صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | په بلخ کې د پاکستان د حکومت په وړاندې د قومي اعتراضونو ملاتړ وشو

په بلخ کې د پاکستان د حکومت په وړاندې د قومي اعتراضونو ملاتړ وشو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په بلخ کې د پاکستان د حکومت په وړاندې د قومي اعتراضونو ملاتړ وشو

سلګونو تنو د پاکستان د حکومت په وړاندې د قومي اعتراضونو ملاتړ وکړد بلخ ادبي خوځښت غړو او د مزارشريف سلګونو اوسېدونکو په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت په وړاندې د پښتنو له اعتراضه ملاتړ وکړ.

  له کابو ۱۰ ورځو راپدېخوا زرګونو پښتنو په پاکستان کې د اسلام اباد د حکومتي ادارې په وړاندې احتجاجونه پيل کړي او د پاکستان حکومت د پښتنو پر قومي تصفيې ملامتوي.پښتنو د خپلو څو ورځو تظاهراتو په ترځ کې پرله پسې د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ پر ودې، د پښتنو سياسيونو پر وژنه او په سيمه کې د سخت دريځۍ په ترويج ملامت کړ.په بلخ کې سلګونو کسانو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د پاکستان د حکومت پر ضد د شويو احتجاجونو ملاتړ وکړ او له مظاهره کوونکو يې وغوښتل چې خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي.په بلخ کې مظاهره چيانو د پاکستان حکومت پردې ملامت کړ چې له کلونو راپدېخوا په افغانستان کې ترورېستي کړنې ترسره کوي.په مزارشريف کې په همدې منظور د جوړ شوي لاريون مسئول ذبيح الله احساس داسې وايي:"پنجاب د افغانانو ښکاره دښمن دى، موږ له هر هغه فعاليته ملاتړ کوو چې د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد وي، موږ د يوه قوم نه، بلکې د يوه ملت په اړه فکر کوو او افغانان بايد د پاکستان د ظلم او ستم پر وړاندې چپ پاتې نه شي. "په بلخ کې مظاهره چيان د پاکستان حکومت په افغانستان کې د انتحاري او انفجاري حملو طراح او اصلي عامل بولي.په مزارشريف کې مظاهره چيانو سره له دې چي په پاکستان کې يې د پښتنو د احتجاج د دوام غوښتنه وکړه، په کور دننه له ټولو افغانو يې وغوښتل چې د پاکستان د ترورېستي او ترهګريزو فعاليتونو په وړاندې ودرېږي.دوى وويل چې افغانانو اوس مهال خپل دښمن پېژندلى او په خپله خاوره کې د پرديو د ترورېستي او بشري ضد فعاليتونو په وړاندې به چپ نه پاتې کېږي.په بلخ کې دوو تنو مظاهره کوونکو داسې وويل:(( زه جاوېد يم، افغانانو چې اوس خپل دښمن پېژندلى، بايد د قوم له په پام کې نيولو پرته يو ملت شي او د بشري ضد هر ډول فعاليت په وړاندې ودرېږي، موږ په پاکستان کې د افراطيت ضد فعاليتونو ملاتړ کوو))" زما نوم بختيار دى، د پاکستان تظاهرات موږ ته دا ښيي چې موږ د ترورېزم او ترهګرۍ په وړاندې ودرېږو، يو بل ته لاس ورکړو او خپل هېواد د سعادت او خوشبختۍ په لوري بوځو. "د يادولو ده چې تر دې دمخه د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني له نړېوالې ټولنې او په پاکستان کې له مدني بنسټونو غوښتي چې په دغه هېواد کې د ترورېزم او افراطيت په وړاندې د پښتنو له پراخو مدني خوځښتونو ملاتړ وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha