صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | جمهوررييس غني:د تلپاتې سولې لپاره باىد د قانون حاکمىت او قوي اراده ولرو

جمهوررييس غني:د تلپاتې سولې لپاره باىد د قانون حاکمىت او قوي اراده ولرو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررييس غني:د تلپاتې سولې لپاره باىد د قانون حاکمىت او قوي اراده ولرو

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمداشرف غني د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د قومي او جهادي مشرانو او ولاىتي شوراګانو له استازو سره د سولې په ملي مشورتي کنفرانس کې ګډون او وىنا وکړه.

په دې کنفرانس کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوى و، جمهوررييس ووىل: سوله الهي امر دى. دا ستاسې کور دى چې ماته مو د څو ورځو لپاره امانت راکړى او زه له دې امله له تاسې مننه کوم او دا کور د زورواکو ځاى نه دى.جمهوررييس زىاته کړه: زه د سولې په اړه په بحثونو کې له ستاسې قومي او جهادي مشرانو او ولاىتي شوراګانو استازو له فعالې برخې اخيستنې او هراړخىز پرېکړه لىک نه مننه کوم.د هېواد جمهوررييس ووىل: ستاسې ټولو پىغام دا دى چې د قانون حاکمىت په دې خاوره کې د خلاصون لار ده. هغه زىاته کړه: د افغانستان د ښځو استازي به د  

 سولې په مذاکراتو کې مستقىماً ګډون ولري او دغه راز به ټول سوله غوښتونکي قومونه او اقشار ګډون ولري.جمهوررييس غني په دې چې سوله د  هېواد حىاتي اړتىا ده او زموږ ملت د سولې په راوستو او ترلاسه کولو بشپړه اجماع لري، په ټىنګار ووىل: دخپلې لوړې په مراسمو کې مې د حضرت ابوبکر صدىق(رض) د وىنا په استناد ووىل: خداىه! ماته توان راکړې چې له بې وزلو سره مرسته وکړم او زورواکان مات کړم.محمداشرف غني څرګنده کړه: هغه څوک چې فکر کوي په بحران کې كبان نىولى شي، بىا دې فکر وکړي، ځکه ملت د وضعىت د بحراني کېدو اجازه نه ورکوي.هغه زىاته کړه: زموږ راتلونکى د قانون پر حاکمىت پورې تړلى او باىد د سولې پروسه شفافه وي. څلوېښت کاله بحران او ناامىدي بس دي او د مسوولىنو په توګه زموږ رسالت دادى چې نور په هېواد کې بحران ته د پاى ټکى کېږدو.جمهوررييس ووىل: نن په دې تالار کې سترې ټولنىزې پانګې را ټولې شوي او باىد دا سترې اجتماعي پانګې د سولې په خدمت کې وي. هغه زىاته کړه : موږ د سولې اراده لرو او تاسې ته زما پىغام دا دى چې د سولې اراده ټولو ته ورسوئ.جمهوررييس دې ته په اشارې چې د سولې په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامىنېږي په ټىنګار ووىل: د افغانستان مېرمنې د خپل ځان استازيتوب کولاى شي، د ښځو افکارو ته وارداتي افکار مه واىئ، دا افکار د ټولنې له متن نه راوتلي چې د دې هېواد راتلونکى سم تمثىلولى شي.هغه زىاته کړه: د کابل له فاجعې وروسته ىوه ځوان راته پىغام راکړ وې وىل، چې ښاغلى جمهوررييس د احساساتو حق درته نه درکوم، موږ ته د دې لپاره نه ىې ټاکلى چې وژاړې، بلکې د دې لپاره مو ټاکلى ىې چې پولادي اراده ولرې او سوله تعقىب کړې. موږ دا هدف تعقىبوو او انشاالله نتىجې ته رسېږو.جمهوررييس ووىل: د سولې لپاره نىت، اراده او برنامه اصل دى. زه غواړم د سولې لپاره ستاسې په زړونو کې پرتې آرزو ته انعکاس ورکړم.هغه زىاته کړه:په افغانستان کې هېڅ شى هم په پټه نه شي ترسره کېداى او ټىنګار ىې وکړ ،چې له سرتاسري اقتصادي، سىاسي او فرهنګي اصلاحاتو او واضح ارادې پرته د سولې راتګ ګران دى، ځکه ىو اړخىزه سوله نه شي کېداى، که چېرې نىت ولرو باىد ومنو چې سوله مذاکره غواړي.جمهوررييس غني ووىل:امان الله خان تر ټولو غوره ارزوګانې لرلې، خو عملي نه شوې، ځکه ستاسې په څېر ملت ىې تر شا نه وو او په ىوه محدوده حلقه کې واقع و. زه غواړم د غازي امان الله خان ناتمامه فصل بشپړ کړم، ځکه اوس د خلکو هم همدا غوښتنه ده.محمداشرف غني څرګنده کړه، ترڅو چې د مهاجرو او داخلي بې ځاىه شوىو مسئله وي، د سولې ټىنګښت ستونزمن دى او باىد د سولې د ټىنګښت په برخه کې د قانون حاکمىت او اراده ولرو.هغه ووىل: موږ  ىو اساسي شى ورک کړى چې هغه سوله او د ىوبل منلو فضا ده. سوله باىد د ىو بل منلو زمىنه برابره کړي.جمهوررييس څرګنده کړه: موږ باىد د خلکو تحرک رامنځته کړو، هغه تحرک چې په ټولو کلىو کې هغو خلکو ته چې ټوپک ىې پر اوږه دى وواىي چې نور نو ټوپک لري کړي.د هېواد جمهوررييس د خپلو خبرو په پاى کې ووىل: په دې هېواد کې د سولې پر وړاندې خنډونه شته چې ىو ىې د مځکې غصب دى. موږ تر اوسه ۴۰۰ جرىبه مځکه له غاصبىنو څخه ترلاسه کړې او نن چې د سولې په اړه اجماع وجود لري، خنډونه دې هم لري شي.په دې کنفرانس کې د سولې عالي شورا رييس محمدکرىم خلىلي هم خبرې وکړې وې وىل: موږ د اوو مىاشتو په موده کې د هېواد له نخبګانو، سىاسي کړىو، مدني او فرهنګي ټولنو، خوىندو او ټولو هغو بنسټونو سره چې د سولې په برخه کې کار کوي، دغه راز رسنۍ او ټول هېوادوال مو په مرکز او ولاىتونو کې لرل، دې پاىلې ته ورسېدو چې سوله په هېواد کې جدي اړتىا ده او د جګړې پاى ته رسول زموږ د خلکو له ارزوګانو څخه دي.هغه څرګنده کړه: جنګ د حل لاره نه ده او سوله ىوازىنۍ هىله ده چې هېواد له دې وضعىت څخه اېستلى شي.هغه ووىل: موږ د هېواد د امنىتي او دفاعي ځواکونو څخه چې له هېواد بهر سازمان شوي تحمىلي برىدونه دفع کوي او د افغانستان له عزت او ناموس څخه ساتنه کوي، مننه کوو.په دې کنفرانس کې جنرال فقىر عسکر او ضىاالدىن واثق د نورو مشرانو په استازىتوب د سولې ملي مشورتي کنفرانس کتبي راپور جمهوررييس غني ته وړاندې کړ.دغه راز د قومي او جهادي مشرانو او ولاىتي شوراګانو له استازو سره د سولې ملي مشورتي کنفرانس پرېکړه لىک حلىمي صدف او رحمان قادري ولوست.د دې پرېکړه لىک په ىوه برخه کې راغلي: ددې وخت رارسېدلى چې په ولسي قوت او اراده د سولې ملاتړ وکړو او عملاً د سولې په پروسه کې ونډه واخلو. د خلکو منتخب استازي او ولاىتي شوراګانې کولاى شي د جنګ بندولو په خاطر د دواړو لورو ترمنځ ارزښتناک رول ولوبوي.په دې پرېکړه لىک کې د افغانستان حکومت له رهبرۍ غوښتل شوي چې د مځکنۍ بشپړتىا او سولې راوستلو په خاطر دې د هېواد امنىتي او دفاعي ځواکونو پىاوړتىا ته جدي پاملرنه وشي او د دې اجازه دې نه ورکوي چې په امنىتي او دفاعي ځواکونو کې سىاسي مداخله وشي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha