صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د ملي دفاع وزارت:له وسله والوطالبانو مو د وروستيو خونړيو پېښو غچ اخيستى

د ملي دفاع وزارت:له وسله والوطالبانو مو د وروستيو خونړيو پېښو غچ اخيستى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي دفاع وزارت:له وسله والوطالبانو مو د وروستيو خونړيو پېښو غچ اخيستى

د افغانستان دملي دفاع وزارت وايي: د وروستيو ۲۰ ورځو په پرله پسې عملياتو کې يې له وسله والو مخالفينو د وروستيو خونړيو بريدونو غچ اخيستى دی.که څه هم پخوا په افغانستان کې جګړې په ژمي کې کمېدې او په اوړي کې يې زور اخيست، خو په سږني ژمي که په افغانستان کې هوا سړه او جګړه توده وه.د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتيژۍ په بنسټ

  په افغانستان کې د وسله والو پر اهدافو د امريکا هوايي بريدونه په روان ژمي کې زيات شول.د ملي دفاع وزارت هم وايي ،چې د وسله والو د ځپلو په هدف يې په بېلابېلو ولايتونو کې پراخ هوايي او مځکني عمليات کړي او لا هم روان دي.افغان او امريکايي چارواکي په دې باور دي چې د ژمي دغو عملياتو د وسله والو مخالفينوپر خلاف د جګړې لورى بدل کړى.د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري آزادۍ راډيو ته وويل: د جګړې په ډګر کې همدا اوس د پراخو ژمنيو عملياتو اغېزه محسوس او د جګړې په ډګر کې د وسله والو فعاليتونه په سلو کې تر ۵۰ يا ۶۰ راکم شوي دي.بله خوا د حکومت وسله والو مخالفينو د زياتېدونکو هوايي بريدونو او پوځي عملياتو په عکس العمل کې په ګڼو مېشتو سيمو کې بريدونو ته زور ورکړى.د فرانسې خبري اژانس په واشنګټن کې د ترهګرۍ د څېړنې د يو مرکز په حواله وايي: يوازې د جنورۍ په مياشت کې د ۷۲ ۴بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى د دې څېړونکې ډلې پر وينا، په جنورۍ مياشت کې دا شمېر بې سابقه دى.په دې لړ کې وسله والو طالبانو څو اوونۍ مخکې په کابل کې خونړي بريدونه وکړل چې له       ۱۳۰ زيات کسان يې ووژل.افغان دفاعي او امنيتي ادارې وايي: دوی چې لا دمخه يې ژمني عمليات پيل کړي وو، د کابل له خونړيو بريدونو وروسته يې شدت ورکړى.د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيرى وايي: په تېرو ۲۰ ورځو کې توانېدلي چې په بېلابېلو سيمو کې له وسله والو مخالفينو د وروستيو خونړيو بريدونو غچ واخلي.ده وويل: (( په آخرو ۲۰ شپو کې موږ ډېر ښه عمليات او برياوې لرلې، له دښمن څخه مو د دوی له خوا په کابل کې په انټرکانټيننټال هوټل کې او له جمهوريت روغتون سره نږدې په بريد کې د بې ګناه خلکو د وژلو غچ اخيستى، هماسې چې ولسمشر د غچ خبره کړې وه، موږ سلګونه وسله وال د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې وژلي او ټپيان کړي چې د جګړې له صفه خارج شوي او ډېر تلفات يې ورکړي.)) د ملي دفاع وزارت وايي: وروستي عمليات يې د پسرلي له پيلېدو مخکې پر هغو ولايتونو متمرکز دي، چې په زياته اندازه په كې ګواښونه شته او يا د حکومت د وسله والو مخالفينو مرکزونه په کې دي. دولت وزيري په شمالي ولايتونو جوزجان، بدخشان، تخار، سرپل ، فارياب او بغلان کې د پراخو عملياتو او برياوو يادونه وکړه او ويې ويل ،چې په تېرو درېيو اوونيو کې دلته لسګونه وسله وال چې بهرني هم په کې شامل وو، په مځکنيو او هوايي عملياتو کې وژل شوي دي.نوموړي همدارنګه په غزني کې د عملياتو يادونه وکړه او ويې ويل: (( د دې ترڅنګ موږ دا دوه اوونۍ په غزني کې عمليات درلودل چې د دوو اوونيو په موده کې ۲۴۴ مخالف وسله وال وژل شوي، لسګونه کسان ټپيان دي او لسګونه موټر، موټرسايکلونه او وسلې مو ترې نيولې دي.)) ښاغلي وزيري زياته کړه : دوی په ژمې کې يوازې عمليات نه کوي، بلکې په بېلابېلو ولايتونو کې د نظامي واحدونو په اکمالولو او پياوړي کولو هم کار کوي.جنرال وزيري وايي: دوی همدارنګه د پسرلي لپاره د کورنيو چارو له وزارت  او دملي امنيت له لوى رياست سره پر يوه ګډ داسې پلان کار کوي، چې د هوا په تودېدو وسله وال د افغانستان په هېڅ سيمه کې جدي ګواښ پېښ نه کړاى شي.افغان او امريکايي چارواکي په دې باور دي چې روان ۲۰۱۸ ميلادي کال به په افغانستان کې د روانې جګړې د لوري د بدلېدو کال وي، خو يو شمېر څېړونکي وايي: نتيجه چې هر څه وي، خو روان کال به په بېلابېلو سيمو کې جګړې تودې او بشري تلفات به زيات وي.د افغانستان د تحليلګرانو د شبکې څېړونکې کيت کلارک د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: داسې ښکاري چې هم افغان حکومت او هم يې مخالفينو جګړې ته زور ورکړى او دواړو خواوو د يو بل خلاف د جنګېدو نوي تکتيکونه خپل کړي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha