صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | مشرانو جرګه د افغانستان او اروپايي ټولنې د نوي پړاو له پيله هرکلى کوي

مشرانو جرګه د افغانستان او اروپايي ټولنې د نوي پړاو له پيله هرکلى کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
مشرانو جرګه د افغانستان او اروپايي ټولنې د نوي پړاو له پيله هرکلى کوي

مشرانو جرګه د افغانستان او اروپايي ټولنې د همکارۍ او مشارکت د نوي پړاو له پيله هرکلي کوي.

د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک په نامه د پراختيا او مشارکت (CAPD) ګډې کمېټې لومړنۍ غونډې داسې مهال ترسره کېږي چې د مشرانو جرګې د غړو پر وينا: د اروپايي ټولنې مرستې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې په سمه توګه نه دي لګول شوي.د دغې جرګې دويم مرستيال محمد اصف صديقي د شنبې په ورځ آزادۍ راډيو ته وويل: که چېرې دا مرستې په سمه توګه ولګول شي، د خلکو په ژوند کې به بدلون راولي.ښاغلي صديقي زياته کړه: (( موږ له دې اقدامه هرکلي کوو او تر ډېره حده به ګټور تمام شي، دا به د عامو وګړو د ژوند د ښه کېدو لپاره اغېزمن وي، اروپايي ټولنې له دې مخکې هم په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړي، خو حکومت بايد دا مسايل تعقيب کړي او په شفافه  توګه دا مرستې ولګوي.))  د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک په نامه د پراختيا او مشارکت (CAPD) ګډې کمېټې لومړۍ غونډه د سلواغې په ۱۹ مه په بروکسل کې جوړه شوه چې د افغانستان د ماليې وزير او يوشمېر نورو چارواکو په کي ګډون کړي و.له دغې غونډې وروسته د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو او د امنيتي پالېسۍ د څانګې وياندې مايا کوجي يانچيچ ويلي چې ګډې کمېټې دوه کاري ډلې جوړې کړې چې يوه به يې د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ په اړه او دويمه به يې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه بحث وکړي.د دوی پر وينا: ګډه کمېټه دواړو خواوو ته دا امکان برابروي، چې په افغانستان کې د اصلاحاتو د اجندا په اړه بحث وکړي.پر دې پروګرام د ۲۰۱۶ م کال په اکټوبر مياشت کې د بروکسل په کنفرانس کې موافقه شوې وه او تمه ده چې راتلونکې غونډه به د دوه اړخيزو همکاريو تعقيبولو په هدف په ۲۰۱۹ م کال کې په کابل کې ترسره شي.په دې ګډې کمېټې کې د ۲۰۱۷ م کال د ډسمبرمياشتې په لومړۍ نېټه د مشارکت او پراختيا د هوکړه ليک له پيل څخه وروسته، د بشري حقوقو، د ښځو پياوړتيا او حقونو په ګډون، د جنسيت په برابرۍ، پراختيايي همکاريو، پانګونې او سوداګريزو چارو، کډوالۍ، پر سيمه ييزه همکارۍ او د طبيعي سرچينو او مالي خدمتونو په همکاريو بحث وشو.په غونډه کې د طبيعي منابعو او مالي خدمتونو په برخه کې د همکاريو او د افغانستان امنيتي حالاتو ته هم اشاره وشوه، خو يوشمېر افغان کار پوهان بيا دغو غونډو ته ډېر خوشبين نه دي.د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي: که چېري افغان حکومت بنسټيز اصلاحات رانه ولي، دا ډول غونډې به نتېجه ورنه کړي.نوموړي وايي: (( هغه مهال دا غونډې ګټورې دي چې افغان حکومت اصلاحات راولي، پر امنيتي او خصوصي سکتور ډېره پانګونه وکړي، اداري فساد له منځه يوسي او اقتصادي منظم پلان ولري.))

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha