانانو دکمېټې د جوړولو په اړه طرحې، نظريات او وړانديزونه مطرح کړل.

د هېواد جمهوررييس په خپلې وينا کې د خلکو بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول له ځوانانو او مدني ټولنې څخه د حکومت د برنامو د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او ځوانانو ته يې په خطاب کې وويل: په کار ده چې د پخواني نسل له تجربو څخه زده کړه وکړو او ترمنځ مو ملي روحيه پياوړې شي، همدارنګه مخکې لاړ شو او افغانستان شموله فکر وکړو. هرات د افغانستان نوي نسل ته د اميد، همکارۍ او ژمنې پيغام ورکړ.ده پر حکومتي برنامو د مدني ټولنې د څارنې نقش اغېزناک وباله او د حکومت او مدني ټولنې ترمنځ يې د باور فضا په رامنځته کولو ټينګار وکړ، وې ويل: مدني ټولنه بايد په ټول هېواد کې واحد غږ ولري.جمهوررييس غني زياته کړه: موږ په خپل بهرني سياست کې له ګاونډيانو او د نړۍ له هېوادونو سره پراخې اړيکې غواړو او زموږ مسووليت د راتلونکو پنځو نسلونو لپاره د سوکالۍ راوستل دي.جمهوررييس محمداشرف غني څرګنده کړه: زموږ اراده پياوړې ده او زموږ رسالت دا دى چې له ځوان نسله ملاتړ وکړو او اداره لا ځوانه کړو. هغه له ځوانانو او مدني ټولنې وغوښتل چې د اصلاحاتو په ځانګړي ډول د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې خپلې طرحې له حکومت سره شريکې کړي.ده وويل په راتلونکو دوو کالو کې به د هېواد ټول کلي د ولسي تړون دپروګرام له لارې ښوونځي ولري چې ټول ماشومان به په زده‌کړو بوخت شي. جمهوررييس وويل، موږ بايد داسې شتمني رامنځته کړو چې له امله يې ټولنيز عدالت راشي.جمهوررييس اوبو او د هغو مديريت ته په اشارې وويل: د هېواد د اوبو حوزې بايد وڅېړل شي او په دغې برخه کې دې د چارو متخصصان او پوهان هر اړخيزې څېړنې وکړي، ځکه زموږ موخه داده چې خپلو کروندګرو ته خپلې اوبه چمتو کړو.ده وويل، تر ټولو غټه ستونزه زموږ د وارداتو او صادراتو ترمنځ د توازن نشتوالى دى، نو اړتيا ده چې خپل صادرات پياوړي کړو او په داسې طرحو کار وکړو چې زموږ توليداتو ته په وارداتو ترجيح ورکول شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha