صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو قانون به د جزا له کود څخه په مستقل ډول نافذ شي

د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو قانون به د جزا له کود څخه په مستقل ډول نافذ شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو قانون به د جزا له کود څخه په مستقل ډول نافذ شي

دافغان ښځو د شبکې غړو پرون له غرمې مخکې دجمهور رييس دويم مرستيال استاد سروردانش سره وکتل او دجزا له کود څخه په مستقل ډول دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو د قانون د نافذولو په باب يې خپل وړانديزونه طرحه کړل .

  دافغان ښځو دشبکې رييسې حسينې صافۍ په پيل کې  دافغانستان دښځو د حقوقو د ملاتړ په لاره کې داستاد سروردانش  دپرله پسې  هڅو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه، چې تراوسه د قانون جوړولو او دافغانستان دښځو دحقوقو  د قانوني ملاتړ په برخه کې د جمهوري رياست د دويم معاونيت له خوا يولړ اغېزمنې همکارىۍ شوې دي ، چې د افغانستان د ښځو د مدافعو بنسټونو لپاره دقدر وړ دي .  ده دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي د بندولو د قانون په برخه کې  وويل: دافغان ښځو شبکې او دافغانستان دښځو دحقوقو يوشمېر نورو مدافعو بنسټونو  جدي پيشنهاد درلود،  چې دغه قانون دې ديوه اختصاصي قانون په توګه پاتې شي او د جزا دکود په جزايي مادو کې دې ادغام نه شي ، خو دجزا دکود  د( ٧)( ٨ )( او (٩١٦   ) مادو مفادو په دې  برخه کې يولړ اندېښنې او ابهامات  رامنځته کړي دي چې بايد په دې باب لازم تصميم ونيول شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha